زموږ کور د کندهار ښار څخه په یوه وتلې سیمه کې، چې زوړ د پسو ګنج یا ښکاپردروازه ور ته وايي، موقعیت لري (اوس په درېیمې ناحیې پورې مربوطيږي). یوه ورځ زموږ د همسایه حاجي ګل (چې د حامد کرزي د تربور زوی کيږي)، د ده د زوی، محمد حق دسمال وو، زه هم د دسمال مراسمو ته ورغلم ځکه زما ور تګ حتمي وو، یو خو دوی زموږ ګاونډیان ول او بل خالقداد، چې د حاجي ګل زوی، او عبدالجبار،چې د حاجي ګل وراره وو، دواړه په مکتب کې زما همصنفیان ول.
د خوشحالۍ په دې مراسمو کې یې مېلمنو ته شیریخ او چاکلیت ور کول کېده. زه هم د مېلمنو په کتار کې کښېنستم، یو ګړی وروسته مې فکر شو، چې څنګ ته مې د کندهار راډیو- ټلویزیون کار کوونکی او فرهنګي عبدالواسع هڅیال ناست دی.
غوښتل مې له ده سره د خبرو پلمه تر لاسه کړم خو هغه ساعت هیڅ داسې شی په ذهن کې نه راتلی چې بهانه یې کړم او له ده سره مجلس شروع کړم، بالآخره سل زړونه مې سره یو ځای کړل او دې نفر ته مې سلام ور واچوی.
سلام! حسنیار صاحب، زه عصمت الله څاروان یم (البته هغه وخت زما تخلص څاروان وو، چې وروسته مې بیا په بهیر بدل کړ) په مکتب کې یم، شعرونه لیکم او له ادبي پروګرامو سره زیاته مینه لرم.
علیکم السلام، زه حسنیار نه یم، زما نوم عبدالواسع هڅیال دی.
زما زړه په دربېدو شو ځکه یو خو مې یې نوم غلط کړی وو او بل د نورو پوښتنو موقع مې هم له لاسه ور کړې وه او بل که رښتیا ووایم، چې د حسنیار د نوم په یادولو سره یې بد هم یووړل، نه پوهېږم چې ولې؟
هڅیال صاحب مهربانه سړی وو، په دې خوشحاله شو چې مکتب وایم او شعر هم لیکم.
ښاغلي هڅیال په ټلویزیون کې (د ارغنده سندرې) په نامه ادبي خپرونه درلوده او ما دی له همدې لارې پېژندلی وو، (البته د روهي ادبي بهیر مشاعره، چې هر پنجشنبه جوړېدل، عبدالواسع هڅیال به ثبتول او وروسته به یې په کندهار په ملي راډیو- ټلویزیون کې د ارغنده سندرې په نامه خپرول.
بیا مې ورته وویل چې ستاسو خپرونه په ټلویزیون کې وینم، ډېره مې خوښېږي، غواړم زه هم په ټلویزیون کې شعر ووایم.
ښاغلي هڅیال په خندا راته وویل، چې ډېره ښه، دا خو ښه خبره ده، موږ د هرې پنجشنبې په ورځ په روهي ادبي بهیر کې مشاعره لرو، هلته راشه، شعر به دې ووايې او بیا به یې په ټلویزیون کې درته نشر کړو، ادرس یې راکړ، چې په نوي ښار (شهرنو) کې په افغان تعلیمي مرکز کې، د ماپښین له خوا د روهي ادبي بهیر مشاعره هره پنجشبنه جوړېږي.
له ښاغلي هڅیال سره مې ښه خوږ بانډار وکړ، د مېلمستیا وخت داسې ژر تېر شوو چې هیڅ په پوهېدلی نه یم خو مجبور وم چې د ګران هڅیال سره خدای پامانی وکړم.
نه پوهېږم زه یوازې داسې وم، که تاسو هم دا پړاو تېر کړی دی، چې په نوم، یو ادبي شخص به مې لیدی نو ډېر به ور ته خوشحالېدم، د افتخار او غرور احساس به مې کاوه او وروسته- وروسته به ور سره عادي شوم.
دا ورځ چې له هڅیال سره مې لیدلې وه، پنجشبه وه ځکه په کندهار کې یو دود دا دی چې عموماً واده، دسمال او یا د خوښۍ بل هر ډول مراسم پنجشنبه نیول کيږي، فکر کوم علت به یې دا وې، چې د خوشحالۍ په مراسمو کې د شپې تر ناوخته بانډار او ساتېری وي، مېلمانه و کوربانه یې په بې غمه زړه بانډار ته پښې کت کړې وي، په دې خاطر بې خاره تر ناوخته کښېنې ځکهسبا یې (جمعې ورځ) عمومي رخصتي وي او دوی کولای شي خپل خوبونه د ورځې له خوا پوره کړي او د شنبې په ورځ بېرته خپلو ورځنیو کارو ته آماده ور ستانه شي.
نو ما هم تر بلې جمعې شپې پورې شېبې شمارلې، چې کله به پنجشنبه شي، چې روهي ادبي بهیر ته ولاړ شم ، په مشاعره ګډون وکړم، د نورو شعرونه واورم، خپل شعر ووایم او ادبي تنده مې ماته کړم، شپږ ورځې تېرې شوې او د هغې ورځې ماپښین هم را ورسېد، چې ما یې بې صبرانه انتظار کاوه. پر بایسکل مې پښه واړوله او مخ پر نوي ښار د یو عالم هیلو سره روان شوم، پر لار چې روان وم داسې خوشحال وم، تا به فکر کاوه، چې د کرزي پاچاهي یې را کړې ده او د زړه ټول ارمانونه مې پوره شوې دي.
نوي ښار ته چې ورسېدم، کوڅه په کوڅه وګرځېدم چېافغان تعلیمي مرکز پیدا کړم خو زما منزل نامالوم وو، په هره کوڅه چې به ننوتم، ناامیده به بېرته ځنې را ووتم، هلته مې د څو کسانو څخه پوښتنه وکړه، چې افغان تعلیمي مرکز چیري دی؟ د ټولو جوابونه منفي ول، شاید دوی ټولد افغان تعلیمي مرکز مخته په زرهاوو واري تېر شوي وي خو لوحه یې نه وي لوستې ځکه دوی بې سواده ول، د دوی د بې سوادۍ علتونه ډېر دي خو شاید یو علت یې دا وي چې د طالبانو د اختناق څخه ډکه دوره تېره شوې وه، تعلیم عام وو.د حامد کرزي د حکومت په اوایلو کې تعلیم او تربیې ته ډېره توجه وشوه، ډلې- ډلې هلکان او نجوني ښوونځیو ته شامل شول. زده کړې عامې شوې.
مازیګر شو، ان د ماښام آذانونه وشول خو زه خپل منزل ته ونه رسېدم، مزل مې بې فایدې وو، ستړیاوېمې وګاللې خو ثمره مې یې ونه لېده، هغه تږي ته ورته وم چې په دښته کې د اوبو په تمه ګرځي، صحرا ټوله ورته دریاب- دریاب ښکاري، د لیري اوبه ویني خو په ور نژدې کېدو سره د سرابو سره مخامخيږي،ماښام نهیلی کور ته راغلم.
د راتلونکې هفتې شپې و ورځې همداسې یوه په بلې پسې تېریدې، بیا د جمعې شپه شوه او زما هیلې او ارمانونه لکه نازولي ماشومان په سر زوریو سر شوې، بس نو زما هم زړه طاقت نه کوی، پر بایسکل مې پښه واړوله او د نوي ښار کوڅې مې یوه په بله پسې پل و ګز کړې.
یو وخت مې خپله پر یوې لوحې سترګې ولګېدې، چې پرې لیکل شوې وو (افغان تعلیمي مرکز) د دې لوحې په لوستو سره مې داسې احساس وکړ، لکه د لښکر مشر چې د دښمن ملک فتح کړي، د زړه ارمان ته مې رسېدلی وم، د خپلو هیلو د پوره کولو یوازینی ځای مې موندلی وو، هغه ورکه مې پیدا کړې وه چې یو عمر پسې سرګردانه وم، داسي احساس مې درلود لکه یو میین چې له عمرو- عمرو بېلتون وروسته د خپلې معشوقې سره وصال مومي.
د افغان تعلیمي مرکز په دروازه ور ننوتم، یو چهار دیوالی په مخه راغی، څو درسي خونې وې، چې تورې درسي تختې یې له لیري ښکارېدې، د درسي خونو ته برنډه وه او د برنډې مخته یوه کوشنۍ باغچه وه او د باغچې په بل طرف کې د بایسکلانو د درولو پارکنګ، ما هم بایسکل ودراوه، په دې شېبه کې مې څوک تر سترګو نه شول خوکله چېد درسي صنفونو خوا ته ولاړم، یو سوپ یا نرۍ لار په مخه راغله، یو څه چې نور مخته ولاړم، یو آواز مې تر غوږ شو، چې شعر یې ډکلومه کاوه، د خوښۍ احساس مې وکړ، د قدم په اخیستلو سره د ږغ پر لور ور نژدې کيدم، یو وخت مې پام شو چې سوپ خلاص شوی دی، که ګورم څو کسان شا وخوا پر چوکیو ناست دي، د چوکۍ مخته یو ځوان د سټیج شاته ولاړ دی او د خپل شعر بیتونه د لاسو په حرکاتو سره زمزمه کوي، ناست کسان ور ته د واه- واه نارې او چکچکې کوي. له بده بخته اوس مېیې نوم نه یادیږي، چې دا ځوان به څوک وو، چې دومره په زړه پورې شعر یې وایه؟
ما نو نور جرئت نه شوای کولای چې مخته ولاړ شم او په مشاعره کې له دوی سره یو ځای کښېنم، وروستی ګام مې د سوپ په خوله کې مېخ شواو له لیرې مې د خپل آرمان د پوره کېدو اوازونه اورېدل، چې ما ته بلنه را کوي. مشاعره مې تر پایه همدلته واورېده، کله چې مشاعره ختمه شوه، ما هم دوې پښې خپلې او دوې مې نورې پور کړې، مخ د پارکنګ پر خوا روان شوم، چې څوک مې و نه ویني ځکه ویرې اخیستې وم، د بایسکل شتیرینګ مې د ښکاپر دروازې پر خوا کئ، ماښام ناوخته کور ته ورسېدم. داسې خوشحال وم، چې د شپې تر ناوخته مې خوب و نه کړ.
بله اونۍ بیا زه وم او روهي ادبي بهیر ته تګ. دا ځل مې یو څه پرمختګ کړی وو، له سوپ څخه ور تېر شم او د افغان تعلیمي مرکز په انګړ کې د ایښوول شوو چوکیو په وروستی کتار کې کښېنستم.په اول کې ګډونوال کم ول خو وروسته- وروسته ټولې چوکۍ ډکې شوې، د مشاعرې ویاندویې عبدالواسع هڅیال کوله، د قرانکریم له تلاوت وروسته، د پیل وینا نه پوهېږم چې چا وکړه ځکه زه نابلده وم، بې له هڅیاله مې بل څوک په نامه نه پېژندل خو څېرې د ټولو را ته آشنا وې، د غونډې په جریان کې د هڅیال صاحب را ته پام شو، ویې پېژندلم، هغه کس یې زما خوا ته راولېږی، چې د هغو کسانو نومونه یې لیکل چې شعر وایي، ما ور ته وویل، چې یا زه شعر نه وایم، جرئت نه لرم، تر سام لاندې کېږم، هر څومره ټینګار یې وکړ خو ما جرئت نه شوای کولای چې شعر ووایم.
وروسته- وروسته بیا مې نو هره هفته د روهي ادبي بهیر په غونډو او مشاعرو کې ګډون کاوه. شعرونه به مې ویل، بیا مې د روهي ادبي بهیر ګرازش لیکلو ته ملا وتړله پر له پسې یو کال مې د روهي ادبي بهیر ګزارشونه ولیکل او بالآخره پر دریځ د ویاندویی چانس مې هم تر لاسه کړی او اوس زه په دې خبره اعتراف کوم چې زه د روهي ادبي بهیر غونډو وروزلم او نن که څه یم (البته اول خو څه نه یم خو که بیا هم یم) نو دا ټول د روهي ادبي بهیر او ملګرو له برکته.
کابل، کوټه سنګي، د ودان افغانستان ګوند مرکزي دفتر
۱۳۹۵/۱/۱۰
یادونه: دا خاطره په بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۰ مه / پرلپسي ۷۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۱۱/ ۱۳۹۵ کې چاپ شوې ده.