ژباړه: حسیب الرحمن نورمل
ارواپوهنې او طب د مسکا خورا ګټې په ګوته کړې چې په پایله کې بېلا بېلو ناروغیو مخه نیسي چې د هغې له جملې نه یوهم د سترس یا ژور خفګان ناروغي ده. په نوې څېړنه کې ثابته شوې چې د خندا هورمونه د سترس (ژور خفګان) هورمونونه لکه کورتیزول، اپی نفرین، دپامین کموي او هغه هورمونونه ډیر وي چې زموږ د روغیتا لپاره ګټور دي. لکه: اندورفین چې زموږ د خندا سبب کېږي او خندا د انتي بادي سلولونه ډیروي چې دا سلولونه مو دفاعي سیستم په تقویه کې مرسته کوي.
په برازیل کې داسې یو روغتون جوړ شوی چې په کې د ناروغانو په مسکا درملنه کیږي، ددې روغتون ډاکټران په سترس (ژورخفګان) او په نورو اروايي ناروغیو اخته کسانو ته د خندا او مسکا توصیه کوي. د ډاکټرانو په اند مسکا د انسان په بدن کې د وینې د ښه جریان سبب کیږي او د سترس د هورمون د کمېدو سبب کېـږي او د دفاعي سیستم تقویه کوي کله چې د انسان دفاعي سیستم قوي شي، نو د عضلات د درد، د وینې د فشار او د ستړیا په کمېدو کې خورا مرسته کوي.
ارواپوهان وايي کله چې انسان خاندي نو مغز یې ورسره مني چې په ژوند کې خوښ او نېکمرغه و اوسي او دې ته یې هڅوي چې ژوند کې د نېکمرغۍ د لاس ته راوړلو لپاره پوره هڅه او کوښښ وکړي دوی زیاتوي چې هر انسان باید په ورځ لږ تر لږه له ۵۰ تر ۷۰ ځله مسکا وکړي.
هر انسان له مسکا وروسته د هوساینې او آرامۍ احساس کوي او پرمهمو او اړینو کارونو یې تمرکز زیاتوي او په انسان کې رواني تعادل رامنځ ته کوي هغه کسان چې تل یې پر شونډو مسکا خوره د ستونزو او کړاونو پر وړاندې ډېر زغم او حوصله لري. مسکا بېلا بېل ډولونه لري چې ځېنې خلک په سترګو مسکا کوي. د ځینو ټول بدن مسکا کوي او د ځینو بیا خوله مسکا کوي او بل ډول مصنوعي مسکا ده چې د ارواپوهانو په اند دا تر ټولو بده او زیان لرونکې مسکا ده چې انسان باید ځان ترې وساتي.
دلته د مسکا د هغو ګټو یادونه کوو چې د انسان د ژوند په بدلون کې پوره مرسته کوي.
۱- مسکا مو غږ او خبرو ته ښکلا وربښي.
د خبرو کولو په وخت کې یوه وړه مسکا مو غږ او خبرو ته ښکلا ورکوي. د هغو خلکو خبرې ډېرې جذابې او زړه راښکونکې وې چې د خبرو په وخت کې یې پر شونډو مسکا خوره وي او هر څوک هڅه کوي چې د داسې خلکو خبرې واوري او له خبرو یې خوند اخلي.
۲- که مسکا وکړو ژوند هم مسکا راته کوي
مسکا ددې سبب کېږي چې له ژوند نه ډېر خوند واخلو کله چې څوک په غوسه وي د هغوي لپاره تر ټولو آسانه کار یوازې په لوړ آواز چیغې وهل دي، چې په دې وخت کې په خوشاله کوونکو مسایلو فکر کول ګرانه خبره ده، خو که دا تمرین کړو چې د قهر او غوسې په وخت کې د چیغو او فریاد په وخت کې مسکا وکړو نو د ناراحتۍ پرځای به د آرامۍ او هوساینې احساس کوو او له ژوند نه به تل خوند اخلو. یوه وړه مسکا کولای شي چې ژوند مو بدل کړي. مسکا لګښت نه لري بس نو یوځل یې یې تجربه کړئ او له ګټو یې خبر شئ.
۳- مسکا مو دفاعي سیستم تقویه کوي
په یوه نوې څېړنه کې ثابته شوې هغه کسان چې تل یې پر شونډو مسکا وي هغوی تر هغو چې په مسکا کولو بخیلي کوي کم له نارغیو او نورو ستونزو سره مخ کیږي؛ ځکه مسکا د انسان د دفاعي سیستم د تقویې سبب کیږي کله چې د انسان دفاعي سیستم قوي وي انسان کم له نارغیو سره مخ کیږي. مسکا مو د نارغیو، ستونزو او کړوانو پروړاندې مقاومت زیاتوي. مسکا د انسان عضلات آراموي او زړه روغ ساتي.
۴- مسکا مو پرځان باور زیاتوي
مسکا له موږ نه غمونه، دردونه او ستونزې هیروي. مسکا مو بې باوري، منفي ذهنیت او بدبیني له منځه وړي او پرځان مو باور زیاتوي هغه کسان چې په شونډو یې مسکا وي هغوي تل بریالي وي ځکه هغوی پرځان باور لري. د بري لومړی شرط پرځان باور دی، پرځان باور په مسکا، خندا او خوش طبعتۍ پیدا کړئ.
۵- مسکا وړیا احترام دی
موږ تل هڅه کوو چې د خلکو پام او احترام ځان ته را جلب کړو، خو په یوه مسکا کولای شو چې دخلکو پام ځان ته را واړوو. مسکا خلکو ته د احترام په معنا ده. دوی په یوه مسکا قانع کولای شوو چې احترام ورته لرو، که د خلکو سره د مخ کېدو په وخت کې مسکا وکړو نو د دوی اعتماد او احترام تر لاسه کولای شو نو باید هېڅکله له خلکو مسکا دریغ نه کړو.
۶- مسکا ستړیا له منځه وړي آرواپوهان وايي څومره چې ستړي کیږی، نو هومره مسکا کوی دوی وايي، مسکا د ستړیا په کمولو کې پوره مرسته کوي. د سهار خوب ډېر خوږ دی ډيره سخته ده چې کله سهار وختي له کوره دفتر، ښوونځي او د نورو کاری ځایونو ته روان شوو، ډیری خلک له خوبه په پټو سترګو روان وي، په دغه وخت کې ټول خوښوي چې فکر وکړي او چرت ووهي او په همداسې پټو سترګو خپل مزل ته دوام ورکړي، خو دوی له دې بې خبره دي چې یوه مسکا کولای شي دا ستړیا یې له منځه وړلای شي. ۷- مسکا د غوسې او شخړې مخه نیسي مسکا د غوسې او قهر په وخت کې پخپله د شخص او مقابل لوري د غضب او غوسې د کمېدو سبب کیږي، مسکا سړی نه پرېږدي چې د چا شخصیت ته زیان ورسوي ډیر وخت په داسې وختونو کې مسکا د بښنې د غوښتلو په معنا هم ده چې کله څوک پر خپلې تېروتنې اعتراف کوي او بښنه وغواړي نو مسکا کوي نو له دې سره د شخړې او جګړې مخه نیول کېـږي او همدا رنګه که موږ تل دخلکو د بدو ځواب په مسکا ورکړو نو مقابل شخص پېښمانه کیږي هغوی په خپله دې ته اړ کیږي چې دخپلو بدو بښنه وغواړي. ۸- مسکا مو په خلکو کې د محبوبیت سبب کیږي انسان هڅه کوي چې په خلکو کې محبوبیت پیدا کړي. هغوي ډیرې سختې لارې ازمويي څو په خلک ځان ګران کړي، حتا ځینې کسان خورا پیسې پدې لارو چارو کې مصرفوي چې په خلکو کې نفوذ پیدا کړي خو هغوی هم دا نه ده درک کړې چې د خلکو په زړونو د ځای پیدا کولو لپاره یو مسکا بسنه کوي هغوی په دې نه پوهیږي چې یوازینی شی مسکا ده چې په واسطه یې پرخلکو محبوبیت پیدا کولای شي. ۹- مسکا مو خلکو ته بریالی او غښتلی معرفي کوي هغه کسان چې تل یې پر شونډو مسکا خوره وي هغوی تر هغو ډير قوي او غښتلي دي چې مسکا نه کوي، که زموږ هم په شونډو مسکا وي نو خلکو ته به غښتلي او قوي ښکارو ځکه له ستونزو او کړواونو سره سره مسکا کول انرژۍ او قوت ته اړتیا لري نو هغه کسان چې تل مسکا کوي په رښتیا غښتلي او بریالي دي. ۱۰- مسکا د سترس یا ژور خفګان د ناروغۍ مخه نیسي ارواپوهانو په یوه څېړنه کې ثابته کړې چې مسکا د ژور خفګان د ناروغۍ مخه نیسي همدا راز طب هم وايي چې مسکا د ډول ډول نارغیو مخه نیسي چې د هغو له جملو نه د سترس (ژور خفګان) ناروغي ده دوی وايي ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوازې مسکا ښه درمل دي. |