تاند- د کندهار امنیه قوماندان وايي، پاکستان غواړي چې د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ د طالبانو یوه نوې ډله جوړه کړي.

جنرال عبدالرازق نن /چهارشنبه/ وویل، پاکستان وروسته له هغه پر طالبانو په غوسه شوی چې د اګست په میاشت کې د کابل د شاه شهید د حملې په شمول یې د یو شمېر بریدونو مسوولیت ونه مانه.

د جنرال رازق په وینا پاکستان اوس هڅه کوي چې د طالبانو یوه بله ډله جوړه کړي.

«حاضردمه د طالبانو یوه ډله د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ فعالیت کوي، بله د ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندې ده. خو پاکستان غواړي درېمه ډله د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ جوړه کړي او په دې برخه کې د حقاني شبکې سراج الدین حقاني له پاکستان سره همکاري کوي.»

په همدې حال کې تېره اوونۍ په ځینو راپورونو کې د ملا عبدالقیوم ذاکر په حواله ویل شوي و چې نوموړی غواړي د ملا اختر محمد منصور بیعت وکړي.

ذاکر د افغانستان په جنوب، په تېره بیا هلمند، کندهار او اروزګان کې د طالبانو تر ټولو مهم جنګي قوماندان ګڼل کطږي.

د کندهار امنیه قوماندان وايي:«پاکستان څو ځلي له طالبانو وغوښتل چې د شاه شهید د حملې مسوولیت ومني، خو هغوی دا کار ونه کړ، له دې وروسته سید محمد حقاني په مرموز ډول په زهرو ووژل شو.»

جنرال رازق ادعا کوي، هر څوک چې د پاکستان اوامر ونه مني یا وژل کېږي یا نیول کېږي.

د کندهار امنیه قوماندان دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې ځینی راپورونه وايي، پاکستان د طالبانو مشرانو ته ویلي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي او کنې دوی به د خپلو کورنیو له غړیو سره له پاکستانه وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *