– دا امکان نلري، داسې نشي کېدای!
لاس کې نیولی کتاب يې تر سترګو تېر کړ، ژر ژر یې پاڼې واړولې، کتاب یې بېر ته بند کړ، له ځان سره یې وویل:
– ټول ځوابونه مې سم دي، هیڅ غلطي پکې نشته، نو بیا ولې له ماسره داسې وشي؟!
سپین رنګی جګ هلک لا په همدې سوچونو کې و چې یو ځیږ غږ یې د خیال لړۍ ور ماته کړه:
– زه وروره زمونږ وخت مه نیسه، یو ځل مې در ته وویل چې دې بست ته بل څوک کامیاب شوي.
د احسان رنګ سور شوی و، هک حیران و، د تندي خولې یې په سپین دستمال پاکې کړې، مخامخ ناست غوښن سړي ته یې مخ واړاوه:
– ریس صاحب د ازموینې په ورځ خو تاسو حضور درلود، زمونږ دواړو پارچې به مو لیدلې وي، ووایۍ چې زما پارچه خه وه او که د انور؟!
ریس لا هماغسې دوه څنګلې پر مېز ايښې وې او قلم یې ګوتو کې تاو را تاو کاوه، دوه سترګې یې قلم ته نیولې وې، پرته له دې چې احسان ته وګوري:
– هو، وم
احسان خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
– نه یواځې انور د آزموینې پارچه ښه نه وه حل کړې بلکې اسناد یې هم د دولسم و.
احسان له ځایه پورته شو، څو قدمه وړاندې راغې، خپل اسنادونه یې د ریس په میز کتار کېښودل:
– ریس صاحب دا مې تحصیلي اسناد دي، ویې ګوره د ماسټرۍ تر کچې مې زدکړې کړي.
احسان د ریس د میز مخې ته ولاړ و، ریس اسنادونه را واخیستل، سپینې زره بیني عینکې یې په سترګو کړې، دوه درې رنګه کاغذونه یې له سترګو تیر کړل، په ځینو یې انګلیسې هم لیکل شوې وه، بېرته یې کېښودل، سر یې وخوزاوه:
– تکړه ځوان یې، ښه اسنادونه دي، خدای دې درته درپکار کړي.
احسان خپل تیت شوي اسنادونه د میز له سره راټول کړل، بېر ته یې تور بیک کې واچول، هڅه یې کوله چې ریس قانع کړي:
– ریس صاحب په پارچه کې مې پوره سوالونه حل کړي ول، تر نورو مې تحصیلي اسناد هم لوړ دي، نو بیا ستونزه څه ده چې دې بست ته نه یم کامیاب شوی؟!
کیڼ لور ته یو ږیر خیرلی زوړ مامور په خندا شو، احسان په حیرانۍ ورته وکتلې، زوړ مامور د شین چایو ګیلاس خولې ته کړ، یو غوړپ یې وڅښه، ګیلاس یې بېر ته پر میز کېښود:
– ځوانه تر ماسټرۍ دې زده کړې کړي خو تر اوسه هوښیار شوی نه یې.
احسان ته دې خبرې ډېره غوسه ور وستله خو هیڅ یې هم ور ته و نه ویلې، زوړ مامور له ځایه را پور ته شو، وړاندې راغی، احسان یې له لاسه ونیو، خوله یې غوږ ته ور نږدې کړه، ورو یې ور ته وویل:
– دا بست انور په پنځوس زره افغانۍ اخیستی و، ځکه ریس هغه کامیاب کړ.
شین چایو ګیلاس که د شنه چای ګیلاس