د وچې مېوې سوداګر وایي په ننګرهار ولایت کې هر کال شاوخوا ۲۰ زره ټنه ممپلي حاصلات لري خو د ممپلیو د پخولو او د منظم مارکیټ د نشتون له امله یې چارې له ستونزو سره مخامخ دي .
د دغه ولایت د وچې مېوې د سوداګرو مشر اجمل رحماني وایي په دغه ولایت کې هر کال شاوخوا ۲۰ زره ټنه ممپلي حاصلات لري،خو د منظم مارکیټ د نشتوالې له امله یاد حاصلات ګاونډي هېواد ته صادریږي او په یاد هېواد کې تر پخولو وروسته د دوی له لورې پلور شوي ممپلې پرې بېرته شپږ سلنه لوړ پلورل کیږي.
دغه سوداګر وایي په دغه ولایت کې د وچې مېوې او په ځانګړې ډول د ممپلیو د پخولو او خرڅلاو یو منظم ځای شتون نلري او له همدې امله هر کال د ممپلیو سوداګرو څخه څلوېښت میلیونه افغانۍ کرایه اخیستل کیږي،چې د دوی پر سوداګرۍ یې منفي تاثیر کړی.
دوی وایي په جلال اباد ښار کې تر څلوېښتو زیات کسان د ممپلیو سوداګري کوي،چې په سلګونو ځوانان ته یې د کار موندنې زمینه هم برابره کړې ده .
سوداګرو د ننګرهار والي سره په لیدنه کې چې نن د وري په ۱۷مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په جلال اباد ښار کې د ممپلیو سوداګرو ته د ځآنګړې ځای د ورکړې غوښتنه وکړه .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي خوښي څرګنده کړه،چې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې هر کال تر ۲۰ زره ټنو پورې د ممپلیو حاصلات لرو او سوداګرو ته یې ډآډ ورکړ،چې په هره برخه کې به ورسره د قانون په رڼا کې همکاري وکړي.
نوموړي د دغه لیدنې په ترڅ کې د وچې مېوې سوداګر په ملي پروګرامونو کې همکارۍ او ګډون ته هم راوبلل .