د علي محمد مخلص له نامه سره د حالنامې متن، چي زیاتره دده د پلار او یا دده د خپلو سترګو لیدلی حال دی، تړلی دی.
که حالنامه نه وای نو د روښانیانو د تاریخ په باب به ډېر زیات کونجونه تیاره پاته وای. خو د علي محمد مخلص د خپلو پښتو شعرونو او بشپړ دېوان په باب د لس ګونو کلونو راهیسي خبري کېدلې. د پښتو د کلاسیک ادب او په تېره بیا د روښاني ادب د علاقه مندانو هر یوه، په ډېره تنده، غوښټل چي ددې دېوان بشپړ متن ترلاسه کړي.
بالاخره محمد هارون خپل شعشعي ددې دېوان داسي بشپړ انتقادي متن ترتیب کړ چي زه ګومان نه کوم بیابه تر دې بهتر میدان ته راووزي. زه ښاغلي هارون خپل ته مبارکي وایم؛ اوږد او له ثمره ډک ژوند ورته غواړم او د پښتو ژبي د کلاسیک ادب له ټولو دوستانو څخه غواړم چي د هغه ددې شهکار قدر او درناوی وکړي.
د علي محمد مخلص دېوان، د خپلو هم عصرو او را وروسته پخوانیو شاعرانو په څېر، ښایستې غزلي او له معنی او مفهومه ډک رباعیات لري. د اشعارو معنی یې زیاتره څرګنده او ساده ده او د متن له مخي تقریباُ ټول، د روښاني تصوف بیان ته وقف سويدي. په غزلو کي یې د دولت لواڼي او په رباعیاتوکي یې د ارزاني خوېشکي سره ډېر لږ توپیر لیده کېږي. د فکر له مخي هماغه د روښاني تصوف بیان دی، چي البته دی د روښاني طریقې د وحدت الوجود د بیان لپاره خپل کلمات لري او د خپل شعري توان څخه یې کار اخیستی دی. د حق تعالی او بنده ترمنځ هغه ارتباط چي د حسین بن منصور حلاج، بایزید بسطامي او نورو صوفیانو په کلام کي لیده کېږي، د علي محمد مخلص په دېوان کي هر ځای او په هره غزل کي څرګند دی.
که زه مخ و خپل آشناوته عُریان کړم د زړه غولی به یې نوراني میدان کړم
هر آشیا زما مظهر دي په هرلوري په هرڅه کښي به خپل مخ ورته عیان کړم
چي د زړه په دید ځما و ذات ته ګوري په باطن به یې تر عرش کرسۍ کلان کړم
چي پخپله هستۍ نېست، هست په مولا شي د هغه به بقایي ور جاودان کړم
چي فنا فی الله، بقا بالله واصل شي دا واصل به یګانه عارف سلطان کړم
«««««««««««««««««««««««
چي په هرڅه کښي هستي د مولا ګورم په دنیا کښي زړه فارغ د کبر و کین وړم
چي مرید د میا روښان شوم په عالم کښي ځکه بخره په جهان لویه د دین وړم
چي بې خدایه نورڅه نشته پر دوه کونه له کامله مکمله دا تلقین وړم
«««««««««««««««««««««««««
نن مي ولیده په هرڅه کښي عیان یو رنګ په رنګ جامې یې واغوستې تابان یو
په لباس کښي نه پټېږي له عارفه هر وجود سره موجود ویني جانان یو
جانان یو ایینې ډېري په جهان کښي په زرګونو آیینو کښي شته رخشان یو
یو الطف ګورم لطیف کثیف موجود شه کف، حباب، دریا بېشکه بېګمان یو
هر اشیا د حق مرکب حق یې راکب دی یو سوارکار پرې باندي سُور هم یې عنان یو
کُل عالم یې له پرتوه روښان شوی چي لیده شي پر جهان آفتاب روښان یو
شوپرک یې لیدی نه شي له پرتوه میا روښان شمس ضحی دی پر جهان یو
«««««««««««««««««««««««««««
د نورو پخوانیو صوفیانو او د روښاني طریقې د نورو لارویانو په څېر، علي محمد مخلص هم بالاخره هغه ځای ته رسېږي چي شاهد او مشهود، نقش او نقاش او بالاخره حق او انسان یو وجود ورته ښکاري.
د شاهد مشهود وجود که دي نظر شته دی نقاش له نقشه یو که دي باور شته
دا نقاش ګوره مصدر د کُل نقشونو په نقشونو کي ظاهر ګوره مصدر شته
موتو قبل آن تموت شه وصال غواړه د وصال امید غلط دی څو دي سر شته
خپل وجود عظیم ګناه ګڼه بې قیاسه تر دا لوی عظیم ګناه دیګر کمتر شته
پیر روښان د توحید ونه ده باور کړه دې مخلص څخه ددې وني ثمر شته
«««««««««««««««««««««««««««««
د علي محمد مخلص تقریباُ ټولي غزلي تصوفي مفاهیو ته وقف سويدي او د نورو تولو صوفیانو په څېر د دنیا ژوند او هستي عبث بولي او بنده ګان د یوه خدای عبادت ته را بولي. د رباعیاتو په برخه کي یې، تقریباُ کټ مټ، د ارزاني خوېشکي پیروي کړې ده. د هغه په څېر یې خپل ټول رباعیات د اتو سېلابونو په بحر کي لیکلي دي او تقریباُ هماغه مفاهیم یې چي ارزاني خوېشکي بیان کړي دي په نورو کلماتو ویلي دي.
د نورو زیاتو صوفیانو په څېر علي محمد مخلص هم د حضرت رسول الله( ص ) سره د میني اظهارولو او بېحده خلوص په برخه کي داسي مبالغه کوي چي د اسلامي شریعت سره سر نه خوري. د ځینو نور صوفیانو، په تېره بیا ارزاني خوېشکي په شعرونو او رباعیاتو کي داسي اظهارات په سترګه کېږي چي احمد او احد یو بولي او وایي چي تکلیف یوازي د میم توري پېښ کړی دی. علي محمد مخلص هم دغه مفهوم کټ مټ کاپي کړی دی.
دا کثرت د میم لباس شه جهان کُل حضرت یې باس شه
نور عالم لکه تن ګوره د احمد نور د تن راس شه
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
یو سند د احدیت شه بل دریاب د واحدیت شه
حقیقت د احمد ګوره دی ترمیان مقام وحدت شه
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
پر اسمان یې نوم احمد وو کوز پر زمکه محمد وو
نور ورای له کوزه پاسه دی نومړی په احد وو
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
دا حدیث د نبي ګوره په غوږ واوره د میني وروره
چي احمد یمه بې میمه دا وینا پټه له کوره
**««««««««««««««««««««««««««««««««
په دا میم احد احمد شه که میم وتراشې احد شه
چي د میم الایش ووزي پر ځای پاته پاک صمد شه
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
دده حکم د حق حکم بې خبر دی صُمًُ بکمًُ
چي د حق د رسول فرق که حق به ورکه ترخه زقوم
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
زه پخپله د یوه پښتانه شاعر او د پښتو ژبي د کلاسیک ادب د یوه مینه وال په حیث له کلونو راهیسي د علي محمد مخلص د دېوان لیدلو او لوستلو ته تږی وم. زه یقین لرم چي دا دېوان به، چي تر دغه په بشپړه توګه به یې ترتیبول غیرممکن وي، د ټولو هغو کسانو تنده ماته کړي چي تر ما لاهم ورته تږي ول.
عبدالباري جهاني
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر
کابل، اکبر خان مېنه
۲۴-۹-۱۳۹۴