تاند- د پاکستان پوځ نن وویل چې په جنوبي پنجاب کې یې له پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د جنایتکارانو خلاف عملیات پیل کړي دي.
پاکستاني رسنۍ دا عملیات د طالبانو خلاف بولي او وايي چې پوځ یې د دې لپاره جنایتکاران بولي چې په پاکستان کې حملې کوي.
د پاکستان پوځ تل پنجابي طالبان د افغان طالبانو په شان (Good taliban) یا ښه طالبان بللي خو د لاهور له حملې وروسته یې د پنجابي طالبانو خلاف هلې ځلې کوي.
د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«جنایتکاران او ترهګر په نورو صوبو کې له ضرب عضب څخه د پنجاب جنوبي ولسوالیو لکه روجهان، کیچ او رحیم یارخان ته په تېښته راغلي دي.
د پاکستان پوځ د لاهور په ګلشن اقبال پارک کې له حملې وروسته د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د سختدریځو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
څو ورځې مخکې د پاکستان د قانون وزیر رانا ثنااالله په پنجاب کې د ترهګرو د پناهځایونو موجودیت رد کړ، ویې ویل چې له حکومت سره د ټولو مدرسو بشپړ اسناد شته، په دې اړه معلومات لري چې کومې مدرسې ته استادان راځي او څه ډول طالبان درس پکې وايي.
د ده په وینا د ۱۵ زره مدرسو په اړه له څېړنو وروسته پرېکړه وشوه چې ۵۳۲ مدرسې باید وڅارل شي.
له بلې خوا پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو سختدریځو نن /پنجشنبه/ سهار وختي ډیورند کرښې ته څېرمه پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۲ سختدریځي ووژل شول.
پاکستاني چارواکي همداراز ادعا کوي چې په دې نښته کې، چې د کورمې ایجنسۍ په مانګارو پوسته کې وشوه، یو شمېر نور سختدریځي ژوبل شول.