د بریتانیا د ډیلی مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه لپ ټاپ، چې سپیکتر ۱۳ (Spectre 13) نومېږي، پنډوالی یا ضخامت یو سانتۍ (یا صفر اعشاریه ۴ اینچه) دی چې تر (AAA) بېټریو نری دی او د اپل تر (MacBook Ari 13) لپ ټاپ هم نازک او سپک دی.

د دغه لپ ټاپ باډۍ له المونیمه او شاوخوا یې له برونزه جوړه شوې ده.

دا لپ ټاپ ایچ پي کمپنۍ جوړ کړی. ایچ پي کمپنۍ د اینټل کور ایم (Intel Core m) پر ځای، چې په اکثرو کمپیوټرونو کې یې استعمالوي، په دغه نازک کمپیوټر کې له (Core I 5) او (Core i 7) څخه کار اخیستی دی چې د کمپیوټر له سرعت او کار سره زیاته مرسته کوي.

د دغه لپ ټاپ بېټرۍ ۱۰ ساعته کار کوي.

سکرین يې ۱۰۸۰ پیکسله، رم یې ۸ ګېګابایټه، میموري یا حافظه یې ۲۵۶ ګېګابایټه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *