کارغه د زرکې تګ زده کاو خپل ترې هېر شو، د پاکستان هم داسې حال دی. که چېرې د پاکستان په تګلاره او د افغانستان پر ۲۰۱۶ کال شننه وکړو نو موږ ته داسې ښکاري چې دا کال به د افغانستان لپاره ښه نه وي. یو خوا داعش په پیاوړي کیدو دی، بل خوا طالبانو ډېرې سیمې تر خپل نفوذ لاندې راوستې او د ملي یووالي حکومت ورځ تر بلې په خپلمنځي اختلافاتو بوخت دی او بیا دا چې په را روان اکټوبر کې د ټاکنو مسله به هم لانجمنه وي. امریکا، چین، پاکستان او افغانستان په ګډه زیار باسي څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي  او د افغانستان مسله د خبرو له لارې حل کړي.

خو په دې ټولو کې پاکستان تر ټولو زیات اړین دی. هغه داسې چې پاکستان تر ټولو اړین رول لوبولی شي څو طالبان د افغانستان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته اړ کړي او دا خبرې په رښتونې ډول بریالیتوب ته ورسیږي. د دې تر څنګ بل لوري ته هغه څه روان دي چې د سولې خبرو علاوه  افغانان ورته ډېر تږي دي او د دوی یوازنۍ هیله کیدای شي.

د دې موضوع د لا روښانتیا لپاره ما په خپله (جنیفر ویلیم) د بروکن انسټیټوټ غړۍ وینډا فیلبیب براون چې په یویشتمه پيړۍ کې د امنیت او استخباراتي چارو او د افغانستان د اوضاع متخصیصه ده، مرکه کړې ده.

جنیفر ویلیم: ایا تاسو داسې لڼد ویلی شئ چې څنګه پاکستان په تاریخي ډول د افغانستان په شخړو کې د طالبانو په پیاوړتیا کې رول لوبولی دی؟

وینډا فیلبیب براون: دا خبره په تاریخي ډول د پاکستان د رامنځته کیدو سره تړاو لري. دا له هغه وخت را پیل کېږي چې پاکستان د پښتنو (چې په افغانستان کې په اکثریت کې دي) لږکیو (اقلیت-پښتنخوا) د کڼټرول په موخه پالیسي درلوده او دا ښکاره خبره ده چې پښتانه افغان سیاست پوهان یو بل خپل ګڼي. د پاکستان رول د روسیي له راتګ سره (سوړ جنګ) پورې هم تړاو لري چې په بېلابېلو وختونو کې یې دې داوړو قوتونو (روسیه او امریکا) افغانستان یا پاکستان حمایه کړي دي او دې کار هم دواړه ګاونډیان له یو بل سره په کړکېچ کې ښکېل کړی دي.

دویمه موضوع په ۱۹۹۰ کالونو کې د طالبانو منځته راتګ دی او نړۍ پرې خبره ده چې پاکستان دا کار ترسره کړی دی. پاکستان د دوی ملاتړ وکړ، دوی یې ورزول، دوی یې په وسلو سمبال کړل او دوی ته یې استخبارات او مشاورین ورکړل څو دوی په افغانستان واکمني ترسره کړي. پاکستان له هغو دریو هېوادونو وو چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت وپېژنده.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه لاس وانخیست همدا علت دی چې د امریکي او پاکستان اړیکې هم ترینګلې او کړکېچنې شوې. پاکستان هم کله کله فکر کوي چې امریکا له پاکستان سره د تشناب کاغذ په څیر چلند کوي. هغه دا چې کله امریکا ورته اړتیا لري نو کاروي یې او کله چې یې وکاروي نو یو خوا یې وغورځوي. دا هغه څه دي چې په پاکستان کې پرې ډېرې خبرې کیږي البته په ځانګړې توګه د پاکستان په پوځي کړیو کې دا چلند ډېر یادېږي. دوی داسې فکر کوي چې امریکا دوی ته د سیمیزې ملګړتیا لاس نه ورکوي. همدا نظر د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلیتاو علت ګرځیدلی دی.

زه باید دا هم ووایم چې پاکستان د طالبانو ترڅنګ نور داسې ډېر عناصر روزي چې د ترهګري علت ګرځي او د هند لپاره هم سر خوږی جوړوي. پدې عناصرو کې ډېر داسې هم شته چې د پاکستان له لاسه وتلی دی او پاکستان پر دوی هیڅ کنټرول نه لري.

که چېرې د افغان طالبانو خبره کوو نو موږ ته مالومیږی چې د پاکستان د استخباراتو او نظامي ځواک فوق العاده ملاتړ له ځان سره لري. بل خوا ته پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مخ دی. هغه دا چې دوی له پاکستان څخه د افغان طالبانو پر ضد اقدام غواړي. همدا علت دی چې کله کله پاکستان دې ته غاړه ږدی. خو ولې دا اقدامات پاکستان د زړه له کومې نه کوي بلکې هسې خلک پرې تېر باسي.

جنیفر ویلیم: ایا تاسو د پاکستان پر موجوده رول رڼا اچولی شئ؟ دا پداسې صورت کې چې دوی تازه تازه د څلورو هیوادونو د ناستو غړیتوب درلوده او پاکستان زیار ایسته چې باید دا ناستې په پاکستان کې ترسره شي، ایا له دې موږ اټکل کولای شوو چې پاکستان غواړي د طالبانو لپاره هلې ځلې وکړي؟

وینډا فیلبیب براون: زه فکر کوم چې دا به ډېره بده خبره وي چې پاکستان د طالبانو استازیتوب څخه لاس نه اخلي. افغان حکومت هم په دې باور دی چې پاکستان تل د طالبانو لپاره سیاسي میدان را منځته کوي او دا هغه څه دي چې پاکستان یې په ښکاره نه کوي.

رښتیا خو دا دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ډېرې خوږې او ژورې دي. خو ولې د طالبانو ترمنځ داسې غړي هم شته چې د پاکستان دې استخباراتي مداخلې ته په ښه سترګه نه ګوري. له دې مداخلې په طالبانو کې هغه طالبان چې مستقیم د پاکستان لخوا حمایه کیږي، هم خفه دي.د دې ټولو ترڅنګ هغه افغان پښتانه قام پرستان چې د طالبانو په لیکو کې دي د پاکستان له دې مداخلي سخت سر ټکوي او دوی نه غواړی چې د پاکستان تر کنټرول لاندې ځان راولي.

اوس یو ستر مشکل سر راپورته کړی دی، هغه دا چې پاکستاني دولت په تاریخي توګه افغان طالبان او نورې ډېرې سخت دریځې ډلې حمایه کړې دي. خو ولې نن پاکستان پر دوی بشپړ کنټرول نه لري.  البته په منطقي ډول پاکستان ورځ تر بلې له دې عناصرو سره په ټکر کې راځي. همدا علت دی چې پاکستان له دوه مخیزې تګلارې کار اخلي. پاکستان تل ځان داسې ښوولی دی چې دی په سخت دریځو ډېر ښه کنټرول درلودلی دی خو ولې بل خوا ته هغه ترهګریزې کړنې چې پاکستان یې د طالبانو په وجود کې کوي، نه مني!

رښتیا خو دا دي چې پاکستان له داوړه لوریو خوري. البته پاکستان موږ ته هغه څه را ښوولي دي چې موږ یې شاهدان یوو هغه دا چې دوی پر افغان او نورو سخت دریځو د واک درلودلو ډېر کم توان درلودلی دی. خو ولې پاکستان بیا داسې فکر نه کوي بلکې وایی چې نه دوی ډېر زیات واک لري.  همدا علت دی چې په نړۍ کې د پاکستان پر ضد تر ټولو ستره کرکه دا ده چې دوی خپله دوه مخیزه تګلاره یانې د تباهي لاره  نه پریږدي او دوی نه غواړی چې د افغان طالبانو پر ضد اقدامات ترسره کړي. د دې ډول کرکې درلودونکي بیخي په سمه دي خو ولې دا خلک یوه خبره نه درک کوي چې پاکستان دا توان نه لري چې د دوې پر ضد اقدامات وکړي. هغه خبره ده چې کارِغه د زرکې تګ زده کاو خپل ترې هېر شو.

همدا خبره ده چې دوی دې ته اړ شول چې د سولې په خبرو کې امریکايي، چینايي او افغان حکومتونه له ځان سره واخلي. افغان حکومت هم په دې خبره خفه دی چې د سولې په پروسه کې یې ډېر کم څه لاسته راوړل. افغان حکومت تر جدي فشار لاندې دی دوی له یو لورې له طالبانو زخمونه اخلي او بل لور ته د ښې حکومتوالۍ څرک پکې نشته.

امریکا هم په دې عقیده ده چې د افغانستان د غمیزو یوازنۍ لاره د سولې خبرې دي. د امریکا دا تګلاره چین هم خوښوي او د خوښې وړ خبره دا ده چې دوی دواړو په پاکستان ښه اغیز لري. چین پدې لټون کې دی هغه څه چې امریکا په تیره یوه لسیزه کې  ترسره نکړل باید اوس یې چین ترسره کړي یانې افغانستان ته سوله راوړي او دا کار چین یوازې او یوازې د سولې د خبرو اترو له لارې کولای شي.

باید ووایو چې پاکستان په چین ډېر انحصار کوي او دا اړیکې داسې ندي لکه پاکستان یې چې له امریکا سره لري، بلکې ډېرې پیاوړې اړیکې دي. دوی اکثره په خپلو خبرو کې امریکا ته وایي چې چین زموږ ملګری دی او داسې ملګری مو نه دی لکه امریکا چې زیاتره یې موږ تېر باسلي یوو. بل پلو ته چین په پاکستان کې تر ۴۰ میلیاردو امریکايي ډالرو د اقتصادي پروژو پریکړه کړې ده. پاکستان هر وخت امریکا ته په ور یاد کړي دي چې د چین او پاکستان یاري له همالیه غرونو دنګه او له سیند څخه ژوره ده. یانې شنه باغونه!

جنیفر ویلیم: د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې څنګه ارزوئ؟

وینډا فیلبیب براون: په پاکستان کې تر ټولو اغېزمنه څېره د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف ده چې د نواز شریف په خبره کې نه دی. زه فکر کوم چې تر یوه حده پورې د دې اداري یو ښه نوم او په دې کې یو څه تشویقي عناصر شته دي، خو ولې دا هسې خبرې دي بلکې واک یوازې او یوازې لوی درستیز ته په برخه دی. که چېرې موږ تېر ته وګورو نو د ولسمشر غني او راحیل شریف ترمنځ پرله پسې غونډې ترسره شوې خو ولې له غونډو وروسته به کابل د یوې چاودنې شاهد و،  ډېر خلک به پکې شهیدان شول او یا دا چې د هند قونسلګري به تر بریدونو لاندې راتللي.

البته د دې ټولو پېښو موخه به دا وه چې دا اړیکې تر پوښتنې لاندې راولي او یا د خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخ کړي. ورته عمل د پاکستان او هند له اړیکو سره هم کېږي. د دې ټولو مسایلو ترڅنګ ولسمشر غني د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه خطرناکه تګلاره خپله کړې ده. چې دا تګلاره په افغانانو کې هیڅ ډول محبوبیت نه لري بلکې ډېر زیات شمېر افغانان له پاکستان څخه کرکه لري او دوی فکر کوي چې په افغانستان کې د هرې غمیزې تر شا د پاکستان لاس دی.

دوی دا فکر کوي چې دا پاکستان دی چې افغانستان یې له ستونزو سره مخ کړی دی. رښتیا هم پاکستان د ډېرو پېښو مسؤل دی. خو ولې په افغان سیاسیونو او خلکو هم ډېر شمېر مسؤلیتونه شته دي. هغه دا چې د ولسمشر غني د پاکستان په اړه تګلاره په خلکو کې هیڅ محبوبیت نه لري. بل خوا نوموړی په دې تګلاره تر ډېره بریده سیاسي ځواک مصرفوي. له داخل څخه د خپل سیاسي حکومت ملګري، چې عبدالله عبدالله نومیږي او دې ته ورته شمالي ټلواله چې د پاکستان له نوم څخه هم کرکه لري هیڅ ډول علاقه نه لري. همدا علت دی چې پاکستان د حقاني له ملاتړ څخه لاس نه اخلي څو په کابل کې خپل بریدونه ودروی. خو ولې دا تګلاره د ولسمشر غني د سیاسي دریځ لپاره یو ستر ګواښ دی.

جنیفر ویلیم:نو بیا د افغانستان د ملي یووالي حکومت د افغانستان ثبات ته په کومه سترګه ګوري؟

وینډا فیلبیب براون:که چېرې رښتیا وویل شی نو دوی داسې ګنګس غوندې ښکاري. یووالي دې ته نه وایي څنګه چې دوی یې له یو بل سره لري. د پاکستان سره د خبرو اترو لپاره باید له یو ستر سیاسي لید څخه کار واخیستل شي. کیدای شي دا کار د افغانستان لپاره ستراتیژیک اهمیت ولري. دا کیدای شي د سولې په خبرو کې یوه لویه لاسته راوړنه وی خو ولې د یوې لویې سیاسي سودا په سر، لوی وخت ته اړتیا وي او دا هم کیدای شي چې دا د دې سترې سیاسي سودا ترڅنګ ډېره قیمته او ګټوره هم تمامه نشې.

موږ له دې خبر یوو چې په راتلونکي اکټوبر میاشت کې به د افغانستان پارلماني ټولټاکنې په ولایتو او ولسوالیو کې کېږي او بیا د دې ترڅنګ د لویې جرګې د را بللو خبرې هم کېږي. نو د دې خبرې غالب امکان دی چې موږ باید یو ستر بدلون ته سترګې په لار نشو بلکې د طالبانو او پاکستان سره د خبرو اترو پروسه به غلې غوندې شي ولې چې دا به د لویې جرګې او ټولټاکنو ښکار وګرځي.

لحاظه دوی د یو بدلون لپاره تر راتلونکي مني پورې وخت لري کنه له دې وروسته به افغانستان د سیاسي ګډوډيو او ناندریو ښکار وګرځي او دا اوضاع پدې دلالت کوي چې له پاکستان سره د خبرو اترو له لارې د اړیکو د ښوالي هیڅ امکان نشته.

جنیفر ویلیم: په افغانستان کې د داعش په را څرګندیدلو کې د پاکستان څومره لاس کیدای شي؟ دوی په خپل منځ کې څه اړیکې لري؟ او تر کومې کچې دا کولای شي چې د سولې خبرې اترې اغیزمنې کړي؟

وینډا فیلبیب براون: د داعش د خراسان په صورت کې را څرګندېدل یو ډېره عجبه قضیه ده او تر ډېره بریده دا قضیه د طالبانو سره د سولې خبرې اغیزمنوالي شي. هغه داسې چې دوی د سولې د خبرو اترو ضد دي او د ملامنصور په شمول د هر هغه چا خلاف دي چې د سولې خبرو ته غاړه ږدي. همدا علت دی چې د طالبانو ترمنځ بېلابېلې ډلې را پیدا شوې او دې کار دوی ته جنګ اسان کړ او طالبانو ته یې ګران کړ.

تر ټولو زیاته جالبه کیسه خو دا ده چې داعش د پاکستان سره هغه ډول اړیکې نه لري لکه څنګه چې یې افغان طالبان لري ان تر دې پورې چې داعش د ډېرو طالباني ډلو پاملرنه هم ځان ته اړولې ده. بل خوا ته افغان طالبانو د پاکستان هغه فشار چې دوی یې د خبرو اترو مېز ته کېنولي وی، رد کړ. همدا ډول داعش افغان طالبانو ته له پاکستان سره د اړیکو درلودلو له امله د غدار په سترګه ګوري.

داعش له ځان سره د پاکستاني سخت دریځو هغه ډلې لکه لشکر طیبه او د پاکستان تحریک طالبان غړي چې د پاکستان څخه کرکه لري او له پاکستان غچ اخیستل غواړي، یو ځای کړل.

همدا علت دی چې د داعش خطر به پاکستان نرمۍ ته اړ کړي خو ولې بل خوا ته د پاکستان پوځ کنټرول کوونکي به دې ته هم غاړه کېږدي چې د داعش د کمزوري کولو لپاره د افغان طالبانو د پیاوړتیا لپاره غاړه کیږدي.

جنیفر ویلیم: داعش- خراسان د پاکستان قونسلګرۍ په جلال آباد کې نېغ په نېغه په نښه کړه ایا دا به پاکستان دې ته وهڅوي چې د دوی پر ضد کوم ډول عمل ترسره کړي؟

وینډا فیلبیب براون: زه فکر کوم چې پاکستان به د داعش او تحریک طالبان پر ضد اقدامات وکړي. خو ولې دا هغه څه نه دي چې پاکستان باید د افغان طالبانو پر ضد هم ورته اقدام وکړي. د دې عملیاتو به په افغان طالبانو هېڅ ډول اغېز نه وي. البته دا زما نظر دی. خو یو ډول خلک په دې هم باوري دي چې آخر به پاکستان د حقایقو پر قبلولو پوه شي او دوی به د هر ډول سخت دریځو او ترهګرو په ضد عملیات ترسره کړي او دوی به آخر په دې پوه شي چې ښه او بد طالب یا ترهګر فرق نه لري. خو ولې زه په دې باور نه لرم چې پاکستان به دې ته غاړه کېږدي!.

جنیفر ویلیم: نو د دې ټولو کړنو به څه پایله وي ؟ ایا د حالاتو د ښه کېدو په اړه کوم ډول باور لرئ؟

وینډا فیلبیب براون: زه باور لرم چې د سولې خبرې اړینې دي خو ولې دومره باوري نه یم چې هر څه به ډېر ژر ترسره شي.

که چېرې طالبان تر مني پورې د سولې خبرو اترو ته کیښني نو دا به یو لوی بدلون ته ځای ورکړي، خو ولې د کوم ډول ښو حالاتو تضمین نشي کېدای. راتلونکی پسرلی به ډېر خونړی وي او بل خوا ته د لویې جرګې او پارلماني ټولټاکنو وروسته سیاسي حالات د ګونګتیا لور ته تللی شي.

زه فکر کوم که چېرې طالبان د سولې خبرو اترو ته کیښني نو دا قضیه به هم ډېر وخت واخلی لنډه دا چې له ۲۰۱۷ څخه مخکې د حالاتو ښه کېدل امکان نه لري.

اوس پوښتنه دا را برسېره کېږي چې ایا موږ یعنې امریکا په دې ناورین کې د افغانانو څنګ پر څنګ د دریدو زغم لري؟ یا دا چې دې مسایلو ته به افغانان په خپله ځواب ووایی. البته اړینه دا ده چې افغان وسلوال پوځ او پولیس باید په لویه سینه یو لوی جنګ ته ملا وتړي، ولې چې څومره په میړانه سره دوی جنګ وکړي نو همدومره به په دوی فشار کم وي، که چېرې دوی له یو رواني ویرې کار واخلي نو کیدای شي له ستونزو سره مخ شي. د سولې خبرو اترو په اړه که طالبان دا فکر وکړي چې دوی ډېر ځواکمن روان دي نو کېدای شي دوی د سولې خبرو اترو ته غاړه کې نه ږدي. لنډه دا چې اوس به جنګ دا په ډاګه کوي چې باید د خبرو اترو په میز څه ترسره شي؟

وینډا فیلبیب په استخباراتي او امنیتي چارو کې متخصیصه ده او د بروکینګ مرکز د بهرنیو تګلارو جوړولو څانګې مشري هم په غاړه لري. نوموړې په سیمه ایزو او نړیوالو چارو کې د شخړو د حل، امنیتي، اقتصادي، استخبارتي، جنیايي او تشدد په اړه شننې کوي او نوموړې افغانستان، جنوبي اسیا، برما، انډونیشیا، میکسیکو، مراکو، سومالیا او شرقي افریقا په اړه یې ډېر شمېر څیړنیز اثار لیکلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *