دين پاچا مسعود –

د ژوند ادبي بهير د ځنځير تېره «۱۱»او پرله‌پسې کړۍ د شاه محمود عابد په تلاوت پرانيستل شوه، د دريځ چارې احسان الله درد پر مخ بېولې.

د غونډې مېلمانه خانولي سيرت او نصرالله احساس وو چې کوربه‌توب يې مسکين عاجز کاوه.

محمد بهادر وقار د تېرې اوونۍ د غونډې له حاله خبر کړو، د غونډې برخه‌والو د راپور په اړه بېلابېل نظريات وړاندې کړل. چا ورته د انتقاد ګوته نيوله او چا بيا بشپړ ادبي راپور باله.

احسان الحق راپور ښه وګاڼه او د دقت ښېګڼه يې د راپور ځانګړنه ياده کړه. دين باچا مسعود ويل راپور په عامه کې ښه او خوندور و او لنډوالی يې يوازېنۍ ښېګڼه وښووه، همدارنګه مسعود په راپور کې پر دې نيوکه کوله چې د تېرې ادبي ټوټې د عنوان تر څنګ بايد د هغې يو پارګراف هم د بېلګې په توګه راوړل شوی وای.

شاه محمود عابد په دې نظر و چې راپور ښه و؛ خو  ويل يې که «…محمدالله شاکر په هر اړخيز ډول راپور ښه وارازوه.» دا جمله په راپور کې نه وای کارول شوې، تر دې هم ښه جمله پيدا کېدله، د هر اړخيز ترکيب يې پر ذوق دروند لګېدهاو د دين باچا مسعود ددې خبرې ملا يې ور تړله چې د ادبي ټوټې عنوان تر څنګ بايد يو پاراګراف هم راوړل شوی وای.ده زياته کړه چې د «د اسمان تور حجاب په تن…» جملې په څېر خيالي جملې بايد په راپور کې نه وي.

سيرت بيا ادبي راپور معرفي کړ او ويل يې چې په راپور کې بايد عنوان، ليډاو وروسته متن راشي. احسان الحق بيا د سيرت خبره د ژورناليسټيکي راپور په اړه کره بلله.

د ادبي بهير دويمه برخه پر ادبي درس را څرخېده چې احسان الحق د «ادبي هنري نثر» تر سرليک لاندې خپله موضوع چمتو کړې وه . په موضوع کې په نثر پېژندلو سربېره پر لنډه کېسه هم قلم چلولی و.

مدثر ساحل په موضوع کې د پرديو لغاتو خبره کوله، لکه «ټيپ» چې بايد پښتو کې ورته انډول پيدا شوی وای. بخت مرجان بخيار ويل چې د لنډې کيسې د جوړښتي توکيو تر څنګ بايد د سرليک انتخاب په اړه هم خبرې شوې وای.

د غونډې درېيمه برخه د تېر په څېر شاعرانه نړۍ ته ځانګړې شوې وه، په مشاعره کې شاعرانو د ذوقونو تږې صحراوې خړوبې کړې.

راتلونکې غونډې ته مدثر ساحل د ځانګړې موضوع او مسکين عاجز د کره‌کتنې لپاره د غزل راوړلو ژمنه کړه او غونډه د خان ولي سيرت په دعايې پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *