په ډېر احتياط سوکه- سوکه تيارې خونې ته ور ننوتم، زړه مي رېږدېده، د بلب د بلولو لپاره مي ګوته بټنې ته وروړه، ټک شو لړم بيا په ګوته و چيچلم. دا ځل يې لکه چي نېښ تر پخوا هم زيات له زهرو ډک وو، ځکه ټوله شپه له درده خوب نه راته. په خوب ويده ورور مي زما له زګېروي ويښ خوبى غوندې شو، زه اريان شوم چي هغه خو تر اوسه زموږ د کور پر هيڅ غم او چيغو نه دى را ويښ شوى نن څنګه را ويښ شو، په خوبوړي ږغ يې راته وويل:
– چي په خزانې پسې ګرځې تل به دي لړم چيچي
ږغ مي ونه کړ، غلى پروت وم او ځان مي ويده واچاوه.
په همدې درد او خوږو کې چورتونو وړى وم، په نورو کوټو کې پراته په ناروغۍ اخته وروڼه خويندې مي سترګو ته جګ ولاړ وو، له خپل نړېدلي کوره مي تيارې او نېستي په بل هيڅ ډول نه شوې ايستلاى، بې له دې چي د هماغې تيارې خونې په کونج کې ښخه د خزانې کيلۍ په څه چل را وباسم او خپل دا دوزخي کور په جنت بدل کړم. له ځانه سره مي کلک هوډ وکړ، چي يا به دا لړم په خپله هوده کې اخلم او نېښ به يې ور پرې کوم يا به يې سر ور کوټم او که دا کار ونه شو، نو بيا که مي لړم چيچي هم خو مجبور يم چي د خونې په کونج کې د خزانې کيلۍ ته ځان و رسوم.
بله شپه مي له ځانه سره څراغ واخيست، شاوخوا مي وکتل چي چا ليدلى نه يم، سوکه- سوکه بيا د هغې تيارې خونې خواته روان شوم، نن ډاډه وم چي لړم به يا پر دېوال غلى پروت وي يا به کومې چولې ته ننوتى وو، د خونې په ورۀ کې مي څراغ بل کړ او په رېږدېدليو ګامونو خونې ته ور ننوتم، خونه ډېره غټه او ډاروونکې وه، که څه هم په خونه کې نور څه نه تر سترګو کېدل، خو کله- کله به د وحشي ځناورو ږغونه پکې واورېدل شول چي زما زړه به يې تر تلو واچاوه. اوس نو هغه ځاى ته ډېر نيژدې شوى وم، چي د خزانې کيلي پکې ښخه وه، ما به يې زياتي په را پلټلو پيل کاوه، چي بيا ټک شو يوه لړم د ښۍ پښې پر ګوته- چي تر څپلۍ را وتلې وه- و چيچلم، ما ژر د څراغ په روڼا ورپسې وکتل، تک شين توربخون لړم په منډه مخامخ يوې لويې چولې ته ننوت، ما په دردونو کې چورت ونه واهه، څراغ مي يوه څنګ ته کښېښوو او د خزانې د کيلي په را پلټلو بوخت شوم.
سهار سپېدې چاودلې وې چي په خولو لوند خيشت له يوې ژورې کندې را وختلم، نه پوهېږم ستړيا وه که څه بله بلا، په را ختلو کې مي هم څو واره پښه وښويېده، خو اخير د خزانې له کيلۍ سره را وختلم، څراغ هم مړژواندى شوى وو، خو تر دې وخته يې ملګرتيا وکړه او روڼا يې راکړه، څراغ مي پر ورغوي را واخيست او په بيړه د خونې د وره خواته را روان شوم، خو لا را وتلى نه وم، چي له هر لور لړمان او رنګ- رنګ خزندې را باندې را ټولې شوې او چي تر څو له خونې را وتلم بدن مي له زخمونو سرې غوښې وو، خو په دې ډېر خوشاله وم چي د خزانې کيلي مي وموندله او اوس به مو په کور کې د هستۍ او خوشالۍ جنتي روڼا خپره شي او دوزخي تيارې او لوږې به مو سر وخوري.
په بيړه- بيړه کور ته راغلم، ورور مي دا ځل په بستر کې جګ ناست وو، زما په ور ننوتلو يې سترګې رډې راته نيولې وې، سترګې يې سرې وې، په بوړزن ږغ يې وويل:
– د خزانې کيلي دي راوړه په موږ دي هم خوبونه حرام کړل
زه اريان شوم چي ورور مي څنګه د خزانې د کيلي له موندلو خبر شو، غلى هماغسې زخمي او په خولو لوند پخپله بستره ننوتم، لا مي سترګې نه وې سره ورغلې، چي ورور مي په چيغو له خوبه را ويښ کړم:
– اې پر خزانو ميَنه لړمان ماران دي کور ته درپسې راوستل
– کور ته راپسې راغلل؟
– هو نو ستا څه خيال دى، که په درانه خوب ويدېدل غواړې د خزانې کيلۍ ور وسپاره
زه هم په خوږمن وجود له بسترې را پورته شوم، څپلۍ مي په پښو کړې، د خزانې کيلۍ مي پخپله څيرې خولۍ کې وګنډله، لا له کوره نه وم را وتلى چي ماران او لړمان مي بيا پر بدن را وګرځېدل، ورور مي له لرې راته کتل او چيغې يې وهلې، خو زه په خندا- خندا د وحشي خزندو له منځه ووتم او د خزانې پر لور مي ګړندي ګامونه واخيستل.
***
٣١ مارچ ٢٠١٦م کال
کوټه