د ((خوشاله ژوند ته غځېدلې لار)) کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. په دغه کتاب کې خوښ ژوند ته د رسېدلو لپاره ګڼ څه شته، چې لوستل یې په دې برخه کې له لوستونکو سره پوره مرسته کولای شي. کتاب حمیدالله حمیدي  پښتو ته را ژباړلی او په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي په ۲۷۶ مخونو کې چاپ کړی دی. مینوال کولای شي دغه کتاب د اکسوس کتاب پلورنځي له ټولو څانګو څخه تر لاسه کړي .