تاند- دوا خان مینه پال او شاه حسین مرتضوي د ولسمشر د ویندوی د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
ښاغلیو مینه پال او مرتضوي په داسي حال کې د ولسمشر د ویندوي مرستیالان وګومارل شول چې لا هم ظفر هاشمي د سرپرست ویاند او مرستیال په توګه کار ته دوام ورکوي او رسمي ویاند نه دی ټاکل شوی.
دوا خان مینه پال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لوستی، په ازادي راډیو کې د زابل د خبریال، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رييس او د عامه کتابتونونو د سرپرست ريیس په توګه دندې ترسره کړي دي.
مینه پال د ژورنالستیکي فعالیتونو ترڅنګ لیکوال او شاعر هم دی.
د شاه حسین مرتضوي په اړه ویل شوي چې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی یې لوستی او په هفت صبح ورځپاڼه کې یې د چلوونکي یا اډیتر په توګه کار کړی دی.
د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم سید ظفر هاشمي به د ولسمشر د ویاند د دفتر د سرپرست او مرستیال په توګه دندې ته دوام ورکړي.