تاند- په بغلان کې چارواکي وايي، وسله وال طالبان یو وار بیا د دغه ولایت ډنډ شهاب الدین ته ورغلي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښتې کړي دي.
د بغلان والي عبدالستار بارز نن /چهارشنبه/ رسنیو ته وویل، طالبان له تېرو درو ورځو راهیسي ډنډ شهاب الدین ته راغلي او له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شوي دي.
ده د طالبانو لاس ته د دې سیمې لوېدل رد کړل، ویې ویل چې امنیتي ځواکونو طالبانو ته کلک ځواب ویلی دی.
د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبانو د دوی یو شمېر بېګناه خلک وژلي دي.
بارز وايي چې امنیتي ځواکونو ۵ طالبان وژلي او ۱۱ نور ژوبل کړي دي.
د ده په وینا ۲ پولیس هم وژل شوي دي.
د سیمې ځیني اوسېدونکي خپلې سیمې ته د طالبانو ورتګ د یوې دسیسې په نتیجه کې بولي چې د دوی په ادعا هدف یې د ډند شهاب الدین د خلکو د کورونو نړول او له سیمې څخه د هغوی بې ځایه کول دي.
دوی په دې دسیسه کې له طالبانو سره ځیني پټۍ کړۍ همکارې بولي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبان چې سیمه ساتلی نه شي ولي، د دوی له کورونو او کروندو د جنګ میدان جوړوي.
د بغلان والي ښاغلی بارز وايي، افغان امنیتي ځواکونو په ډنډ شهاب الدین کې پراخ عملیات پیل کړي دي. د ده په وینا په دې عملیاتو کې ولسي ځواک هم د پولیسو او اردو د سرتېرو ملاتړ کوي.
ډنډ شهاب الدین د پلخمري په لمنه کې موقعیت لري او تېر ژمی د جګړې په نتیجه کې له ازبکستانه کابل ته د غځېدلې برېښنا ستنه پکې ورانه شوه چې له کبله یې تر ډېره وخته کابل ښار بې برېښنا و.