که د قیمتي څیزونو خبره یاده سي نو د خلکو پام سرو زرو او ملغلرو ته ور اوړي، خو په نړۍ کي ځیني عجیب شیان ډېر قیمتي دي چي په اورېدو يې سړی حیران پاتي سي، په دې قیمتو شیانو کي یو هم د لړم زهر دي .
لړم خپل زهر د خپل ښکار یا دښمن د وژلو یا مفلوج کولو لپاره استعمالوي، د لړم په زرګونو ډولونو کي یوازي 25 ډوله د انسان لپاره وژونکي دي، د لړم د زهرو یو لیټر قیمت تقریبا لس میلونه ډالره دی، د لړم په زهرو کي یو ډول خاص پروټین موجود دي چي د هډوکو، بندونو، کولمو مرضونو او نورو ناروغیو لپاره جوړېدونکو درملو کي استعمالېږي .
په دوهم نمبر قيمتي زهرو کي د کوبرا مار زهر دي، د کوبرا مار چیچلو نه وروسته انسان په څو شېبو کي مفلوج کېږي، له چیچلو وروسته انسان فلج کړي او ووژل سي، د وژل کېدو بنیادي وجه يې د تنفس نظام له کاره لوېدل دي، خو همدا زهر د دردونو او جنسي طاقت په درملو کي استعمالېږي، د کوبرا د زهرو تقریبا یو لیټر په 40 زره ډالره دی.
د نشه لرونکې دوا LSD قیمت یو لیټر تقریبا 33 زره ډالره، د انسولین یو لیټر تقریبا 2 زره ډالره، د پرنټر د توري رڼا یو لیټر قیمت 600 ډالره او د انساني ویني یو لیټر قیمت 400 ډالره دی.