تاند- په کندهار کې د بشري حقونو کمیسیون وايي، په دغه ولایت کې د نوي لمریز کال په ۱۵ ورځو کې ۱۱ تنه په مرموز ډول وژل شوي دي.
د بشري حقونو د کمیسیون په وینا ترور شوي کسان ملکي خلک دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور پر اساس د تېر ۱۳۹۴ لمریز کال په وروستیو ۶ میاشتو کې په کندهار کې پر ۱۹۴ تنو تروریستي بریدونه شوي چې د هغو له منځه ۱۴۶ تنه وژل شوي او ۴۸ ټپیان شوي دي.
په کندهار کې دا پېښې له دې سره سره کېږي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت د خپلو ګاونډیو ولایتونو په پرتله ښه دی.
تېره اوونۍ د کندهار پوهنتون یو محصل په رڼا ورځ وتښتول شو او مړی یې وروسته په سپین بولدک ولسوالي کې وموندل شو. د کندهار امنیتي چارواکو د دغه محصل مړینه د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو نتیجه وبلله خو ځینو خلکو امنیتي چارواکو ته د تور ګوته ونیوله.
د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک ادعا کوي چې اکثره وژنې له دښمنیو او شخصي اختلافاتو سره تړاو لري.
د کندهار اوسېدونکي دا نه ردوي چې یو شمېر کسان ممکن د شخصي دښمنیو له کبله وژل شوي وي خو باور لري چې ډېری خلک د طالبانو او پولیسو له لوري وژل کېږي.