د پاکستان د صدر اعظم د ملي امنيت مشاور سرتاج عزيز څو موده وړاندي په امريکا کي ويلي چې د طالبانو مشران په پاکستان کي اوسي .
دا به ښايي د لومړي ځل لپاره د پاکستاني چارواکو دغسي اعتراف وي . دا پداسي حال کي دي چې له دې ټول افغانان خبر دي چې د طالبانو مشران په پاکستان کي دي.
کورنۍ يې هلته استوگني لري او نه يوازي دا چې هلته استوگن دي بلکي ډېري قېمتي او دنگي ماڼۍ يې هم د هغو پيسو په ذريعه جوړي کړې چې د افغانانو د وژلو او کړولو په ترڅ کي يې تر لاسه کړې دي.
نه يوازي پخې ماڼۍ بلکي نږدې داسي څوک به په طالب مشرانو کي نه وي چې دوهم يا دريم واده يې نه وي کړی.
د دې سره سره نږدې ټول مشران يې پاکستاني تابعيتونه هم لري . که تاسو يوازي د کوټي اسحاق آباد ته سر ور ښکاره کړئ نو ښايي خپله دا هر څه ووينۍ.
اوس دي افغانان دا قضاوت وکړي چې آيا دا ممکنه ده چې څوک په يوه ملک کي په داسي حال کي اوسي چې په خپل هيواد کي يې سور اور بل کړی وي، خو دی دي په گاونډي هيواد کي ښه سوکاله او آرام ژوند او پخې ماڼۍ و لري، خو بيا دي هم د هغه ملک تر لاس لاندي نه وي.
نور بايد موږ افغانان لږ سر خلاص کړو،تر څو به مو خونخوار او بې رحمه گاوڼدی پاکستان د خپلو گټو لپاره سره جنگوي.
خو اوس لا هم طالبان ډېره ښه موقع لري د سولې لپاره چې ځانونه له غلامۍ خلاص کړي .
که دغه حالت دوام وکړي، زه متيقن يم چې ان شاء الله ورځ په ورځ به يې خلگ په حقيقت پوهېږي او له صفونو به يې بېلېږي.
دا سږ کال په سلگونو نه بلکي په زرگونو طالبان د جگړې له ليکو بېل سوي او په خپلو کورونو کېناستلي دي او هغوی پدې پوه سوي دي چې دا جگړه د اسلام لپاره نه ده بلکي د اسلام مقدس نوم يوازي پاکستان د فاسدو اغراضو د پلي کېدلو لپاره استعمالېږي.
اوس يوازي هغه څوک جنگېږي چې يا اسحاق زی وي او يا هغه څوک چې پدې جگړو کي يې دوهم او دريم واده کړی وي،پخه ماڼۍ يې په کوټه او د پاکستان په نورو ښارو کي جوړه کړې او د دغو جگړو په نتيجه کي يې روپۍ،جايدادونه او پاکستاني موټر تر لاسه کړی وي.
هغه خلگ ډېر کم سول چې د خدای پاک د رضاء لپاره جگړه کوي . يوازي هغه بې علم او ناپوه خلگ دي چې اوس هم د جهالت په تيارو کي پراته او لا هم پدې نه پوهېږي چې دا جگړه جهاد نه بلکي فساد دی .
ههههههه ورځ په ورځ دطالبانو سنګرونوته ځوانان ورځي خو ته وايې ترينه بيل شول دطالبانو مشران خواران خپل ځانونه نشي پټولى او ته وايې چې چې په ماڼيو کې اوسي ډيره دحقيقت نه لرې ليکنه ده