يوولسمه برخه
فـــــــراه په عباسي دوره کې
(۱۳۲ ــ ۲۰۵ هجري)
د بني عباس کورنۍ لومړی خليفه عبدالله السفاح ، دمحمد زوی دعلي بن عبدالله لمسی و ، نوموړې په يوسل اته هجري (۱۰۸ هجري) کال په صميه ([1]) نومي زيږيدلی دی ، عبيدالله العيشي و ويل: ماته خپل پلار ويلي چې ماله خپلواستادانو اوريدلې دي چې خلافت به عباسي کورنۍ ته ورسيږي، دسفاح سره په کوفه کې بيعت و سو داوخت نيټه (۱۳۲ هجري) وه ، خلکو ته يې دجمعې لمونځ هم ورکړ، په عباسي دوره کې دعباسي پاچهۍ ساحه نوره هم پراخه سوه ، سفاح د دې سره چې په سخاوت کې يې نوم درلود قتلونه يې هم ډير کول، د نوموړې واليانوهم د ده دغه عادت او خوی زده کړی و. ([2])دنوموړې له وينا وو څخه ده چې (( کله قدرت ډېر سي ، شهوت لږسي)) ([3])
په هرحال د عباسيانو د ټولواکۍ نفوذ په مفتوحه خراسان ( افغانستان) کې چې فــــراه هم پکښې شامله وه ، (۷۳ کاله) دوام وکړ ، په دې موده کې خراسانيان له يو لوري ، په خپل کور کې دخپلواک دولت ، په جوړ ولو بوخت وه، ترڅو دخلافت په دربار کې يوپه بل سي خپل تسلط خوندي کړي څنګه چې عباسي ټولواکي هم دخراسانيانو په مټ رامنځته سوې وه ، نوخليفه سفاح دخراسان په کارونو کې ډېره مداخله نه کول، د خلافت په مرکز کې هم ډيرکارونه د لومړی وزير (خالد بن تبوک خراساني) په لاس کې و.([4])
ابوالعباس د آريانا د ملې ځواک پرته حرکت نه سو کولای او دعراق په عربويې هم باورنه درلود ، ځکه همدا اريايې ، خراساني ابومسلم و چې ابوالعباس سفاح يې په ۱۳۲ هجري کې دکوفې په مسجد کې خليفه اعلان کړ په (۱۳۳ هجري) کې د اموي ټولواکۍ ځواکونه د (زاب) په جګړه کې په بشپړ توګه سقوط وکړ او اموي طايفه (مروان) وتښتېد.
اموي او عباسي ټولواکيو له يوبل سره څه توپيرونه هم لرل د بېلګي په توګه اموي واکمني يوه خالصه عربي واکمنې وه ، د ټولواکۍ په سياسي ماشين کې ټول عربان بوخت وه ، خو عباسي ټولواکۍ و واکمنې خالصه عربي نه وه ، يوازي يې تاسيس د خراسانيانو له لوري سوی و ، ترډېره عباسي وزيران له باختر او د خراسان له محلاتو څخه ټاکل کېده اريايي تاريخپوهان هم په دې باور دی چې دعباسي دولت مرکز او ټول سياسي ، اداري او نظامي چاري دخراسانيانو په لاس کې وي.([5])
ترعبدالله السفاح وروسته يې مشر ورور (خليفه ابو جعفر المنصور) دخلافت دسرپرستۍ واک په لاس کې واخيست نوموړې داوخت ، په حجاز کې و ، فرضي حج يې ادا کاوه ، کله چې کله چې نوموړې ته خبر ورسېدی ، ډير ژر کوفې ته راغی دکوفې اوسيدونکو بيعت ورسره وکړ او په ()الانبار کې دخلافت پرمنبر کښېناست. لومړی يې دخپل اکا عبدالله بن علي چې دعباسي خلافت واک يې غوښت کړ کيچ حل کړپه دوهم قدم کې د ابومسلم خراساني وژلو ته ټينګ هوډ کړی و، هغه چې عبدالله سفاح يې هم د وژولو اراده درولوده خو هغه له ده وړاندي مړسو ، دمنصور او ابومسلم خراساني ترمنځ څه ليکونه دګيلو او بهانو وليږل سوه خو اخر خليفه المنصور په چل او فريب ، دابو مسلم سره نرمې وښوده هغه يې دربارته را وغوښت ، خراساني راضي سو([6]) چې پاچاته ورسي پاچا منصور ته يې ليک وليکه چې زه درځم کله چې خراساني (مداين) ته ورسېدی، دشاهۍ ماڼۍ خلکو يې هرکلی وکړ ، ابومسلم پاچاته ور وړاندي سو او د ده سلام او هرکلی يې وکړ ، پاچا ورته و ويل: ولاړ سه نن شپه راحت وکړ ، دسفر ستړيابه دي ليري سي، سباراسه ، کله چې سهار سو خراساني المنصور پاچاته ورغی ، په حضور کې يې ودرېدي ، پاچا د ځينو اعمالو ملامتيا پرو ويل اوله ده څخه يې پوښتنه وکړه چې (سليمان بن کثير) او (ابراهيم بن ميمون) دی ولي و وژل؟ دوی خو د عباسي دعوت په لاره کې لوی خلک وه خراساني و ويل: دوی زما امرته غاړه نه ايښودل ،منصور په قهر سو ويل، هلاک سي، ته !!!
ويل: هرهغه څوک چې ستا امر ونه مني ته هغه وژنې؟!
تاچې زما امر نه دی منلی ولې دي مړ نه کړم؟
خپل لاسونه يې وخړه پول، ساتونکی حاضر سو، په خپلو تورو يې خراساني سوری سوری کړ ، ترڅو ځای پرځای و وژل سو، داپېښه د(۱۳۷ هجري) کال د برات په مياشتي کې رامنځته سوه. ([7])
دې وخت کې خراساني د (۳۷کالو) وخليفه ، خراساني ګواښ له منځه يووړ او خراسان يې چې (فراه) هم پکښې شامله وه ، په خپل واک کې وساته ، د ابومسلم وژنې خراسانيان (افغانان) په قهر کړه او سمدستي يې دعباسي واکمنۍ پرضد خوځښتونه پورته کړل، هراتي فيروز سنباد ترمرګه د عباسي واکمنۍ پرضد وجنګېدې په (۱۴۱ هجري) کې د براز ندې په نوم او مشرۍ تر سپين بيرغ لاندي دعباسيانو د تور بيرغ پرضد پاڅون پيل کړ او ترمرګه ورسره وجنګېدی.
په (۱۴۴ هجري) کې دخاش (فراه) بست او کندهار خلک هم د منصور پر خلاف وښورېدل او دسيستان ، فراه (دحکمران، زهيربن محمد سره يې سختې جګړې وکړې ، په (۱۵۰ هجري) کې يوبل هراتي ځوان استاد سيس هروي له بادغيسه دحريش سيستاني ، په ملاتړ پاڅېد ترمرګه ورسره وجنګېږي ، دسيس لور هارون رشيد عباسي وکړه او له هغې څخه مامون رشيد وزېږېدي ، په (۱۵۱ هجري) د زرنج ، (فراه = خاش = خواش) او سيستان خلګو دخپلومشرانو په مټ دعباسي واکمنۍ دناځوانۍ او ظلم پر وړاندي د خپلواکۍ اخيستلو لپاره دخليفه منصور په خلاف جنګېدل دسيستان والي (يزيدبن منصور) يې مغلوب کړ.([8])
تردې وروسته بل هراتی ځوان دهاشم بن حکيم په نامه مشهور په مقنع په (۱۶۱ هجري) په هرات ، بادغيس ، مرو او (فراه) کې دسپين کاليو په نوم لويه ډله جوړه کړه، ترهامو سيند هاخوا تېرسول ترمرګه د عباسي لښکرو سره وجنګيدي.
دسيستان په جبه کې دسفاح په وختوکې يوبستي سړی چې (بوعاصم بستي) نومېده دسيستان امير سو، خودعباسي دربار لخوا ابوعاصم له منځه يو وړل سو .([9])
نور هم سته
اخځليک او لمنليک :
- [1]ــ صميمه په اردن کې يوځای دی.
- [1]ــ دانېټه په نورو تاريخونوکې (۱۰۴ هجري) ښول سوی ده.
- [1]ــ ويل کېږي چې نوموړی د نجونو شوقي نه وه ، همداوجه وه چې يوازي يې يوه ميرمن (أم سلمة) په نکاح درلوده ، ام سلمه نوميالۍ اديبه اوپه ذکاوت کې مشهوره وه ، ابوالعباس د ټينګ عزم سړی و ، دعامه کارونو مينه وال و ادب او شاعرۍ سره يې مينه درلوده. شاعران او ليکوالان يې نازول نوموړې په خپله لنډه موده کې ځيني کارونه هم وکړه ، دولتۍ بنسټونه يې ټينګ کړه، دمکې مکرمې او کوفې ترمنځ يې ميل واټن په نښه کړ ترڅو دمسافرو لپاره اسانتياوي ، پلازمينه يې له دمشق څخه دعراق الانبار ته نقل کړه ، د خطبې بدعت يې له منځه يووړ ابوالعباس خلکوته خطبه په ولاړه ويله ، دا د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سنت و ، دعباسي دولت بيرغ يې تورنګه وټاکی ، نوموړې د ناروغۍ په وجه په ۱۳۶ هجري په الانبار کې وفات سو .(وګورئ دکتور ابراهيم الشريفي، داسلام تاريخ د ابوالبدر ژباړه: ۱۷۶ مخ.
- [1]ــ ميرغلام محمد ، غبار ، په افغانستان کې داسلام خپرېدل ، دوهم چاپ ، ۱۳۸۸ لمريز، ۱۱۰ مخ.
- [1]ــ نجيب الله ، توروايانا، آريانا ياافغانستان ، درېيم چاپ ، ۱۳۸۸۱۰۵ مخ.
- [1]ــ دکتور ابرهيم ،الشريفي، د اسلام تاريخ ، ژباړه : ۱۳۹۳ ، ۱۷۹ مخ.
- [1]ــ دکتور شريفي ، مخکنی اثر، ۱۸۰ مخ.
- [1]ــ علامه ، حبيبي لنډ تاريخ ، مخکنی اثر، ۱۱۰ مخ.
- [1]ــ پوهاند ، حبيبي ، مخکينی اثر، ۱۱۱ مخ.
[9]ــ پوهاند ، حبيبي ، مخکينی اثر، ۱۱۱ مخ.
—————————