ټوله ورځ روزګار پسې وګرځیدم، تکې سپینې جامې مې د سړکونو په خاورو او ګردونو خړې پړې شوې ماښام تش لاس د کور په لور وخوځیدم په ډیرو اسویلو مې زړه راشین شو، د کور لاره مې بدله کړه او مخ په میخانې روان شوم په ټوله لاره مې د توکل، توکل خبره کوله میخانې ته ورسیدم او دروازه مې ورته وټکوله د دروازې زنځیر لرې شو، د ساقي ښکلې او نوراني څیره مې تر سترګو شوه لاسونه یې راته خلاص کړل او په سینې پورې یې کلک ونیولم میخانې ته دننه شوم ډیر میخواران راټول شوي وو هر چا خپله مستي کوله هر چا د پیالې له یو کړنګ نه څو چنده خوند اخیستو د هر چا مخ ته به چې ځیر شوم داسې ښکاریدل چې په ریښتیا یې خپل ټول غمونه د میخانې د دیوالونو تر شا بندیان کړي دي په ټوله میخانه کې به یواځینی شخص زه وم چې خپل ټول غمونه او دردونه مې له ځان سره میخانې ته ننویستې وو دا ځل نو دومره خمار وم چې پیالې به نورو جنګولې او خوند به ما ترې اخیستو، دیوال ته مې ډډه ووهله ستړی وم پښې مې هم وغځولې دا نو داسې شیبه وه چې ساقي ته غږ کړم او د پیالو د قطار کولو غوښتنه ترې وکړم مخکې له دې چې ساقي ته غږ کړم لمړی مې په خپل جیب لاس راکش کړ یو دم مې په ماغزو کې ټک وشو جیب کې مې یواځې د لارې کرایه وه چې تر کوره پرې ځان ورسوم نور نو یوه روپۍ راسره اضافه نه وه ځان مې غلی کړ شیبه وروسته راباندې ساقي خپله غږ وکړ (( همت جانه په څو پیالو به دې خمار مات شي؟ څو پیالې دې مخکې در قطار کړم ؟ )) په دې خبره مې ستونی را ډک غوندې شو ځکه چې ما د یوې پیالې د اخیستلو توان هم نه درلود ساقي ته مې بیرته ځواب ورکړ (( نه نه یوه پیاله هم راته مه راوړه قربان، نن خو هسې ستا سلام ته راغلی یم ښه دی چې په روغ صورت مې ولیدلې)) ساقي رانه مننه وکړه او د نورو میخوارانو خواته روان شو، زما تر څنګ یوه ډله میخواران ناست وو له خبرو او حرکاتو نه ښکاریدل چې په ټوله معنا یې هوښ له لاسه ورکړی و، له خبرو یې خندا ډیره وه او د پیالو له تشولو څخه یې پیالې ماتول ډیر و، دوی په شرابو دومره ماړه شوي وو لکه څومره چې زه خمار پاتې شوی وم، ما د دوی له خبرو او حرکاتو نه ډیر خوند اخیستو تر پایه مې ورته د سترګو په کونجونو کې ورکتل دې وخت کې یو میخوار په ساقي باندې غږ وکړ ورته یې وویل (( کاش چې ستا میخانې د پاسه چت نه درلودلی او کاش چې هم نن راباندې په همدې میخانه کې ښه ډیر باران وریدلی وای)) ساقي پوه و چې نن یې بې اندازې ډیر څښلي یواځې یوه خوله خندا یې ورته وکړه نور یې هیڅ ورته و نه ویل، د دې میخوار خبره ما د زړه په غوږو واوریدله زما خو هسې هم ستونی ډک، ډک و خو د دې عجبې او له ارمانه ډکې خبرې مې نور هم ستونی راډډ کړ، ځان سره مې وویل راځه “همته” که نن ستا د شرابو څښلو او د خمار د ماتیددلو ارمان پوره نه شو نو د دې میخوار دا غوښتنه او ارمان خو پوره کړه، له ځایه پاڅیدم د میخوار څنګ ته نږدې شوم او تر شا یې ودریدم له پاسه مې خپل راډک شوی ستونی پرې تش کړ ښې غټې غټې اوښکې مې پرې وڅڅولې، میخوار یو دم غلی او حیران پاتې شو خپلې پیالې ته یې پام شو چې د اوبو غټ غټ څاڅکي پرې وریږي یو دم یې چیغه کړه (( هلئ هلئ په میخانه کې مې باران غوښته دا دی دعا مې قبوله شوه هلئ په بند چت راباندې باران وریږي)) له ‌ډیرې خوښۍ پاڅیدو چې په ګډا شروع وکړي، په ګډا یې شروع وکړه تر څو یې چې مخ بل اړخ ته اړوو نو سترګې یې پر ما ولګیدې زما په مخ باندې د اوښکو څاڅکو ته ځیر شو پورته یې وکتل چې د میخانې چت بند دی او د باران درک هم نشته پوه شو چې هغه د باران څاڅکي نه بلکې زما اوښکې وې چې یواځې د یو ښکلي زړه د ارمان د پوره کیدو په خاطر وڅڅول شوې، میخوار زما پر اوږه لاس کیښود او په بل لاس یې زما اوښکې پاکې کړې ځنګیدلی بیرته کښیناست او زه یې هم ځان سره کښینولم ما ته یې کتل او د مینې نه ډکه خندا به یې راته وکړه، بیا یې په ساقي غږ وکړ او تشه پیاله یې ترې وغوښتله ساقي پیاله راوړله او د پنځه شپږو پیالو سره یو ځای له شرابو ډکه شوله، دې میخوار خپلو نورو ملګرو ته په لوړ غږ وویل، تاسې باید په دې پوه شئ زه دا نننی محفل د دې ځوان (همت) په نوم کوم او دا ځوان د خپل ځانګړي میلمه په توګه دې محفل کې شریکوم، ټول ملګري یې زما په میلمستیا ډیر خوښ شول هر یو خپله خپله پیاله جګه کړه ما هم خپله پیاله جګه کړه د پنځو، شپږو پیالو نه مو په یو وار یو کړنک پورته کړ په سر مو واړولې او خپل خمار مې یواځې د یوې پیالې په زندان کې بندي کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *