د اجمل عالم زی لیکنه
نیټه : ۱۳۹۵- ۱- ۸
د پاکستان په کراچې ښارکې درې ورځیني سیمه یز فرهنګي فیستیوال ته زما وینا
له هرڅه مخکې د دی فیستیوال له جوړونکو څخه مننه کوم چې په دی ډول مهمه موضوع یې فیستیوال جوړ کړی، موږ ته یې دعوت را کړی او زمینه برابره کړې چې دلته خبرې وکړو .
موږ افغانانو ته چې په هر سیمنار، کنفرانس او غونډو کې د هرې موضوع په اړوند د خبرو وخت را کړل شي، موږ لومړی خپل پر خپلو کورنیو مشکللاتو او روانې نامعلومې جګړې ، چې زموږ مظلوم ملت یې په ناخوالو کې را ګیر کړی، خبرې پیل کوو.
دلیل تاسو ټولو ته واضیح او معلوم دی چې موږ له څه کم څلویښت کلونو راهیسی د هغه جګړی په اور کې سوځو چې زموږ نه ده او تل ورڅخه په شدیده توګه ځوریږو او زموږ هرڅه له منځه وړي.
موږ اوسني ځوانان چې ستاسو په مخ کې ولاړ یو په همدی نامعلومه جګړه کې پیدا او په همدی جګړه کې را لوی شوي یو.
سیاست لکه د طبعیت په څیر خلانه منی او دادی زموږ په زمانې کی دنویو سیاسی قدرتونو سیاسی او اقتصادی اتحادیی ځان راښکاروی اونوی چلنجونه راپیداکوي او افغانستان هم دهمدغو لوبو قربانی شوی دی.
دافغانستان په جګړه او د افغانانو په کورخرابۍ اوتباهۍ کې د ځینو ګاونډیو هیوادونو غرضی لاس وهنی هم بې اغیزې نه دي.
ددی څه کم څلویښت کلنی جګړی په نتیجه کی د ټولو پښتنو او نورو افغانی قومونو دودونه اغیزمن شوی او د خلکو او قومونوترمینځ اعتماد اوباور زیامن شوی، انسانی ارزښتونه، اخلاقی کودونه او اسلامی ورورګلوی بی اعتباره شوې ده.
ټولې بین المللی شخړې، سیالۍ، کساتونه او غچ اخیستونکي احساسات که د هغوی ریښه عربی ده که ترکي، تاجکی، ازبکی که ختیځ او لودیځ دی، که شمال او جنوب … دوی ټول زموږ لوړو او ژورو ته راکوچیدلي او د ټولو زهر زموږ په کاسه او دیګي کې راتوییږي.
دا جګړه، چې ملي، سیمه ییز او نړیوال عوامل لري د پاکستان او په خاصه توګه د پښتونخوا لمن هم نیولی ده اوس د سوات ، باجوړ، مهمندو، کورمی ، ورکزیو او وزیرستانونو قبایلی کمربند هم اور اخیستی دی.
د قومی مشرانو او ملایانو جرګو او مرکو واک اوس افراطی عرب او سخت دریځه چیچینایی ته ورپاتی دی . اوس چی زموږ په ګاونډیوکی هم دبی ثباتی ،شخړی ،تروریزم اورلګیدلی دی هغه وخت رارسیدلی چی د سیمی هیوادونه د خپلومتقابلو ګټو پرمبنا له چیلنجو او ستونزو سره په ګډه مبارزه پیل کړی دا څرګنده ده چی دا لاره اوږده او سخته ده،خو ناممکنه نه ده .
پورتنی ستونزی یوازی د ګاونډیو او زبرځواکو هیوادونو کار هم نه دی، بلکې له څه باندې یوې پیړۍ راهیسې دلته په منطقه کې خصوصآ د ډیورنډ کرښی دواړو خواو پښتنو څخه په شدیده توګه استفاده شوې.
ستونزه موجوده وه خو زیاته په دې شوه چی د دواړو افغانستان او پاکستان حکومتونو یوه هم د کرښی دواړوخواته پرتو پښتنوته توجه ونه کړه نه ددوی ژوند ته توجه وشوه نه تعلیم ته، نه صحت ته ،نه په دی سیمه کې اقتصادی پروژوته او نه ددوی پوهاوی لوړولو ته.
په همدی شکل د کرښی دواړو خوا وپښتنو ډیری نوری ستونزی درلودی چې هیڅ پام ورته ونه شو نه یوازی دا چې پام ورته ونه شو، په لوی لاس او شعوری یا غیری شعوري توګه دا هڅه هم وشوی چې د کرښی دواړو خواته پراته خلک له معلوماتو، تعلیم او اقتصادی سهولتونو څخه بې برخې پاتې شي او په دې توګه د دوی له وجود څخه سواستفاده اسانه شي.
موږ اوتاسو ټول یې شاهدان یو له طالب څخه نیولې بیا تر القاعده او اوسني داعش پورې ډیره زیاتره سرباز ګیری د همدی سیمی له وګړو څخه شوې ده.
ددې ستونزې د حل لار څه ده؟ او موږ رسنۍ او ژورنالستان څنګه ددی ستونزې له حل سره مرسته کولی شو؟
معلومداره ده کله چی د یوه مرض علت معلوم او تشخیص په درسته توګه وشي. نو درمنله بیا د هماغه علتونو له مینځه وړل دي.
رسنۍ په دې برخه کې خورا ښه او رغنده رول لوبولی شي. په لومړي ګام کې باید موږ تاسې د سیمې د هیوادونو خبریالان او په خاصه توګه د افغانستان او پاکستان موجودې رسنۍ په خپلو کې اړیکې او ارتباطات پیاوړي کړو، او پر خپلو حکومتونو فشار واچو چې دلته د موجودو ستونزو حل ته خاصه توجه وکړي.
تبلیغ سپین توروی تور سپینوی بنآ نه یوازې په افغانستان او پاکستان کې بلکې په دې ټوله سیمه کې د سیاسی شعور د لوړولو، عامه اګاهۍ، اجتماعي عدالت او د سولې لپاره د بیان ازادي او د ډلیزو رسنیو موجودیت ته سخت ضرورت دی.
موږ تاسې پوهیږو چې ډله ییزو رسنیو د نوولسمې پیړۍ له پیل راهیسې د انسانانو په ژوند او د اړیکو په نږدې کیدو کې د پام وړ رول لوبولی دی.
که د ډله ییزو رسنیو دریو عمده دندو او د فعالیت ډګر ته وکتل شي، نو زموږ ستاسې سیمه همدغو برخو کې کار ته جدي اړتیا لري.
لومړی – خبري او روزنیزه برخه: رسنۍ د اطلاعاتي، معلوماتي، خبري او روزنیزو پروګرامونو په خپرولو سره د ټولنې د علمي، فرهنګي او ټولنیزې پوهې او سیاسي شعور د کچې له لوړیدو سره د پام وړ مرسته کوي.
دویم – د لارښوونې او رهبرۍ برخه: ټولیزې رسنۍ د عامه اګاهۍ له لارې د خلکو وجدان راویښوي، خلک د بې سوادۍ پر خلاف او د ټولنیزې هوساینې او همدا راز فردي او اجتماعي حقوقو دفاع ته چمتو کوي.
دریم – تفریحي او تبلیغي برخه: زموږ سیمه او ددې سیمې اوسیدونکي د اوسنیو ناخوالو له کبله تر نورو ډیر ذهنی سکون او ارامښت ته اړتیا لري او ټولنیزۍ رسنیو یوه عمده وظیفه همدا ده، چې خلکو ته بیلابیلې تفریحي خپرونې برابرې کړي.
موږ په دې تیرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان خورا ښه تجربه ترلاسه کړه. زموږ رسنیو د ډیرو سختو ناخوالو په منځ کې په ډیر کمزوري حالت کې شروع وکړه، په هغه وخت کې چې پیل د طلوع تلویزیون وکړ ډیرې ستونزې په لاره کې وې – اوس دا دی په لسګونو تلویزنونه، په سلګونه رادیو رسنی او په زرګونو چاپی رسنیو لرو چې په یعقین د عامه خلکو په ذهنیت، اجتماعی او سیاسی شعور لوړولو، بشری حقونو او د ښځو د حقوقو په خوندی کولو کې د افغانانو په ژوندی کې بې ساری مثبت تغیرات راوستلی نړیوالې ټولنی خصوصآ د امریکا متحده ایالاتو مرستی په دی مورد کې له افغانانو سره نه هیریدونکې مرستی وی موږ سره له ټولو بدبختیو د ډلیزو رسنیو او د سپیڅلو ژور نالستانو په قربانی اوس داسې ځای رسیدولې یو چې نور په هیڅ صورت نه غواړو بیرته شاته وګرځو، د ډلیزو رسنیو رول نه یوازی چې په افغانستان کې بی دریغه مثبت بدلونونه را مینځته کړل بلکې په ټوله سیمه کې خورا ارزښناک رول ولوباوه.
په پآی کې یو ځل بیا وايي، چې ټولنیزې رسنۍ زموږ د سیمې د ناخوالو په حل او د خلکو د ژوند په ښه کیدو کې د پام وړ رول لوبولی شوي، خو د فعالیت لپاره ورته باید زمینه برابره شي!