تاند- د ساینس مجلې د راپور له مخې په مکسیکو کې ساینسپوهان بریالي شوي چې د نړۍ تر ټولو کوچنی انتن جوړ کړي.
دا انتن هم انالوګ او هم دیجټل سیګنالونه ترلاسه کولی شي.
د دغه انتن وزن صرف ۱۲ ګرامه، اوږدوالی ۱۱ سانتي متره ، پلنوالی ۵ نیم سانتي متره او پنډوالی یا ضخامت ۶ سانتي متره دی.
ویل شوي چې دا انتن د یوه عادي انتن په شان په لوړ کیفیت د تلویزیون څپې ترلاسه کوي. حتي کله چې د هوا تودوخه ډېره ټیټه هم وي سم کار ورکوي.
د دغه انتن شکل مربع دی او د برېښنا انرژۍ ته اړتیا نه لري.
د سپلیټر په وسیله له دې ډول یوه انتن څخه د څو تلویزیونونو لپاره کار اخیستل کېدای شي.
کله چې د دغه انتن لومړنی سیمپل یا نمونه په کلیفورنیا کې وازمویل شوه د امریکا ۷۰ تلویزیوني چاینلونه او د مکسیکو ۲۷ چاینلونه یې په ښه کیفیت وښودل.