د کرکټ ملي لوبډلې په ستاینغونډه کې د لوبغاړو سره نږدې ۳ میلیونه افغانۍ او یادې ادارې سره د ۲۵ جریبه ځمکې مرسته وشوه .
د ننګرهار والي په هلو ځلو د ختیځ زون په کچه د کرکټ ملی لوبډلې د ستاینې په موخه ستره غونډه جوړه شوې وه،چې شاوخوا شل زره کسانو په کې ګډون کړی،چې د دغه غوندې پر مهال د دغه ولایت چارواکو او سوداګرو له لورې د لوبغاړو سره نږدې ۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه او همدا راز په جلال اباد ښار کې د لوبغالي جوړېدو په موخه ۲۵ جریبه ځمکه ورکړل شوه .
ياده ستاينغونډه ، د جلا ل اباد ښار د فوټبال سټډيوم کې د وري په پنځلسمه نیټه ماښام ناوخته جوړه شوې وه،چې په کې د چارواکو او لوبغاړو د خبرو ترڅنګ د کرکټ اړوند شعرونه ، سندرې،اتڼونه او اور لوبې ترسره شوې .
د کرکټ ملي لوبډله ،چې د يکشنبې په مازديګر ننګرهار ته راورسيده لومړی يې د جلا ل اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي ، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، د ولسونو استازو او ځوانانو له لوري د ګلونو په شيندلو سره تود هر کلی وشو.
په دې ولايت کې ميشتو اهلې هنودو هم د کرکټ ملي لوبډلې په وياړ د چوب بازۍ لوبه ترسره کړه.
وروسته د کرکټ ملي لوبډله د ننګرهار والي او نورو مسوولينو په ملتيا د فوټبال نړيوال سټيډيوم ته پلي لاړل ، چې د زرګونو هېواد والو له لوري يې تود هرکلی وشو.
ننګرهار والي سليم خان کندوزي ، چې د جوړې شوې غونډې په پيل کې وينا کوله وويل: د کرکټ ملي لوبډلې تل هېواد ته برياوې راوړي ،د هېواد ملي بيرغ يې په نړۍ کې رپولی او د هېواد ملي سرود يې د کرکټ له نړيوالو ډګرونو د خلکو غږونو ته رسولی نو په کار دی ، چې درناوی يې وشي.
کندوزي له ختيځ مېشتو مننه وکړه ، چې د خپلو اتلانو د ستاينې په موخه راټول شوي دي.
ننګرهار والي د دوه زره شپاړلسم کال د کرکټ په نړيوال جام سيالیو کې د ويسټينډيز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې بريا تاريخي او ستره لاسته راوړنه ياده کړه.
هغه وویل: په حقیقت کې ننګرهار د کرکټ کور دی او د ملي لوبډلې اکثریت جوړښت د دغه ولایت څخه دی او همدا راز د دغه لوبډلې د هرې لوبې ستاینه تر نورو ولایتونو زیاته په ننګرهار کې شوې ده.
ښاغلي کندوزي د خپلې وینا په ترڅ کې اعلان وکړ،چې د بهسودو پل ته څېرمه یې د کرکټ لوبغالي د جوړېدو په موخه ۲۵جریبه ځمکه د کرکټ بورډ ادارې ته په واک کې ورکړه،ترڅو پورې یو معیاري نړیوال لوبغالی جوړ کړي .
هغه د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې یو خل بیا د کرکټ بورډ ادارې څخه مننه وکړه،چې د دوی په بلنه ننګرهار ته راغلل او همدا راز یې د ختیځ میشتو څخه هم مننه وکړه،چې د خپلې لوبډلې ستاینې په موخه را ټول شول .
د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د ننګرهار ولایت مقام او د دغه ولایت د لوی ولس له میلمه پالنې مننه وکړه.
نوموړي وویل: « لوی ننګرهار د کرکټ ترڅنګ په هر ډګر کې د استعدادونو کور دی او تل یې د کرکټ ملي لوبډلو ته پیاوړي لوبغاړي پیژندلي دي. »
دانش وایي ننګرهار د کرکټ کور دی او دلته به د کرکټ ودې لپاره د کرکټ بورډ له لوري د تل په څیر ډیره پاملرنه کیږي.
د اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم د ننګرهار والي او ولس له مینې او میلمه پالنې مننه وکړه او زیاته یې کړه ، ننګرهار د کرکټ د کور په څېر د کال په هر فصل کې د لوبو لپاره مساعد ولایت دی او د کرکټ بورډ اداره به په دغه ولایت کې د کرکټ لوبغالو رغونې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
نوموړي د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ لوبغالي رغونې لپاره د ۲۵ جریمه ځمکې په ورکړه کې د ننګرهار والي له مرستې ځانګړې مننه وکړه.
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي هم د ننګرهار والي او ولس مینه او میلمه پالنه وستایله او له دوی څخه یې مننه وکړه.
نوموړي وویل : « موږ خپل درانه ولس تل نازولي یو او په هر حالت کې یې زموږ ملاتړ کړی دی.»
د دغه غونډې په برخه کې د نورو ډالیو ترڅنګ د ننګرهار ولایت د چارواکو، د ولسونو استازو او ملي سوداګرو له لورې د کرکټ ملي لوبډلې سره نږدې درې میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه،چې د ننګرهار والي له لورې د کرکټ بورډ عمومي مشر ته ورکړل شوه .
دغه راز د ننګرهار والي او د ختيځ زون نورو ولايتونو مسوولينو له لوري برابرې شوې ډالۍ او د اعزاز پګړۍ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته ور په سر شوې.
يو شمېر شاعرانو بيا د کرکټ ملي لوبډلې په وياړ ليکلي شعرونه ، چې د کرکټ ملي لوبډلې اتلانو ستاينه پکې شوې وه د غونډې برخه والو ته واورول ، چې د ګډونوالو له لوري په چکچکو سره بدرګه شول.
د همدغه پروګرام په ترڅ کې د لر او بر مشهورو سندرغاړو له لورې ملي او نورې سندرې زمزمه شوې او همدا راز د لوبغاړو او مینوالو د خوښۍ په موخه یې ځآنګړې اور لوبې، ملي اتڼونه او نورې مېلې ترسره کړې.