تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ته د میرمسجدي خان نښنانونه او انعامونه ورکړل.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نړیوال شل اووریز جام کې له ښه ځلېدو او هیواد ته له بېرته راتګ وروسته تېر ماښام له ولسمشر سره په ارګ کې وکتل.
ولسمشر غني د کرکټ اتلو لوبغاړو ته وویل:«تاسو نه یوازې افغانانو ته ویاړ وګاټه بلکې هیله مو هم ورکړه.»
ده د سي این این او بي بي سي په شان په نړیوالو تلویزیونونو کې د افغانستان د ټیم په اړه تبصرو ته په اشارې وویل:«په سي این این او بي بي سي تلویزیون کې درې ورځې سر په سر لیکل کېدل چې افغانستان، ویست انډیز حیران کړ.»
ولسمشر غني همداراز وویل، د کرکټ د ملي لوبډلې پرمختګ او بریاوې وستایلې او د زیمبابوی لوبډلې ته د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له لوري د دوه ځله ماتې ورکول یې د کرکټ په تاریخ کې بې ساري وبلل.
جمهور رئیس وویل، نولس کلن ځوانان مو ډېر ښه روزلي دي او د افغانستان په هر ګوټ کې ځوانان غواړي چې د کرکټ اتلان شي.
محمد اشرف غني وویل، سږکال به په سپورتي زیربناو اصلي پانګونه وکړو او په ښوونخیو کې به هم کرکټ او فوټبال ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د افغانستان کې کرکټ په ډېر لنډ وخت کې نړیوال شو. د کرکټ نړیوال مبصران اټکل کوي چې د افغانستان ټیم به په لنډ وخت کې د نړۍ نور تکړه او تجربه کار ټیمونه هم حیران کړي.