بم یا ماین وژونکي دئ؟ پټ دښمن دئ، بم اغزی دئ، ړوند دئ، کوڼ دئ. هو بم ښخوونکې او الوزوونکي نه پیژنې، د زیات او کم زیان توپیر نه شي کولای، ګناه کار او بې ګناه ټول ورته یوشان د اورلمبه شي، نه سل مړونه ځیني پایئ نه د مور یوه دانه. د اسلام سترپیغمبر(ص) وایې څوک چي د لارې اغزي لیري کوي ګواکي ایمان لري او دا يې د ا یمان نښه بللې، په بل حدیث کي وايې مسلمان هغه چي د لاس، خولي اوژبي څخه یئ سړی په امن کښي وي.

نتیجه څه شي سوه؟

ته بم ښخوي چي مسلمانان مړه شي زه بم را باسم چي مسلمانان ژوندي پاته سي، تا دکافر په پیسوکافر بم رانیولي،خوما دبم کښلو ماشین رانیولي. ما د حضرت محمد ص لاره نیولي تا د ابولهب د میرمني لاره نیولي زه انسانیت ته کار کوم ته پاکستانیت او غربیت ته کار کوي، ته د بل په عقل کار کوي، زه خپل په عقل. زما د کار نتیجه ژغورنه ده ستا د کار نتیجه وژنه ده، ته که خپل په ماین ښخولو ووژل شي مرتد یې زه چي په بم کښلو مړسم شهید یم، لهذا ستا پر ژوند دنیا ژاړي زما پر مرګ دنیا ژاړي، ستا ژوند مصیبت دی زما مرګ مصیبت دي، زما ژوند نعمت دي، ته سرطان یې زه درمان یم.علماء پرممبر باندي وایې که غواړي د ایمان څرک مو ولګوۍ! نو دلاري څخه اغزی ایسته کړي،خو کله چي سړی همدا ټیسټ او تجربه کوي، یعني دخپل سر په بیه ماین شنډوي ته یئ وژني، زه د نیکو خلګو په ډیریدو خوشحاله کیږم ته نیک عمله خلګ وژني، ته هغه وژني چي ټولني ته یئ خیر رسیږي، خو حضرت محمد ص وایې چي خیرا لناس من ینفع الناس، نتیجه خو دا سول چي ته مسلمان نه یې قطعاً د اسلام ددین پرلاره نه یې اخیردا کوم دین دي چي ته یې مخته وړې؟ کوم مذهب دي؟ نوم يئ څه دي مؤسس یې څوک دي زما سره خو یې یو ځواب دي: (وحشت بې علمي، ددین څخه ناخبرئ).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *