تاند- په کابل کې د چین سفارت نن/ جمعه/ وویل چې پرون په افغانستان کې درې چینايي اتباع وژل شوي او دوه نور بې درکه شوي دي.
د چین د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې په کابل کې د چین سفارت د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د دې جنایت د څېړلو لپاره له ټولو ضروري او عملي شیوو کار واخلي، جنایتکاران ونیسي او په افغانستان کې د چینايي اتباعو امنیت او خوندیتوب یقیني کړي.
د سینهوا خبري اژانس په خبر کې د پېښې د ځای په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم په دې باب څه ویل شوي چې وژل شویو او بې درکه شویو چینایانو څه دنده لرله. خو په نورو راپورونو کې ویل شوي چې چینایان په کابل کې اوسېدل او په خپل کور کې وژل شوي دي.
چین په افغانستان کې تر ټولو ستر پانګوونکی هیواد دی. دې هیواد د لوګر د عینکو د مسو د کان او په شمال کې د امودریا د حوزې د تېلو د استخراج قرادادونه اخیستي دي.
چینايي انجنیرانو د افغانستان په شمال کې د تېلو د استخراجولو او د چاڼځای د جوړولو لپاره عملي کارونه پیل کړي خو په لوګر کې د عینک د مسو پر کان د دوی کار څو ځلي خنډول شوی دی.