بیاهغه ماښام دی داځانګړې لمانځغنونډه داځل د پښتو ژبې د څلورو نامتو وتلیو ژونديو لیکوالو او شاعرانو هریو سعدالله جان برق، ډاکټر اسرار، شمس بونېري او نورالبشر نوید ته د روان( ۲۰۱۶) کال د مارچ د میاشتې په (۳۰) نېټه په پېښور سپرنګ ويليج هوټل کې د پښتونولۍ ټولنې د مخکښوغړیو ډکتراسرار اتل د پښتوژبې د وتلی سندرغاړي او ادیب کرن خان کرن او خالد ایوب اونورو ملګرو په هڅوجوړه شوي وه.
د غونډې مشرمیلمه د افغان ولسمشر ځانګړی استازی اوپه اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټرحضرت عمر زاخیلوال و او د کوربه توب ویاړ یې دوتلي لیکوال او ژورنالېست سلیم صافی پرغاړه و.
د دې شانداره غونډې دویاندوۍ چارې کرن خان کرن پرمخ وړلې.
د پرانستې او هرکلي وینا لپاره ډاکټر اسرار اتل ته بلنه ورکړل شوه.
اتل میلمنو ته د ستړمشي او هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د پښتونولۍ ملګري دا ژمنه کوي، چې په راتلونکې کې به هم ورته ماښامي او پروګرامونه د خپلو حقداره مشرانو په ویاړجوړوي او دا لړۍ به روانه وي.
ورپسې د څلورو واړو سعدالله جان برق، ډاکټر اسرار، شمس بونېري او نورالبشر نوید په وار وارسره په مکمله توګه د غونډې حاضرینو ته ځانونه وروپېژندل.
بیا د غونډې وینا د کرن خان کرن له لوري حاضرینو ته وخت ورکړ، ترڅو د یادو څلورو واړو مشرانو نه د هغوی د ژوند لیکوالۍ او مبارزې په اړه په ازد ډول پوښتنې وکړئ، چې د ماښامي ډېرشمېر ملګرو په خپل وار سره خپلې پوښتنې ترسره کړی، چې د مشرانو له خوا ورته ځوابونه وویل شو.
بیا افغان سفیر ډاکټر خضرت عمر زاخیوال ته بلنه ورکړل شوه، ترڅو دغونډې برخوالو سره خپلې خبرې شرېکې کړې.
ښاغلي زاخیلوال په پېل کې د یاد ماښامي د جوړېدونکو کرن خان کرن او ډاکټر اسرا اتل نه په دې موخه مننه وکړه، چې د خپلو مشرانو قدر دانی اولمانځنه کوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، دا څلور واړه مشران پېژنم او د دوی لیکنې او مقالې مې د هجرت په ټاټوبې کې په وحدت اخبار کې لوستلی دي.
واقیعآ چې دوی د خپلی ژبې کلتور او د پښتنو د وېښتابه لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، چې باید د ترسره شویو کارو نوستاینه یې وشي.
افغان سفیرپر داډول ناستوټينګار وکړچې باید دالړی دوامداره وساتل شي.
ورپسې وتلي لیکوال او ژورنالېست سلیم صافی ته بلنه ورکړل شوه، ترڅو خپلې خبرې د دغه مشرانو په اړه ترسره کړي .
سلیم صافی هم پخپلو خبرو کې د پښتنومشرانو د مبارزې په اړه اوږدې او ارزښتناکه خبرې وکړې او د دا ډول غونډو جوړیدل یې اړین ا وپرځای کار وباله ترڅو راتلونکی نسل د خپلو مشرانو د کار او زیار نه خبر شي.
د لومړۍ برخې په وروستیو شېبو کې ډاکټرحضرت عمر زاخیوال لیکوال اوژورنالست سلیم صافی او نورو مشرانو له خوا څلور واړو سعدالله جان برق، ډاکټر اسرار،شمس بونېري او نورالبشر نوید ته داعزاز پګړۍ په سرشوې اود پښتونولۍ ټولنې او افغان سفارت له خوا برابر شوي ستاینلیکونه هم ورکړل شو، ددې سره سره د تکړه انځور ګر حمدالله ارباب په لاس جوړ شوي انځورونه هم یادو مشرانوته ډالۍ شول.
دماښامي په دوهمه او ورستۍ برخه کې د پښتوژبې د نوښتګرهنرمند کرن خان کرن له خوا د یادو ښاغلیو شعرونه په موسیقۍ کې وویل، چې د ګډونوالو دتود هرکلي سره مخ شول.
د یادولو وړ ده، چې د پښتونولۍ ادبي اوهنري ټولنه د کلونو راهیسې ورته غونډې او ماښامي جوړکړي، چې ښه بېلګه یې د اجمل خټک بابا او ارواښاد صاحب شاه صابر! ماښامي یادولی شو.