تاند- یو پولنډی په دې بریالی شوی چې په خپله چلېدونکي سکېټ بوټونه جوړ کړي.

سکېټ بوټونه د انسان حرکت ته اړتیا لري خو دا سکېټ، چې (EV4) نومېږي، د انسان انرژۍ ته چندان اړتیا نه لري.

د دغو سکېټ بوټونو شاته یو ماشین ګوټی یا کوچنی موتور نصب دی چې ۳۵۰ واټه قدرت لري او په ۲۶ ولټه بېټرۍ کار کوي.

د دغه سکېټ ډېر تر ډېره سرعت په ساعت کې ۱۵ کیلومتره دی او بېترۍ یې د ۲۰ کیلومتره مزل لپاره کافي دي.

له دغو سکېټ بوټونو سره یو مزی هم تړل شوی چې چلوونکی ورڅخه د شترنګ په توګه کار اخیستی شي.

د دې سکېټ بوټونو وزن ۵ کیلو دی او اوسنۍ بیه یې ۱۴۰۰ امریکايي دالره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *