افغانستان دا مهال تر ډیره د منځنۍ آسیا د دوو هیوادونو ازبکستان او ترکمنستان په وارداتي برښنا متکي دي، خو له دغو دواړو هیوادونو څخه د اخیستل شوې برښنا په تړونونو کې ډیر توپیر موجود دی.
ترکمنستان افغانستان ته د یوه کیلو واټ برښنا په بدل کې په ساعت کې ۲ دوه سنټه اخلي خو ازبکستان د یوه کیلو واټ برښنا په بدل کې په ساعت کې اته نیم ۸،۵ سنټه اخلي، یعنې له دواړو هیوادونو څخه د برښنا د بیې توپیر په ساعت کې شپږ نیم سنټه دی.
د برښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري هم دغه توپیر مني خو وایي له دغو دواړو هیوادونو سره د برښنا تړونونه څو کاله پخوا لاسلیک شوي دي.
د لاوري وایي، که چیرې ترکمسنتان د افغانستان د اړتیا وړ ټوله برښنا ورکولای شي، بیا باید له ازبکستان سره د برښنا په تړون له سره غور وشي.
داسې معلومات هم شته چې له ازبکستان سره د برښنا تړون د اوبو او برښنا پخواني وزیر شاکر کارګر لاسلیک کړی چې خپله هم په خټه ازبک دی.
په کابل کې هم د برښنا د لګښت بیه په خوا کمه وه خو اوس د ډالرو په لوړیدو سره دا بیه هم یو څه لوړه شوې ده.
د دغو ټولو زیان مستقیآ عام ولس ګالي، ځکه چارواکي خو یایې برښنا وړیا وي او یا یې که لګښت هم ورکړي دومره ورته سخته نه تمامیږي.
پوښتنه داده، کله چې ترکمنستان چې د سوداګرۍ په برخه کې هم د افغانستان نږدې هیواد دی د ازبکستان په پرتله افغانستان ته ارازنه برښنا ورکوي نو ولې دلته د بې وزلو وینې زبیښل کیږي او برښنا په لوړه بیه پرې پلورل کیږي.
برښنا شرکت د دوشنبې په ورځ له ترکمنستان څخه هرات ته د برښنا د غځیدلي لین د پیاوړي کیدو په اړه هم یو تړون لاسلیک کړ او ښه ده چې کابل ته غځیدلې برښنا هم له ترکمنستانه وارد کړي چې بیه یې څو برابره له ازبکستانه ارزانه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني له فساد سره مبارزه د کار له پیله په خپلو لومړیتوبونو کې راوسته او د دفاع وزارت او یوشمیر نورو وزارتونو تړونونه یې وڅیړل چې په ډیرو کې حکومت ته ګټه هم ورسیده.
د حکومت دغه تفتیش اوس هم د تدارکاتو د ملي کمیټې له خوا روان دی او میاشت په میاشت له ولسمشر سره غونډې کوي او د وزارتونو تړونونه څیړي.
اوس ډیره مهمه ده چې ولسمشر له ازبکستانه د وارداتي برښنا تړون هم وڅیړي چې ولې د ترکمنستان په پرتله افغانستان ته په ګرانه بیه برښنا ورکوي.
ولسمشر باید د پخوانۍ کابینې د اوبو او برښنا وزیر وپوښتي چې ولې یې په دومره لوی توپیر له ازبکستان سره د برښنا تړون لاسلیک کړی.
ولسمشر د نوي کال په مناسبت خپل پیغام کې ولس ته ډاډ ورکړ چې په روان لمریز کال کې به د هیواد دننه د تیرو سلو کلونو په پرتله د برښنا د تولید ظرفیت لوړ کړي، خو د دې تر څنګ باید هڅه وکړي چې په وارداتي برښنا کې شوی فساد هم وڅیړي.