تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن په تهران کې د سینګاپور د فوټبال ملي ټیم ته ماتې ورکړه.

افغانستان دوه او سینګاپور یو ګول ووهلی شو.

لومړی ګول د افغانستان د ټیم لپاره خیبر اماني د لوبې په لومړۍ نیمايي کې وواهه.

دوهم ګول یوسف شېردل د امید پوپلزي په پاس په دوهمه نیمايي کې وواهه. سینګاپور ژر وتوانېد چې د افغانستان د دوهم ګول په وړاندې یو ګول ووهي. خو لوبې تر پایه په همدې نتیجې دوام وکړ.

په دې سیالۍ کې، چې د تهران په تخیکي لوبغالي کې وشوه، تر ۲۰ زره زیات افغان نندارچیان د خپل ټیم د تشویق لپاره راغلی ول.

افغان لوبغاړو د ګول وهلو تر دې زیات چانسونه لرل خو سمه استفاده یې ورڅخه ونه کړای شوه. په تېره بیا خیبر اماني او فیصل ښایسته دوه مهم فرصتونه له لاسه ورکړل.

افغانستان لا هم  د اسیايي جام سیالیو ته تر رسېدو یو څه مزل په مخکې لري. د افغانستان لپاره د سینګاپور د ګټلو تر څنګ د تاجکستان او قرغیزستان او همداراز د برما او لبنان د مسابقو پایلې هم مهمې دي.

که قرغیزستان وکړای شي چې تاجکستان ته ماتې ورکړي یا سیالي ورسره مساوي کړي، د سینګاپور په وړاندې د افغانستان بری افغان ټیم بل پړاو ته رسوي.

همداراز که لبنان برما ته په ډېر توپیر یا ډېرو ګولونو ماتې ورکړي، د سینګاپور په وړاندې د افغانستان بری بل پړاو ته د افغان لوبډلې له رسېدو سره مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *