د ټولنیزو علومو یو شمېر پوهان رهبري د انساني ټولنې یوه اړینه اړتیا بولي او رهبر هغه چاته ویل کیږي چې له جسمي، فکري او ذهني اړخه د ټولنې تر نورو وګړو برتري ولري او همدا برتري د دې لامل ګرځي چې د ټولنې نور وګړي پر ده باور وکړي او دی د خپلې ټولنې د رهبر په توګه وټاکي. ښه رهبر خپل مسؤلیتونه په سمه توګه پر مخ وړي، د هېواد په لویو او ملي مسایلو کې له ولس او پوه کسانو سره مشوره کوي او همدا علت دی چې دی د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای نیسي.

افغانستان چې له تېرو څلورو لسیزو را په دې خوا په داسې یوه نا پېژندل شوې او بې ادرسه جګړه کې ښکېل دی یو لوی او مهم علت یې په هېواد کې د رهبرۍ پر سر کورني اختلافات دي چې ډېری مالي او ځاني زیانونه یې هم عام ولس ته اړولي دي او همدغه کورنۍ جکړو او اختلافاتو بهرنیو استخباراتو ته د لاسوهنې زمینه برابره کړې ده، که څه هم په تېرو دیارلسو کلو کې د افغانستان په رهبرۍ کې خورا بدلونونه راغلي وو، په ملي او مهمو مسایلو کې له ولس سره مشورې کېدې، لویه جرګه راغوښتل کېده چې ښه بېلګه یې هم د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک ګڼلی شو.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا هر څه سرچپه روان دي، څنګه چې مې مخکې ورته اشاره وکړه، افغان ولس تل د نورو په ژمنو، خیالي لقبونو، او خیالي طرحو باور کړی چې پایله کې پرته له پېښمانۍ بل هېڅ نه دي تر لاسه شوي او ښه بېلګه یې هم اوسنی ولسمشر ډاکټر اشرف غني ګڼلی شو. د ده تش په نامه ژمنو، لقبونو او خیالي طرحو ولس تېر اېست، کومه تمه چې ولس ده ته درلوده هغسې ونه شول، ولس په خپله رایه سخت پېښمانه دی، که له هر چا پوښتنه وکړې نو د ده په باب منفي نظر څرګندوي او دی د افغانستان لپاره وړ او کارا مدېر نه بولي، بلکې ده ته د یوه بې کفایته مدیر په سترګه ګوري.

رهبري او مدیریت په چیغو، جدیت، تش په نامه ژمنو او خیالي طرحو نه کېږي. ښه رهبري د ولس زړونه په لاس راوړي، ښه رهبر د ولس په زړونو کې ځای نیسي او ډاکټر صیب غني نه یو ښه رهبر دی او نه هم د ولس په زړه کې ځای لري؛ د ولسمشر غني تر ټولو لویه ستونزه جدیت او د بل خبرې ته غوږ نه نیول دي، تر ټاکل کېدو دوه ورځې وروسته پلچرخي زندان ته لاړ، د زندانیانو د ستونزو تر اورېدو یې خبري کنفرانس ورکړ او په دې کنفرانس کې یې دومره په جدیت خبرې وکړې چې حتا ځان یې وکنځلو؛ له هغه وروسته د ده بل مهم سفر د افغانستان لودیځ هرات ولایت ته و، هلته یې هم د یو شمېر چارواکو تر ګوښه کېدو وروسته ځان وګنځلو چې د ده دې خبرو په ولس خورا بد اغېز وکړ او دی یې د افغانستان لپاره وړ او حوصله مند ولسمشر ونه ګڼلو. د افغانستان په رهبرۍ کې جدیت هېڅ د زغم وړ نه دی او هېڅ جدیت نه شي کولی افغان ولس له دې ناخوال را وباسي.

په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه د ځینو چارواکو استعفاوې هم د یوه ناسم مدیریت او ناسم رهبریت بېلګه ده، ولسمشر غني تر خپله خبره نه تېرېږي، دی له خپلې کابینې سره ناسم چلند کوي، هغوی ښکنځي، بد او رد ورته وایي، دی وایي هر څه چې زه وایم سل په سله سم او پر ځای دي چې داسې نه ده. د کانونو وزیر په خپل استعفا لیک کې لیکي چې ولسمشر د ده له طرحو سره مخالفت درلود، دی وایي چې د ولسمشر ځینې پرېکړې ورته د منلو وړ نه وې او همدا لامل شو چې خپله استعفا یې وړاندې کړه.

خلاصه د افغانستان لپاره یو داسې رهبر ته اړتیا ده چې خورا زیات زغم ولري، د خلکو خبرې واوري، د خلکو ستونزې ته غوږ کېږدي او په یوه چارچوب د حل لار ورته ولټوي. د دې هېواد درد په چیغو نه دوا کېږي، دې هېواد څلوېښت کاله غمونه ګاللي نو بناَ دلته پوره زغم او حوصلې ته اړتیا ده، پرته له زغم او حوصلې هېڅ رهبر نه شي کولی د دې هېواد درد دوا کړي.

د یوه ښه او زغم لرونکي رهبر په هیله!!

3 thoughts on “جدي رهبري که د شخصیتونو سپکاوی؟/ امین حنان”
  1. سلام
    زماهدف له دې تبضرې څخه د چا ستا ينه او بدويل نه دى .نن سبا په تودو خبرو، پارلمان، په شخصي تلويږن کې دمدني ټولنې، نهاد هاي شفاف اوودموکراتيکو په نوم ريسان داسې نيوکې په اصطلاحاتو کې کاروي چې هېڅ غوړو ته اړه نه لري دومره په لهجه او ښه اواز تلفظ کيږي چې دبيان ازادي ورته هک پک پات کيږي خو دا نه بيان دى او نه ازادي او نه د ولس مشکل ته ګټه لري خير دى که په مانا ېې نه پوهېږي او که نه هغه اهم په داسې حال کې چې ځارنوال ته سارنوال وايي او دکورنيو چارو معين هم وه. په هر حال چرچيل په خپل کتاب کې ليکي چې هر هغه ټولنه چې ملي زعيم ونه لري اوس به راشو د ملي زعامت مسوليت، رسالت، کفايت او اهليت ته چې کوم اهداف يو سړي د زعامت مرحلې ته رسولي شي؟ لکه ځنګه چې سياست له کوره پيل کيږي همدا رنګه دسپلين هم له کوره پيل کيږي خو دسپلين زموږ ټولنه کې په اساسي توګه د يوې ځانګړې جهان بينې چې په هغې زموږ ټول عقايد د مساوات، عدالت، انصاف او د اسلام پر هغو اساسا تو چې زمونږ د ټولنې دين او مذهب د برابري او وروري معيار ټا کي نه هغه سياست چې د اسلامي شونو سره توپير لري توپير

    لري.
    عدالت، انصاف، مساوات، برابري او وروري، رښتينئ عمل او په هرکا کې پاکي او ثبات هېڅ کله فساد سره لاره نه لري موږ نه پوهيږو چې د کرزي حکومت ولې په دې کار کې پاتې راغى چې مخ ېې بلې خواته واړوه. پښتو کې متل دي چې واېې وروري به کوو خو دحساب له منځه زموږ د حساب خبره په دروغو ولاړه ده او درواغو مزل هم ډير لنډ دي. کار اهل کارته ونه سپارل شو د سها مي شرکت په وړاندې مبارزه ونه شوه، ژمنې اووعدې پ هېرې شوې منت اوسنت مو ګواښ او هياهو مو ډير شو
    په هرکار کې مداخلې او غاښ چيچنه زياتې شوي دلته او هلته هرڅه روان دى

  2. هر هغه ټولنه چې ملي زعيم ونهلري دهغې ټولنې حالت هغې رمې ته پاتې کيږي چې شپون نه لري
    پاتې برخه ېې بشپړه شوه بښنه غواړم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *