د بیان ازادي د انسان لپاره يو لوی نعمت دی، هر وخت چي هره ټولنه کي د خلګو په هڅو د بیان ازادي ته لار هواره شوې، مثبتې پایلې يې ور کړې. د بیان ازادي د انسان فطري حق دی. د دينونو په منلو او نه منلو کي هم الله د انسان دا حق منلی او واک يې ور کړی چي اسلام منل او نه منل يې خپله خوښه ده.(الکهف: ۲۹)
خو زموږ په ټولنه کي ځيني کسان د بیاد ازادي حدود نه پېژني، دا ورته نه مالومېږي چي زما خبرې د يو چا شخصي سپکاوی دی او که زما خپل راکړل شوی حق؟ د لمر ټلويزون په يوه پروګرام( د خلګو غږ) کي د هلمند د ولایتي شورا يو غړی ږغېدی چي د وینا ډول يې زیات احساساتي، خبرې ترخې، څېره يې قهرجنه او د بیان د ازادي پر ځای د هیواد ولسمشر ته په کي سپکاوی شوی وو. ده مخامخ خطاب ولسمشر ته کاوه او یل يې: ولسمشر په ډېره بې شرمي او سپين سترګي پر دې سترګې پټوي.
دا ډول وینا د بیان ازادي نه ده بلکي د ولسمشر سپکاوی دی، په دې توګه خبرې د چا حق نه دي بلکي د بل انسان پر شخصي حريم تېری ګڼل کېږي. هر شی يو حد لری، د بیان ازادي هم يو چوکاټ لري، نه دا چي د هر چا هر څه پر خوله ورتلل بل ته به يې وايي. يوه هندوستاني عالم وحیدالدین خان په خپل يوه کتاب کي کیسه نقل کړې ده چي له انګلستانه د امریکا تر ازادي وروسته يو وخت يو سړی پر لویه لار روان دی او هرې خوا ته لاسونه غورزوي، په همدې حال کي يې يو سړی پر پزه وواهه. سړي پوښتنه ځني وکړه چي څه کوې؟ ده ویل: ازادي ده. هغه ورته وویل: سمه ده چي ازادي ده، خو ستا ازادي هله ختمېږي له کومه ځایه چي زما پزه شروع کېږي. زموږ په یو شمېر افغانانو همدا کانه شوې ده. ازادي ده، په رسنيو کي که دي هر څه، هر چا ته په هر ډول ویل، خپه کېږي به نه، له دې امله چي د بیان ازادي ده. د بیان ازادي يو نعمت دی، بايد سم کار ځني واخیستل، خو ناسم استعمال يې ګډوډيو ته لار پرانزي. هر څه په خپلو حدودو کي ښه خوند کوي، که له حده زیات شي نو ممکن تاوان پېښ کړي. خوراک ښه شی دی، خو که تر حد زیات شي امکان لري، ميدې ته زیان ورسوي، د ناروغي لپاره د ډاکټر درمل ښه دي، لکن تر حد زیاتوب يې د ګټې پر ځای نقصان لري. زموږ د کلي يوه ناروغ ته ډاکټر سېرون ور کړی وو، کور يې سېرون ورته لګولی او ښه نارمل يې ور ایله کړی، البته د مریض حوصله ورته ختمه شوې او سېرون يې تر خپل حد تېز کړی وو، تر لیږ ځنډ وروسته يې د ګټې پر ځای تاوان ښکاره شو او ناروغ پاړسوب وکړ.
تېر ژمی کابل ته تلم، پر لار مي د کتابونو يوه رېړۍ کي کتاب تر سترګو شو چي سرلیک يې وو: ډيموکراسي ډاګيز کفر ده. را سره ملګري مي راته ویل دا وګوره زموږ دولت دې شیانو ته بيخي کم پام کوي او له دې څخه بیا ځيني کسان د دولت په مخالفت کي ګټه پورته کوي. که يوڅوک د ډيموکراسي مخالف وي، يې دي، خو دا چي ټاپې لګوي او د ډيموکراسي منونکي کافران بولي، دا يې نه اسلامي حق دی او نه د بیان ازادي دا حق ور کوي. د يو شي په اړه خپل شخصي نظر څرګندول د هر انسان حق دی، البته دا چي په چوکاټ کي دننه وي، حدودو ته يې پام شوی وي، نه دا چي حدود يې مات شي او د خلګو پر شخصي حریم د تيري په کولو خلګ خپه کړل شي. زما يوه استاذ به ډېر وخت پخوا چي زه په دې شیانو لاډېر بلد هم نه وم، ویل: د اسلامي ډيموکراسي په نوم به يو مضمون ليکم. له دې خبرې مي هدف دا دی چي ځیني خلګ ډیموکراسي له اسلامي لار ښوونو سره ضد نه ويني او د اسلام له روح سره يې بلکل موافقه بولي. نو که يې څوک مخالفت کوي او د کتاب یا مضمون یا خبرو سرلیک يې د یاد شوي کتاب په شان وي، دا به يې له خپلو حدودو تېری کړی وي، د نورو حق به يې وهلی وي، نه به يې اسلامي اخلاقو ته پام کړی او نه انساني و بشري، نه د هیواد قانون د دې کار اجازه ور کوي او نه نړۍ وال قوانین. زما هدف دا نه دی چي پر دولت یا ولسمشر یا ډيموکراسي دي څوک نیوکه نه کوي، ودي کړي او بايد وې کړي، ځکه دا يې حق دی، خو په دې شرط چي د خپل حق په نوم د نورو حق تر پښو لاندي نه کړي.
وری/ ۱۳۹۵