تاند- وسله والو طالبانو د کندهار په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو یا کلینیکونو د پرانستل کېدو غوښتنه کړې ده.
د کندهار والي همایون عزیزي د طالبانو دا غوښتنه مثبته بللې او د عامې روغتیا له وزارته یې غوښتي چې د کندهار په هغو ولسوالیو کې کلینیکونه جوړ کړي چې هیڅ راز روغتیايي مرکز نه لري.
ښاغلي عزیزي پژواک خبري اژانس ته ویلي، د خلکو لپاره د روغتیايي خدماتو غوښتنه مثبته خبره ده.
د کندهار والي ویلي چې پخوا د امنیتي ګواښونو له کبله په لېري پرتو سیمو کې د کلینیکونو جوړېدا ناممکنه وه.
طالبانو پخوا له ښوونځیو، کلینیکونو او نورو ټولګټو پروژو سره مخالفت کاوه خو اوس د طالبانو په دریځ او چلند کې بدلون لیدل کېږي.
د کندهار والي وايي، باید له دې فرصته په استفادې په لېري پرتو ولسوالیو او سرحدي سیمو کې کلینیکونه جوړ شي.
ښاغلي عزیزي د عامې روغتیا له وزارته غوښتي چې د روان لمریز کال تر پایه په کندهار ولایت کې لږترلږه ۲۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
ده وویل:«په ولسوالیو کې روغتیايي خدمات خورا لږ دي. یوازې په هره لویه ولسوالي کې یو کلینیک فعال دی. لږترلږه دوې ولسوالۍ هیڅ روغتیايي مرکز نه لري.»
د کندهار والي د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کموالي یادونه هم وکړه او د عامې روغتیا له وزارته یې وغوښتل چې د هرې ولسوالۍ لپاره د سیمې له اوسېدونکو څخه لږترلږه ۵ دایې وروزي.
عزیزي وايي، د نورو سیمو ښځینه طبي کارکوونکي نه غواړي چې د کندهار په ولسوالیو کې کار وکړي، نو پکار ده چې د سیمې ښځې وروزل شي.
د کندهار د عامې روغتیا رييس ډاکتر عبدالقیوم پخلا تایید کړه چې طالبانو د کلینیکونو د پرانستل کېدو غوښتنه کړې ده، ویې ویل چې طالبان په ښورابک، ریګستان، مانشین، غورک او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو غوښتونکي دي.
ښاغلي پخلا دا هم ومنله چې په دغو ولسوالیو کې روغتیايي خدمات یا بیخي نشته او یا خورا محدود دي.
ویل شوي چې د ولسوالیو اوسېدونکو هم د طالبانو د دې غوښتنې هرکلی کړی دی.