د لعلونو امېل د ډګروال محمد حضرت څرګند دراني ژباړه او ټولونه ده چې په ۲۸۲ مخونو کې په ښکلې بڼه  مازيګر کتاب پلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ کړ.

دا د ښاغلي څرګند دراني د ډېرو کلونو د زيار او هڅو ثمره ده چې موږ او تاسو ته د اعتماد،  انسانيت، انتخاب، ازادي، اخلاق، ادب،  پوهاوي، حکمت، سياست، شخصيت، عشق، کمال، موسيقي، واده، لوبې، هنر، يووالي… او نورو عنوانو لاندې د نړۍ د نامتو ارواپوهانو، ليکوالو او فيلسوفانو لنډې ويناوې او پيغامونه  وړاندې کوي.

 کتاب له  ژوند جوړونکو خبرو ډک دی.

پسرلی د طبعيت د ځوانۍ فصل دی.( ګويته)

د فکر کولو پرته خبرې کول  د بې هدفه ډزو په شان دي.(دوګول)

درواغجن د بل درواغجن نه ډارېږي. (اپلاتون)

د خوراک څخه وږی، له حکمت څخه موړ اوسه. (لقمان حکيم)

مازيګر ته راشئ چې د لعلونو امېل   مو لاسونه ښکل او زړونه خوشاله کړي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *