تاند- ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه/ دوشنبه/ ناببره د کابل پل خشتي جومات ته لاړ چې په دغه جومات کې د ماسخوتن لمونځ ادا کړي او په عین حال کې د لمونځ کوونکو حال وپوښتي.
له کله چې محمد اشرف غني د ولسمشرۍ چوکۍ ترلاسه کړې، په ځلونو د ښار په مختلفو ځایونو لکه روغتونونو، پلچرخي محبس او واټونو ګرځېدلی، د خلکو وضعیت یې له نژدې کتلی دی.
ښاغلي غني د پُل خشتي په جامع جومات کې په جمع د ماسخوتن لمونځ ادا کړ.
ده د ماسخوتن د لمانځه له ادا کولو وروسته له لمونځ کوونکو سره روغبړ وکړ او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
ولسمشر همداراز د پُل خشتي د جامع جومات هغه برخې ولیدې چې د وروستیو زلزلو په اثر زیانمنې شوي دي.
د پُل خشتي ملا امام عنلایت الله بلیغ له ولسمشره د پُل خشتي جومات د ترمیم او د جومات لپاره د نوي فرش او د لمونځغاړو د موټرو لپاره د پارکیګ غوښتنه وکړه.
محمد اشرف غني په ځواب کې وویل چې د پُل خشتي جومات فرش به په خپلو شخصي پیسو واخلي او د جومات د ترمیم لپاره به د انجنیرانو یوې ډلې ته دنده وسپاري.