موږ په هغو کالونوکې ډیرکوچنیان وو،  چې کلیوالو به له یوه اوبل سره ویل چې دګلندامې ترور خاوند په لشکرګاه او بکوا کې له امریکایانو سره دهغو په کمپنۍ کې کارکوي. موږ پرهغه مهال دامریکایانو په با ب دومره پوهیدو چې سرونه یې لوڅ وي، پګړۍ نه وهي  اوخولۍ نه په سروي ، لمونځ نه کوي ، شراب خوري او داسې نورې چې دلته اوس د ویلو وړ نه دي . یو شمیر سپین ږیرو خو به دا خبره هم کوله چې کافران هم دي ، ترپیریانو بدتردي ، په دې چې داسې شیان جوړوي چې دعقل ملا ورته ماتیږي .  داموټر وګورئ ، دا الوتکې وګورئ، او ترې لامهمه داچې اوس یې داسې شی جوړکړی چې ددنیا په یوه سرکې خبرې کوي اوپه بل سرکې یې خلک اوري …

داټولې خبرې وې چې  موږ به پرهغه مهال د دوی په باره کې اوریدې او په دې خبره خورا اندیښمن وو چې دګلندامې ترور خاوند میراوغان به له داسې خلکو سره په کوم شان نا سته ولاړه کوي ، په کوم شان به خبرې ورسره کوي اوکوم کوم شیان به دی ورسره خوري ؟ داټولې خبرې به موږ ماشومانو په خپل منځ کې سره ویلي او دچا خبره ماشومانه بنډار به مو پرې تود و. یو مهال کلیوالو ته چا داخبره هم دده په باب کړې وه ، چې :

ـ  میراوغان را  روان دی ، هغه اوس ډیرشیان زده کړي ، پخوا به دکارګرانو په منځ کې په جمعدار باندې مشهور و ، خو اوس یې ترقي کړې اوګرده یې منډیس میراوغان بولي . موټر یې هم زده دی ، په زیاتو نورو شیانوباندې یې هم ځان ملا کړی دی …

همدغو تودو خبرو او آوازو زموږ تلوسه هم زیاته کړې وه ، او دامو هیله وه چې خدای یې زر زر راولي ، چې د چا خبره په خوند خوند یې یوځل وګورو. موږ په دې هم خوشاله وو ، چې ځه یاره زموږ په کلي کې هم دومره یوڅوک شته چې د داسې خلکو سره یې ناسته پاسته ده چې هغوی موټرونه او الوتکې جوړوي . موږ په همدغه خبره باندې خوشاله وو، زموږ کلیوال هم داسې وو، خو یوازې جمعه ګل لالا به کله ناکله یوځای او بل ځای هغه هم په ډیراحتیاط سره دا خبره کوله چې : – – میراوغان نور دغرونو و او دغرونو شو، هغه له امریکایانو سره شراب خوري … زه په دې هم خبریم چې هغه یې دیوې لنډې مودې لپاره امریکا ته هم لیږلی دی…

دپسرلي شپو ورځو ته څه موده پاتې وه ، موږ د ژمې دري میاشتې په جومات کې په ملایي درسونو باندې ځانونه په خوند ستومانه کړي وو، اودا دعاوې مو کولې چې زر ښوونځي پیل شې او دملا د درنو سوټیو له غمه بې غمه شو ، ما ناداچې دښوونکي سوکان مو دملا تر سوټیو په خپله آسانتیاکې شمیرل ، اوپرې خوشاله وو.

په همدغو شپوکې میراوغان کاکا هم له اوږدې مساپرۍ وروسته راغی ، رښتیا هم چې هغه زیات او جالب شیان زده کړي وو، او زیات شیان یې له ځان سره هم راوړي وو.  دی او لنې څوک و چې زموږ کلي ته یې د ږیرې خریلو ماشین راوو ړ،  دا نو دومره جالب شي و چې لویو او واړو د ثواب اوعذاب خبره له یاده ایستلې وه ، ګردو  دمیراوغان اکا په ماشين باندې خپلې ږیرې چټي پټې کړې ، زموږ ملا صاحب چا پر دغه لویه ګناه باندې خبرکړ، په پیل کې خو سره سور اوشین شو، خو کله چې میراوغان اکا څه سوغات موغات ور تیرکړل ، نو بیا یې داپزه خپل سور والي او شین والي ته جوړه کړه او ویل به یې چې دا هلکان کال بل کال هسې هم عسکرۍ ته روان دي ، هلته پرته له دی هم ږیرې پرې خریي …

میراوغان اکا ټول شیان له ځان سره راوړي وو، رادیویې هم راوړې وه ،  ملاصاحب ورته ویلي وو چې یوازې جومات ته به یې دننه نه راوړي ، نوردی پوهیږي اوکاريي …

موږ به ټوله ورځ پرده پسې روان وو ، او دده خولې ته به مو سترګې او غوږونه تږي تږي کیدل  چې یونوې او د پاملرنې وړ خبره ترې واورو . دده دایوه خبره اوس موږ ته معلومه شوې وه ، چې په کلي کې به هرچا کوم ښه او یا بدکاروکړ، نو ده به بیا تبصره پرې کوله ، اوهغه به یې په امریکایی تله کې تاله ، یوه ورځ مدعلم اکا دکلي په دروازه کې سپي په ډبره وویشت ، دده خوا زیاته پرې شنه شوه ، هغه یې پوره یو ساعت درولي و او همدا خبره یې ورته تکراروله :

ـ  داسې ظلم سړی نه کوي ، ته که اوس په امریکا کي وای نو بې سوال اوځوابه زندان ته تلې ، هلته که رښتیا درته ووایم خلک داسې نه دي  لکه موږ ، هغوی دخپلو سپیو ډیرقدر کوي، زیات یې نازوي ، او ان چې خپله تنخوا نیمه دهغوی لپاره خرڅوي … پام چې نور داډول ظلم پرسپیو ونه کړې …

موږ ته دمیراوغان ماما داخبره ګرد سره دحیرانیتا وړخبره وه ، موږ به دده پردغو خبرو چې دسپیو په باب وې خندل ، او کله کله خو ب درواغ راته ښکاریدې … دده په عجایباتو کې ، هغه چې موږ ته اوس معلوم شوي وو او یا مو شمیرلي وو ترلس او یوولس داسې خبرې وې چې هغه ګردې له سپیوسره تړلې وې ، هغه چې سره ویلې به یي  :

–  امریکایان خپل سپي خورا ښه ساتي ، او زیات قدر یي کوي …

 داهم دده خبره ده چې ویل یې ، یوه ورځ زموږ په چم ګاونډکې دیوچا مور په کلي کې مړه شوې وه ، کوم خپلوان  ده ته دمړینې له امله تلیفون کړی و، چی باید زر تر زره ځان  کورته ور ورسوي ، چې کواکي مور یې مړه ده ، خو ده په ځواب کې ورته ویلي وو چې نن او سبا زما درتګ شونی نه دی ، ځکه چې سپي مې ناروغه دی ،دهغه لپاره مې دحیواناتو له ډاکترسره اپاینټمنټ اخستی دی،  سباکه هغه یوڅه ښه و، بیا به درشم …

یوه بله خبره هم دده په هغو کې موږ له ځان سره ثبت کړې وه چې ویل به يې ، خارجیان په تیره بیا امریکایان زموږ د (تازي ) سپو خورا شوقیان دی ،کله چې دتازي نوم اوري نو پسې مري …

خو په یوه خبره یې موږ تر ډیرو پورې نه پوهیدو ، چې ده به ویل :

– پدرکرده به وي … وروسته په دي هم موږ پوه شوو چې مانا یې داوه چې ګواکي اصیل به وي…

اوله همدغه مهاله وروسته موږ نور خپلو تازیانو ته لکه دنوروسپو په شان نه کتل …

او وروستۍ خبره به چې ده په دغه اړه کوله هغه داوه چې ده به ویل چې که غواړئ دخارجی عزت  وکړئ، نو ترده به یې سپي ته عزت ورکوئ ، ځکه دوی د دسپي په باره کې دومره خواخوږي او فداکاره دي چې پوښتنه ترې وکړې چې تراوسه دې څو ودونه کړې ، نو تردوو او دریو به کم درته ونه وایي ، خوکه ورته ووایې چې دادڅوم سپي دي ، نو هیله به درنه وکړي چې دعاکوه چې څه پرې ونه شي دامې اولنی دی او غواړم چې دي مې ګرد عمر مل وي …

دخدای کارونه وو ، موږ له کلیوالي ښوونځیو  ښاروته راغلو، دلته مو زده کړې وکړې ، دلته موپوهنتونو نه ولوستل، خارج ته لاړو ، له خارجیانو سره مو ناستې پاستې پیداشوې، خو یو شي چې موږ به تل له خارجیانو سره لیدل او زموږ به یې هم شوق را پاراوه ، هغه د دوی همدغه له سپیو سره مینه وه او ده ، زما اوسني ګاونډي دری سپي لري ، دمیاشتي ټوله تنخوا پرهمدوی باندې خوري ، دومره ورسره سرګردانه دي چې ته به وايې دری اولادونه ور دغاړي دي ، که رښتیا ووایم ، پر ځان دومره فکرنه کوي لکه چي په سپیویې وي …

 هرسهار چې  لاکورته نژدې لوی چمن ته رسیدلی نه و م چې بیا یې دیوه نه یوه ځنځیر ماته راکړي وي، او راته وایي چې دلته بي سپیو چکر وهل خوند نه کوي ، ځکه نو له ماسره زموږ په خبره ځواني کوي او دسپي په لرلو سره مې نورو لارویانو ته لوړښي ، خو زما لویه ستونزه  داده چې کوم ناز چې دي  خپلو سپیو ته ورکوي ، زه پرهغو ټولو شیانو چې دده په چم ګاونډ کې اوسیږم  شرمیږم… هو، داسې چې کله کله ان سهار مهالي چکر هم پریږدم  او نه ورځم … خو په دغه حال کې مې هم نه پریږدي او تر ګوډ مارننګ يې دمخه دسپي ځنځیر راته نیولي وي . زه اوس غواړم چې دده له لاسه خپل کور بدل کړم اویوه بل کورته ولاړشم . زما داګاونډی بل شان په خپلو سپو مین دی ، زه اوس بل کارنه لرم ټوله ورځ د همدغې لیونۍ مینې په باره کې سوچم ، دومره چې ان میراوغان اکا را یاد شی ، او د سپو په باب دهغه دامریکایانوکیسې ، هغه کیسې چې ده به موږ ته  ان هغه مهال ویلې او موږ ته دنه منلووړوې ، زه چې اوس خپل ګاونډي ګورم ، نو میراوغان اکا او ددغو خلکو له سپو سره دمینې خبرې را یادې شي ، دومره په کې ډوب شم ، چې فکرکوم ، اوس هم میراوغان اکا مخامخ راته ناست  دی، او را ته وایي :

ـ اوس پوه شوې چې دوی دخپلو سپیو څومره عزت کوي ، پام چې چیرې اوکله هغوی ته په سپکه سترګه ونه ګورې … هو ، پام … پام… پام…  !!! ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *