تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی وايي چې ډېر شمېر وسله وال سخت دریځي پاکستان له خاورې د ورانکارۍ لپاره افغانستان ته اوړي.
جېمز ډابینز له بي بي سي سره په مرکه کې وویل:« موږ ته څرګنده ده چې لږ شمېر سخت دریځي له افغانستانه پاکستان ته هم اوړي خو پاکستان دا مسله ډېره لویوي.
ډابینز په افغانستان کې د هند د زیاتېدونکي نفوذ په وړاندې د پاکستان اندېښنه بې اساسه ونه بلله خو ویې ویل چې په جلال اباد او کندهار کې د هند کونسلګرۍ، چې پاکستان یې ځان ته تهدید بولي، له افغانستان سره د مرستې لپاره دي او په دغو کونسلګریو کې محدود شمېر هندیان کار کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي همداراز وویل، له افغانستان سره د هند پرېمانو مرستو او د دوو هیوادونو کلتوري او تاریخي اړیکو ته په پام سره په افغانستان کې څوک د هند د سفارت او کونسلګریو پر موجودیت نیوکه نه شي کولی.
د ده په وینا هند په تېرو څه باندې لسو کلونو کې په افغانستان کې پر بیارغونه تر دوه ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي او د هند دیپلوماتیک مرکزونه په افغانستان کې د پروژو د اجرا کولو لپاره مهم رول لوبوي.
پاکستان په ځلونو په کندهار او جلال اباد کې د هند پر کونسلګریو نیوکې کړي او هغه یې د خپل ملي امنیت لپاره ګواښونکې بللې دي.
ډابینز له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«که کابل وغواړي چې امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، امریکا به دا کار وکړي.»
ده په عین حال کې وویل :« افغانستان ناټو ځواکونو ته اړتیا لري، د افغانستان حکومت د دغو ځواکونو د حضور د دوام غوښتونکی دی او موږ له دوی سره ژمنه کړې چې زموږ ځواکونه به په افغانستان کې وي.»
ډابینز، چې په وروستیو ورځو کې افغانستان او پاکستان ته سفر کړی و، وايي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د دغه هیواد په خاوره کې د هغو سخت دریځو په اړه اوږدې خبرې وکړې چې پر افغانستان حملې کوي.
ده زیاته کړه:«په پاکستان کې افغان سخت دریځي په ښکاره او په پوره ازادۍ فعالیت کوي، دا د اندېښنې وړ ده.»
د ډابینز په وینا له پاکستان څخه په افغانستان کې د ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید افغانستان، پاکستان او امریکا په خپل منځ کې خبرې وکړي.
ده هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو درو میاشتو کې به له افغان طالبانو سره خبرې پیل شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي دا هم وویل: له ۲۰۱۴ وروسته، چې نړیوال محارب پوځیان له افغانستانه وځي، د افغانستان او پاکستان د مسلو حل ته زیاته هیله نه شي کېدای خو که دواړه هیوادونه په خپل منځ کې همکاري وکړي ټولې ستونزې حل کېدای شي.
ډېر کتونکي وايي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به ښايي افغانستان د سیمه ییزو قدرتونو د سیالۍ په میدان بدل شي او جګړه به ډېر کلونه دوام وکړي. د دوی په باور د افغانستان جګړه به دا ځل د افغانستان تر پولو پوري محدوده پاتې نه شي او په ځانګړي ډول به پاکستان هم پکې ورونغاړي.