تاند- د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم وايي، انجنیر ګلبدین حکمتیار په هیواد کې د سولې او پخلاینې لپاره نور له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه نه کوي.

حکمتیار تر دې پخوا د افغانستان له حکومت سره د سولې او پخلاینې یوازینی شرط له هیواده د بهرنیو پوځیانو وتل ټاکلی و.

ښاغلي کریم اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د سې شنبې په ورځ وویل :«د بهرنیو پوځیانو وتل زموږ شرط نه دی، دا یو هدف دی.»

حده همداراز وویل چې د ښاغلي حکمتیار لپاره دا شرط نه دی بلکې ځیني نور اصول مطرح دي.

اکثره افغانان باور لري چې له حکمتیار سره سوله د هیواد له امنیت سره مرسته کوي او نورې ډلې هم هڅولی شي چې د سولې او پخلاینې لار خپله کړي.

حکمتیار د ۲۰۰۲ م کال په لومړیو کې لا په ایران کې و او د حامد کرزي په مشرۍ له نوي جوړ شوي حکومت سره یې هیڅ راز مخالفت لا نه و پیل کړی چې د کابل د هماغه وخت حکومت له ایران څخه د نوموړي د ورسپارلو یا له خپلې خاورې د ایستلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان له حکومت او د سولې له عالي شورا سره د حکمتیار د مرکچي پلاوي مشر ښاغلي کریم اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل:«موږ په دې باوري یوو چې که اسلامي حزب له حکومت سره سوله وکړي او په دې اړه موافقه لاسلیک کړي، د طالبانو په شمول به نورو ډلو ته هم لاره هواره کړي. که موږ په موافقې بریالي شوو، طالبانو ته به د جګړې لپاره دلیل پاتې نه شي.»

ټاکل شوې ده چې د حکمتیار پلاوی روانه اوونۍ د سولې له عالي شورا سره درېم پړاو خبرې وکړي.

د ډېرو افغانانو په باور که حکمتیار پوځي مخالفت په سیاسي مخالفت یا سیاسي هڅو بدل کړي، ممکن د اسلامي حزب بېلابېلې ډلې پر ځان راټولې کړي او پر یوه مهم قوت بدل شي ځکه چې دغه ګوند د پام وړ نفوذ لري مګر اکثره حزبیان نور له جنګ او جګړو ستړي دي او د سیاسي فعالیت ملاتړ کوي.

پکار ده چې د افغانستان له حکومت سره تر پخلاینې مخکې د حکمتیار او د ده د ګوند د یو شمېر غړیو نومونه له تور لېسته وایستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *