پوهندوی آصف بهاند

(د نوی نسل نوې روزنه)

نوی نسل هر کله داسې وي لکه اوبه، اوبه که تر مځکې لاندې هم وي، خپله لار باسي.

نوي نسل باید د نوې زمانې د نویو غوښتنو په دایره کې وروزل شي، د نویو زدکړو زمینه ورته برابره کړای شي، نه دا چې د پخوانۍ زمانې د زدکړو په دایره کې وساتل شي او د یو څه زدکړې ته کینول شي، که داسې کار تر سره هم شي، هغوی خپل کار کوي. نوی نسل نوې تکنالوژۍ نه په استفادې سره هر چیرې، هر څه کولای شي؛ نو ښه به دا وي چې ټول مشران، میندې پلرونه، د کورنۍ نور غړي، ښوونکي او ټول هغه کسان چې د نوي نسل په روزنه او لارښوونه کې، په یو ډول نه یو ډول رول لرې، هغوی سره ښايي چې نوي نسل ته د خپلو مثبتو تجربو په رڼا کې په نوې بڼه او سمه خوا لارښوونه وکړي.

لاندې عکس ته وګورئ، دا تنکي زلمیان د قرآن کریم زدکړو ته کینول شوي، خو دوی سیپاره په غیږ کې داسې ناست دي چې ظاهراً د سیپارې د لوستلو تمثیل کوي:

دا هم نوی نسل، اوس دې څوک را واړوي

خو عملاً له نوې تکنالوژۍ نه په استفادې سره بل څه کوي. سمه خبره خو دا ده چې مشرانو ته ښايي چې دواړو ته یې پریږدي، خو د یوه ځانګړي پروګرام په چوکاټ کې دې دواړه زده کړي او هر یو دې په خپل وخت کې وکاروي.

که موضوع ته له دې اړخه پاملرنه وکړو چې ټولنه مو د دې له پاره وروسته پاتې ده چې زموږ ښوونه روزنه له کورنۍ او جومات نه نیولې بیا تر ښونځي او پوهنځي پورې نیمګړې ده، نو باید په ښوونیز نظام باندې له سره غور او تجدید نظر وشي. هر څوک باید په دې پوه شي چې ښونیز نظام مو نیمګړی دی او باید جدي او بیا ځلي پاملرنه ور ته وشي. دلته به زه یو شعر د نمونې په ډول را واخلم چې ناقص ښونیز نظام ښه په کې انځور شوی دی. دا شعر ښاغلي شاعر د « د ماشوم د ادبیاتو جشن» تر سر لیک لاندې د ۲۰۱۶ کال د مارچ د میاشتې په نولسمه نیټه، د جوړ شوې غونډې ګډون کونکو ته په خطاب کې ویلی دی. او تر ما پورې د ښاغلي عبدالهادي هادي له برکته را ورسید. ما چې لټه پسې وکړه، هغه هم له «ملک میرام ګل اکاډمي» نومې فیسبوکپاڼې نه خوښ کړی و؛ زما له پاره، نوي نسل ته د پاملرنې په پار مهم ښکاره شو، ځکه مې په خپل آرشیف کې خوندي کړ چې دا دی اوس یې تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

راتلونکی نسل ښاد کړئ

«تر څو چې الله داد رئيس په ښار، صبور جومات کې
ماشوم به ترې خيرات کې

ملا عبدالصبور چوکه په لاس ولاړ جومات کې

غړمبېږی ټټ و ټاپ کې

وهل او ټکول زموږ کلتور، زموږ فرهنګ دی

په هر ماشوم قلنګ دی

معلم ته چې د زده کړې ښه منطق د لښتې لار وي

درسونه به بيګار وي

معلم او ملا نه دی مور او پلار هم ملامت دي

په درز او غرب عادت دي

شروع د نصيحت مو په ښکنځلو او رټلو

په رنګارنګ دږلو

نو!! د دې جشنوارې کلانترانو ماماګانو

نظر مې دی مشرانو

ماشوم ته د ماشوم په اروا پوه معلم په کار دی

نن هر يو استاکار دی

په اووم کې به نو څنګه اوولس واړه کتابونه؟

را زده کړي سبقونه!!

نصاب کې د غيرت او ننګ تعريف ورته روښان کړئ

رښتيا ورته بيان کړئ

د امن سوکالۍ او ورورولۍ موضوعات ډېر کړئ

مات زړونه پرې کوشېر کړئ

چڼي د مدرسې باندې ايکسل پاورپاينټ زده کړئ

او لوستې ورکوژده کړئ

ماشوم ته مو ټول عمر غږولې آللو ده

راپاتې له ببو ده

يو بله آللو د وېښېدو ورته په کار ده

همدغه سمه لار ده

نو! په غوږ کې له آذانه وروسته خپل وطن ورياد کړئ

راتلونکی نسل ښاد کړئ»

 د دې پوست په پای کې د طنز په ژبه دا جمله هم وراضافه شوې ده:

«نوټ: د اکاډمۍ خالص تولید دي. له معارف سره د نامناسبه تړون په پار د ستر الله داد او ابوزاهد رسمي غبرګون هم ورسره ضميمه کوو چې وايي: ټول هغه ښوونکي دې خدای کسر معاش کړي چې د بل اولاد به خپل نه ګڼي.»

په دې ډول موږ ګورو چې د نوي نسل مخه هیڅ شی او هیڅوک نه شي بندولای، نو ښه به دا وي چې نوی نسل د نوې زمانې د غوښتنو له مخې په نوې بڼه وروزل شي.

پای

—————————

په تاند کې د پوهندوی بهاند نورې لیکنې

په پل کې د ښاغلي بهاند لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *