تاند- ګوګل ویبپاڼې له خپل پلې لیسته د طالبانو له لوري د اندروید موبایل ټېلفون لپاره د الامارت اپلیکېشن لېري کړ.
په دغه اپلیکېشن کې، چې په پښتو ژبه و، د طالبانو اعلامیې او ویدیوګانې خپرېدې.
طالبانو د دغه اپ، چې د اپریل په لومړۍ نېټه یې فعال کړ، د ګوګل له پلې لیسته لېري کېدا یوه تخنیکي ستونزه بللې ده.
خو ګارډین ورځپاڼه وايي چې د طالبانو دا اپ وروسته له دې ګوګل ویبپاڼې له خپل پلې لیسته لېري کړ چې په امریکا کې دېره (سایټ اینټل ګروپ) د دغه اپ په اړه راپور ورکړ.
سایټ اینټل ګروپ د جهادي او سختدریځو ډلو پر انترنیټي فعالیتونو څارنه کوي.
ګوګل هغه اپلیکېشنونه، چې په باور یې کرکه او ترور خپروي، له خپل پلې لیسته باسي.
ګوګل د طالبانو د الامارت اپلیکېشن د لېري کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د دغه اپ جوړېدا د خپل تخنیکي ټیم لویه بریا بللې وه او ویلي یې و چې په دې توګه به لا ډېرو خلکو ته خپل پیغام ورسولی شي.