تاند- افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د تېرو دوو ورځو د پر له پسې بارانونو او د هغو په نتیجه کې د سېلونو له کبله تر ۳۰ زیات افغانان مړه شوي دي.
له بیړنیو پېښو سره د مبارزې وزیر ویس احمد برمک وویل چې د سېلونو له کبله د سر پر زیانونو سربېره مالي تاوانونه هم پېښ شوي او په سلګونو هکتاره کرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.
د ده په وینا تر ټولو زیات تلفات په اروزګان، دایکنډي او غزني ولایتونو کې اوښتي دي.
برمک وايي، په اروزګان ولایت کې تر ۲۰ زیات کورونه نړېدلي او د ګڼو کلیو او څو ولسوالیو ترمنځ ارتباطي لارې پرې شوي دي.
د طبیعي پېښو د مخنیوي د ادارې رييس رضا صدیقي د تورکیې (ترکیې) اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې په اروزګان ولایت کې په وژل شویو کسانو کې لږترلږه دوې ښځې هم شاملې دي. ده دا هم وویل چې په دغه ولایت کې په سلګونو جریبه کرنیزه مځکه سېل لاندې کړې او له کاره ایستلې ده.
د اروزګان اوسېدونکو له تاند سره په تماسونو کې ویلي چې په دهراوت، چورې، ګیزاب، او شهید اساس ولسوالیو او د ولایت په مرکز ترینکوټ کې سېل د سر و مال زیات زیانونه اړولي او خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د غزني د مالستان ولسوالي اوسېدونکي وايي چې خلک له یوې خوا بارانونو ته خوشاله دي او هیله لري چې د وچکالي مخه به ونیول شي خو له بلې خوا ورښتونو د خلکو شتمنیو ته سخت تاوانونه اړولي دي.
په دې ولسوالي کې ګڼ شمېر خلک مجبوره شوي چې له کورونو ووځي او نورو سیمو ته پناه یوسي.
په قره باغ ولسوالي کې هم پر له پسې ورښتونو د خلکو کورونه زیانمن کړي دي.
د قره باغ د حمزه خېل د سیمې اوسېدونکي محمد اکرم وايي، بارانونو یو شمېر باغونه او فصلونه ویجاړ کړي دي.
د افغانانو اکثره کورونه اومه دي چې نه د ورښتونو زور لري او نه د زلزلې په وړاندې مقاومت لري. له بلې خوا د ځنګلونو بې درېغه وهلو او پر له پسې وچکالیو په مځکه کې د اوبو د جذبېدو وړتیا لږه کړې ده او په نتیجه کې یې څو بارانونه د سېلونو د جاري کېدو سبب کېږي.