تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، د ډیورنډ کرښې هاخوا د وسله والو ډلو ځالې د دې سبب شوي چې د هیواد ډیرې سیمې ناامنه کړي.

د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم، د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين عبدالرحمان رحمان نن/ جمعه/ دې ولايت ته په سفرکې وويل، د وسلوالو پټنځايونه د ډيورنډ د کرښې ها خوا دي چې له امله يې زموږ سرحدي ولايتونه ګواښل کيږي.

د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو معين سترپاسوال عبدالرحمان رحمن د يوه پوځي پلاوي په ملتيا د کوچني اختر په دوهمه ورځ سرحدي ولايت پکتيکا ته د سفر په ترڅ کې د پکتیکا له والي محب الله صميم سره د دې ولايت پر اوسنيو امنيتي حالاتو خبرې وکړې.

ښاغلي رحمن يو ځل بيا وويل چې د دولت د وسلوالو مخالفانو پټنځايونه د ډېورنډ د کرښې ها خوا دي چې له امله يې زموږ سرحدي ولايتونه ګواښل کيږي .

د پکتيکا والي محب الله صميم د دې ولايت د امنيتي ځواکونو کړنې ښې وارزولې، ویې ویل چې له امله يې ډاډمن امنيت راميځته شوی دی.

د پکتيکا والي محب الله صميم له ولسمشر حامد کرزي مننه وکړه چې د پکتيکا ملي پوليس يې د مېړانې په مډال وستايل نوموړي زياته کړه چې د پکتيکا امنيتي ځواکونه به هيچا ته هم د ناامنۍ او يا کوم ګواښ اجازه ورنګړي.

د پکتيکا ملي پوليس په داسې حال کې د ولسمشر له لوري د مېړانې په مډال ستايل کيږي چې د دې ولايت ټولو امنيتي ځواکونو د يوه پراخ امنيتي پلان له مخې په مرکز او ټولو ولسواليو کې کلک امنيتي تدابير نيولي چې له کومې امنيتي پېښې پرته د اختر دوهمه ورځ هم په دې ولایت کې په خوښيو او مېلو ولمانځل شوه.

ویل کېږي چې په پکتیکا کې هم د سیمه ییزو پولیسو رامنځته کېدو په دېرو سیمو کې د طالبانو ملا ماته کړې او امنیت ښه شوی دی.

د کتونکو په وینا په هغو ولایتونو کې چې قومي جوړښتونه په خپل حال پاتې دي د سیمه ییزو پولیسو تشکیل د امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي خو په هغو سیمو کې چې مختلف قومونه یو ځای یا ګډوډ  اوسي او قومي جوړښتونه له منځه تللي، سیمه ییز پولیس د امنیت پر ځای د ناامنۍ سبب کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *