بدلون

د بدلون اوونیزې سرلیکنه –

د دې سرلیکنې سرلیک د ۱۳۹۵ ل کال لپاره د ودان افغانستان ګوند شعار دی؛ هر شعار، تر هغه چې په تطبیقي ساحه کې ننداره نه شي نو یوازې د نارې تر بریده هیڅ ارزښت نه شي موندلای، له بده مرغه چې افغانان د سیاست په ډګر کې چندانې د سیاسي شعارو د تطبیق نندارچیان نه دي اوسېدلي ځکه نو کېدای شي چې زموږ درانه هیوادوال د چاپېریال ساتنې او ښایسته کولو لپاره زموږ د ګوند د دې ښکلي او مهم انساني شعار په باب هم دومره جدي فکر ونکړي؛ دوی حق لري چې په خپل شاخوا کې د ډېرو وچو و پوچو شعارو و کلیشو په اورېدو او منفي نتایجو لیدو سره د (و.ا.ګ) په وړاندې هم بې تفاوته پاته شي خو زموږ کیسه دلته څه بل ډول ده ځکه موږ تش شعار نه دی ور کړی او نه مو هم یوازې نور د خپل شعار عملي کېدو ته را بللي بلکې تر هر چا مخکې مو خپله تیورې خپله عملي کړې او تر هغه وروسته نو اوس په ډاډ سره پر خپلو وطنمینو وطنوالو ږغ کولای شو چې راځئ د خپلو ځانو لپاره خپل چاپېرچل په خپلو لاسو پر انساني معیارو برابر کاندو او ومنو چې تر هر څه وړاندې (شین چاپېریال د لوړ انساني ژوند نښه ده.)

اجازه راکړئ چې پر خپل شعار د خپل باور او عملي کېدو یو څو وړې بېلګې در سره شریکې کړو:

یو- په خوست کې د ګوند د ولایتي کومېټې غړو و خواخوږو د تېر کب پر ۲۵- مه د یوه اشر په ترڅ کې د دغه ولایت په (بي بي حلیمه ښوونځي) کې، د ښوونکو و زده کوونکو په مرسته نیالان کښېنول، د مکتب مسؤلینو، د دې تر څنګ چې د (و.ا.ګ) دغه فعالیت یې وستایه، دا ژمنه یې هم وکړه چې د دغو نیالګیو پالنې ته به هم توجه کوي.

دوه- د همدغه کب پر ۲۹- مه د پکتیا ولایتي کومېټې له خوا په (پکتیا پوهنتون) کې ورته د نیال کښېنولو شین کمپاین وشو؛ د دغې کومېټې یوه غړي سید رحمان نیازي وویل چې د ودان افغانستان ګوند د هر یوه غړي له خوا درې نیالګي؛ یو د ځان، یو افغانستان او یو هم ودان افغانستان لپاره کښېنول شو؛ نوموړي د نیالانو کښېنولو په باب د خپل ګوند یوه نوښت ته په اشاره سره وویل چې هر کال د هیواد په بېلابېلو برخو کې د نیالګیو کښېنولو خبرونه اورېدل کیږي خو د نه پاملرنې له امله بېرته وچيږي مګر د ودان افغانستان ګوند ځوان کادرونه ژمن دي چې دوی به د خپلو شنو کړو نیالګیو څارنه و ساتنه پخپله کوي.

درې- په کابل کې د نوي کال د وري پر ۵- مه د (و.ا.ګ) د مرکزې کومېټې او خواخوږو له خوا یې، د معتادینو په پنځلسوه بستریز (ابن سینا روغتون) کې د دغه روغتون د رییس ډاکتر احمد ظاهر سلطاني، مرستیال یې ډاکتر واحدالله کوشان او نورو منسوبینو په مرسته، تر لوړ شعار لاندې، په شړکنده باران کې اشر وشو، د مرکزي کومېټې غړي څېړندوی عبدالغفور لېوال وویل چې د دې اشر ګټه د ښکلا او چاپېریال ساتنې تر څنګ دا هم ده چې دلته زموږ د روږدو هیوادوالو لپاره یو ښه انساني محیط رامنځته کیږي او دوی زموږ د ټولنې هغه محرومه و د زړه سوي وړ برخه ده چې باید تر هرچا زیاته توجه ور ته وشي، د روغتون رییس، مرستیال او نورو کارکوونکو، چې تر لباسو یې د مسلسل باران اوبه څڅېدلې او په خورا علاقمندي یې په نیال کښېنولو کې لارښوونې و همکارۍ کولې، د استاد لېوال د نظر په تائید سره وویل چې پر افغانستان د معتادینو یوه څونامې را الوتې ده ځکه درې نیم میلیونه افغانان، چې زموږ د ټول نفوس نژدې ۱۱٪ کیږي، په نشه روږد دي او دا ډېره غټه غمیزه ده نو د (و.ا.ګ) له خوا د نیال کښېنولو لپاره د دغه ضروري ځای ټاکل یو خورا پر ځای او د قدر وړ اقدام دی، دوی وویل چې دلته بستر ناروغانو ته به موږ ستاسو دا انساندوستانه کار تشریح کړو او ډاد در کوو چې دوی به ډېر خوښ او د دې نیالګیو په ساتنه کې به په لېوالتیا سره ونډه واخلي ځکه دوی تر دې مخکې هم یوه بله ورته تجربه کړې ده، دوی د ګوند غړو ته بلنه ور کړه چې وخت پر وخت هلته ورشي او د خپلو اېښوول شوو ونو لیدنه و ننداره وکړي؛ د ګوند سرپرست محمدیار یار هم وویل چې د دوی ملګرو، یو نیال د ځان، یو افغانستان او یو هم جهان لپاره کښېناوه، ده زیاته کړه چې متاسفانه ټوله د ځمکې کره له اقلیمي بدلونو او تودوخې د زیاتوالي له جدي خطر سره مخ ده خو ډېر ضرر به یې افغانستان ته ورسیږي ځکه نو موږ او ټول بشر باید په ملي و نړیواله کچه د محیط ساتنې و شنه کولو ته هماهنګه پاملرنه وکړو.

دچاپېریال ساتنې ستر اهمیت او (و.ا.ګ) لوی مسؤلیت ته په پام سره، هیڅکله نه دا دعوه کوو او نه یې باید وکړو چې موږ نو ګواکي په دغسې یو لړ اشرو سره خپل ملي رسالت اداء کړ بلکې دا یوازې زموږ د محیطي ککړتیا مخنیوي، ژغورنې او ښکلونې خوا ته زموږ د محترمو هیوادوالو د توجه را اړولو یوه وړه هڅه وه؛ ټول افغانان په عام ډول او د ودان افغانستان ګوند غړي په ځانګړې توګه، باید په دغه ستر و ضروري کار کې تر هر څه زیات او پرلپسې کوښښ وکړي او په دې ډول هم خپل او هم راتلونکو نسلو ژوند وژغوري.

موږ په تېرو سرلیکنو کې هم د ځمکې کرې د زیاتېدونکې تودوخې، په نتیجه کې یې د آب و هوا بدلون او له دې امله افغانستان و ټول بشر ته د ور پېښو ډېرو ډاروونکو ګواښو په باب مفصل بحثونه کړي، هیله ده چې زموږ هر وګړی دا زښته ګواښنده مسئله د هغې په ټول جدیت سره په رشتیا جدي ونیسي ځکه دا یوازې د ځینو مشخصو چارواکو، یا ملي و نړیوالو بنسټو مسؤلیت نه بلکې د نړۍ د هر فرد جبري وجیبه ده او که یې څوک بابېزه ګڼي نو دا ومنئ چې هغه، هم د ځان او هم خپلو راتلونکو نسلو یوې جمعې ځانوژنې ته ملا تړلې ده.

افغانستان به له دې ناحیې څخه ځکه ډېر تبا کیږي چې:

۱-نژدې څلور لسیزې مسلسل ناانساني او سخت تبا کوونکي جنګ ځپلی، د جګړې دا کرغېړنه لړۍ لا په خپل اوج کې روانه ده او د وضعیت د سم مدیریت فرصت ډېر لږ دی.

۲-طبعاً چې د دغسې یوه ناتمام بحران په پایله کې به شرایط غیر نارمل، حکومتونه متزلزل و فاسد، خلک بې تفاوته، پر راتلونکې باور کم او د سباني تصمیم لپاره د خلکو رابلل له لېونتوب سره مترادف عمل ګڼل کیږي.

۳-یو ملت هله خپل مسؤلیتونه پېژندلای و اداء کولای شي چې له معیاري تعلیم و تربیې څخه برخمن وي خم بیا هم د متداوم کشمکش له امله نه یوازې دا چې د ښوونې و روزنې سټنډرډ سیسټم نلرو بلکې هغه غیر معیاري تعلیمي و تحصیلي خدمات لاهم ټولو افغانانو ته نه رسیږي ځکه نو د خپل خیر و شر په توپیر نه سره پوهیږو.

دا او دې ورته نور عوامل دي چې زموږ چاپېریال ورځ په ورځ پسې چټلیږي او همدا اوس خبره د فاحعې تر برید هم ور اوښتې ده، لوی ښارونه مو تر حد زیات ککړ شوي، د کونړ، بادغیس، بدخشان، تخار، لویې پکتیا او نورو سیمو ګڼ ځنګلونه مو یو مخ تبا شوي او د لا بربادۍ خبرونه یې هره ورځ خپریږي خو له بده مرغه وطنوال یې داسي تر غوږو تېروي لکه هیڅ چې نه وي شوي.

افغانستان خو هسې هم وچ او نیمه وچ اقلیم لري، د ځنګلو په بې رحمانه وهلو او زراعتي سیمې په بې پلانه و ناقانونه توګه په استوګنو ساحو بدلولو سره به مو محیطي غمیزه نوره هم له زغمه ووځي او دا په داسې حال کې ده چې زموږ هیواد د شین کېدو او د لوړ انساني ژوند په نښه بدلېدو لپاره فوق العاده بالقوه پوټنشیل لري، هیله ده چې زموږ هر افغان انسان په دغه لوړ حساسیت ښه سم سر خلاص کړي.وچ چاپېریال د ډېرو نورو نه جبرانېدونکو بدمرغیو تر څنګ، یو دا ټولنپوهنیز واقعیت هم راښیي چې اوسېدونکي یې ډېر خشن، تاوتریخجن، جګړه مار، بې رحمه، تباکوونکي، هم د ځان او هم جهان په وړاندې سخت زړي، یو د بل پر حقونو تېریګر او د هر لوړ انساني ژوندانه له هر خوی و خصلته بې برخې وي؛ راځئ چې د یو څو شېبو لپاره په خپلو ګرېوانو کې سرونه سره وځړوو او سم واقعي فکر وکړو چې آیا دغه ټول دردوونکي واقعیتونه زموږ د ستړي، اړ او ځوړ ژوندانه ترخه برخه نه ده؟ او آیا موږ ټول یې په یوه اتفاق سره په علمي و سیستماتیک ډول سره پر هراړخیز بدلانه مکلف نه یو؟

ودان افغانستان ګوند خو دا درک موندلی او دغسې یوه اراده یې کړې ده، تاسو څنګه؟

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۰ مه / پرلپسي ۷۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۱۱/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *