نېټه ۱۹ /۱/ ۱۳۹۵
دلغمان ولایت مقام درسنیو او اړیکو دفتر

دلغمان مرکز مهترلام په زړه د اطلاعات او فرهنګ ریاست په انګړ کې د سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه. په دغه مشاعره کې د لغمان ولایت  والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي، په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لال پاچا ازمون، د ملي تحریک او کابل پوهنتون استاد محمد اسمعیل یون، د اجرائیه ریاست سلاکار الحاج غازي نواز تڼي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات، لوړ پوړو چارواکو، ملي سوداګرو، د بېلابېلو ولایتونوڅخه ګڼ شمېر شاعرانو، لیکولانو، د شعر مینوالو، ځوانانو او د یو شمېر رسنیو دمسؤلینو ترڅنګ پکې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو برخه لرله.

په پيل کې د اطلاعات او فرهنګ رئیس ښاغلي فیضان الله پټان دسمسور لغمان دودیزې پسرلنې مشاعرې ټولو برخوالوته تر ښه راغلاست ویلو وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي ته  بلنه ورکړه چې پيلیزې خبرې وکړي،ښاغلي نعیمي دخپلو هر اړخیزو خبرو په اوږدوکې شاعران،لیکوالان او په ټوله کې دعلم او ادب خاوندان دټولنې هغه روښانه څراغونه یاد کړل چې کولی شي دشعر  او ادب په خوږه اونرمه ژبه ولس ته دیووالي،مثبت فکر،پرمختګ،ښوونیزې اوروزنیزې پراختیا او  انسان پالنې روحیه ورکړي او ټولنه په سم لور رهبري کړي.

ښاغلي نعیمي په جوړ شوي شاعرانه ماښام کې ټولو ته پيغام ورکړ چې دهېواد په دې حساسو شرایطو کې د تولنیزخوندیتوب،ډاډمن امن،سولې،ثبات او هر اړخیز پرمختګ په ډګر اساسي رول ترسره او د روان وضعیت څخه دټولنې په راویستلو کې رغنده رول  ادا کړي.

په وار سره د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانوچارومعین ډاکټر کمال سادات او  د اجرائیه ریاست سلاکار الحاج غازي نواز تڼي هم خبرې وکړې او په خپلو خبروکې يې ژمنې وکړي چې په اړوند برخوکې به دلغمان دځوانانو او ولس لپاره یو شمېر اساسي کارونه ترسره کړي.

د ویناوالو د ارزښتمنو خبرو وروسته دشعر او ترنم لړۍ پيل شوه،ځینوخپل اویوشمېر نوروبیا انتخاب شوي شعرونه برخوالوته وړاندې کړل او د غونډې دبرخوالو ترڅنګ يې ټولو  دشعر په نرمه او خوږه ژبه مثبت او رغونکي  پيغامونه انتقال کړل.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *