د انټرکټیکا لویه وچه چې د ځمکې په جنوبي قطب کښې پرته ده او د یخونو او واورو سترې زېرمې ئې ځان کښې ساتلي د هوا په تودېدو د سمندرونو لوړوالي کښې لوی بدلون راوستلای شي، دغه بدلون چې د اوبو لوړوالي سبب کیږي لویې وچې او زمونږ چاپېریال ګواښي.د چاپېریال ساتنې ادارو د څېړنو له مخې چې په انټرکټیکا لویه وچه کښې ئې کړي د نړیوالو سمندرونه سطحه په راتکونکې کښې د اوس په پرتله دوه ځله لوړېدلای شي. د همدې پېړې تر پایه د سمندرونو سطحه د واورو او یخونو د اوبه کېدو له کبله تر یوه متره په لوړېدو ده، د همدې اټکلونو له مخې به تر ۲۵۰۰ کال پورې د نړی د سمندرونو سطحه تر درې مترو د اوس په پرتله لوړه شي.

د څېړنو له مخې په تېرو ۲۸۰۰ کلونو راهیسې په روان کال کښې د سمندر د سطحې په لوړوالي کښې ډېروالی راغلی چې تر ۲۱۰۰ پورې به د سمندر سطحه تر یو متر او یو دېرش سانتي (۱.۳۱ متره) پورې نوره هم لوړه شي.

د آی پي سي سي (Intergovernmental Panel on Climate Change) ادارې په ۲۰۱۳ کال کښې د یوه اټکل شمېر په توګه ویلي وو که چېرې په نړۍ کښې د کاربن کارولو باندې بندیز ولګول شي د سمندر د سطحې دا لوړوالی به تر ۲۱۰۰ پورې ۹۸ سانتي متره وي.د انټرکټیکا لویې وچې د یخونو د اوبو کېدو او تاثیر ئې په سمندرونو باندې په اړه ډېر بحثونه کیږي، خو د تېرکال د څېړنو له مخې د انټرکټیکا یخونو اوبو کېدل به د سمندرونو سطحه د یوه متر څخه لوړه نشي کړای او همدا څېړنه وايي چې تر ۲۱۰۰ کال پورې به د سمندرونو سطحه د انټرکټیکا یخونو د اوبو کېدو له امله ۱.۱۴ متره لوړه شي.

سائنسپوهان وايي کوم ماډلونه چې دوی د سمندرونو د لوړوالي د ارزولو لپاره جوړ کړي د اصلي سمندرونو څخه ډېر کره شمېرې ښودلی شي ځکه د سمندرونو څخه د لاسته راغلو څوګونو شمېرو او معلوماتو په بنسټ جوړ شوي.په دې ماډلونو کښې د لاندې څخه په تودو اوبو د واورو ویلې کېدلو ته هم پام شوی دی، په دې څېړنو کښې د اورښتونو له امله د واورو اوبو کېدل هم ارزول شوي چې د واورو اوبو کېدلو تاثیر په سمندرونو کښې ښيي او دا هم ښکاروي چې د یخونو ټوټې څنګه ماتیږي.

د انټرکټیکا په اړه د برتانیې د څېړنو ادارې (British Antarctic Survey) پروفیسر ډېوېډ واګهن وايي لویه پوښتنه دا ده چې دا هر څه به کله پېښیږي؟ زه نه پوهېږم خو دا یوه مهمه پوښتنه ده چې تر ۲۱۰۰ پورې به د سمندر سطحه دومره لوړه ځي.

By Editor2

One thought on “د انټرکټیکا یخونو اوبو کېدل او چاپېریال ته ګواښونه / نوربادشاه یوسفزی”
  1. ډیر ښۀ راپور مو جوړ کړيدي. په قلم مو برکت شه. دا کال اوړی کښ به کروز جهازونه د شمالی قطب په لاره اولنی وار د یورپ نه امریکا کاناډا ته ځی. وجه ددغه واورو اوبه کیدل دی چه لاره پري جوړه شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *