تاند- د مصرۍ الوتکې تښتونکی په داسي حال کې ونیول شو چې هیڅ برمته ته تاوان ونه رسېد.
د قبرس د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د مصر د هوايي چلن د الوتکې د تښتولو لانجه په سوله ییز ډول پای ته رسېدلې ده.
په الوتکه کې ۳۰ تنه مصریان، ۸ امریکایان، ۴ هالنډیان، ۴ بریتانیایان، ۲ بلجمیان او ۱ ایټالیايي او د الوتکې نامعلوم شمېر مصري عمله سپره وه.

مصري چارواکو ویلي چې (A320) الوتکه له سکندریې څخه قاهرې ته روانه وه خو په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې الوتکه د سعودي عربستان له دمامه قاهرې ته روانه وه، د مصر په سکندریې کې د لنډ وخت لپاره ایساره شوه او یو شمېر سپرلۍ ورڅخه کښته شوې.
د برمته ګر عاشقانه کیسه
له دې پېښې وروسته مصریانو په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس خپور کړ، ویې ویل چې برمته ګر له الوتکې دباندې خپلې جلا شوې ښځې ته ۴ مخیز لیک، چې په عربي ژبه یې لیکلی و، د سپرلیو په لاس د هوايي ډګر مسوولانو ته وسپاره.

د قبرس راډیو ویلي چې د الوتکې تښتونکی د مصر د سکندریې پوهنتون استاد او اصلاً ویترنر دی. دی د امریکا تابعیت هم لري او ورڅخه طلاقه شوې ښځه یې په قبرس کې اوسي.
د قبرس راډیو دغه راز ویلي چې د برمته ګر جلا شوې مېرمن هوايي ډګر ته روانه شوې ځکه چې د برمته ګر یوه غوښتنه دا ده چې له خپلې پخوانۍ ښځې سره ویني.
د ده پخوانۍ ښځه قبرسۍ ده او د دغه ټاپو لارناکا هوايي ډګر ته نژدې اوسي.
په دې کیسه خو زه هېڅ پوه نه شوم.
Za war bandi ham poh nashom