په کونړ کې د تنویر لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي ،حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ ، اداره او دیپلوماسۍ څانګو څخه د (۱۸) نجونو په ګډون (۲۷۱) محصلین د لیسانس په کچه د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل . په همدې پار په جوړه شوې غونډه کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي ، په فرهنګي چارو کې دلوړو زده کړو وزارت سلاکار محمد الیاس مدني ، ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار،امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ،د ولسي جرګي غړي حاجي سخي مشواڼي ، دیني عالمانو ،قومي مشرانو او د فارغانو کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د تنویر لوړو زده کړو موسسې بنسټګر زاهدالله زاهد له لوري ملیمنو ته ښه راغلاست وویل شو او د یادې علمي موسسې د فعالیتونو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل .
ورپسې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وینا وکړه او د تنویر لوړو زره کړو موسسې رهبرۍ، فارغو محصلینو او دهغوي کورنیو غړو ته یې د دغې ویاړلې ورځې مبارکي وویله او هیله یې وښوده ،چې نوي فارغ شوي محصلین ،چې خپلې لوړې زده کړې یې د اقتصاد ،حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس په کچه تر سره کړي بسنه ونه کړي او د ماسټرۍ او دکتورا په کچه لوړې زده کړې ترلاسه کړي، د هېواد او ولس پر وړاندې خپل مسوولیتونه په ښه او صادقانه ډول تر سره کړي او خپل هېواد دعلم او پوهې په ډګر کې د نړۍ د سیالانو سره سیال کړي،نوموړي په ټولو ګډونوالو غږ وکړ، چې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره سره یوموټی شئ او د سولې او ثبات دټينګښت په لاره کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت پرځای کړئ .
د ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار،امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخيل او پوهندوی منګل شیرزاد هم په خپلو ویناو کې فارغو محصلینو ته دټولنې د باسواده او ځوان قشر په حیث خپلې دندې او مسوولیتونه په ګوته کړل او ورته یې د لازیاتو بریاو غوښتنه وکړه .
د مراسمو په وروستۍ برخه کې پر فارغ شویو محصلینو د تصدیق پاڼو له ویشل کیدو وروسته مراسم په هېواد کې دتل پاتي سولې، ازاد او اباد افغانستان په دعایه کلماتو سره پای ته ورسیدل.
عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند