تاند- د افغانستان ولسمشر محمد شرف غني نن د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په ګډه خبري غونډه کې په حکومت کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري بیا د افغانستان د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې د هیواد د ګټو لپاره خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي.
ولسمشر غني له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره د اختلاف مسلې ته اشاره ونه کړه.
کیري خبریالانو ته وویل:«ولسواکي باوري ادارو ته اړتیا لري. پر دې سربېره د بېلابېلو سیاسي، قومي او جغرافیايي سیمو او ډلو خلکو ته اړتیا لري چې د ګډو ګټو لپاره یوځای کار وشي. »
ولسمشر غني په خبري غونډه کې ولسي جرګه په دې وستایله چې لوی څارنوال او د کورنیو چارو وزیر ته یې د اعتماد رایې ورکړې.
ده تاکید وکړ چې په حکومت کې به هراړخیز اصلاحات وکړي.
جان کیري د ولسمشر غني د څرګندونو ملاتړ وکړ او د ده او عبدالله ترمنځ د دریځونو د یووالي غوښتونکی شو.
د هغې موافقې پر اساس، چې د جان کیري په منځګړتوب د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ۲۰۱۴ م کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته لاسلیک شوه، د ملي یووالي د حکومت موافقه د سږ کال په سپټمبر کې پای ته رسېږي.
د دې موافقې له مخې، ټاکل شوې وه چې په ۲ کلونو کې د اساسي قانون لویه جرګه دایره او د اجرايي ریاست چوکۍ پر صدارت بدله شي.
خو ښاغلي کیري نن وویل چې د ملي یووالي د حکومت د کار دوره ۵ کلنه ده ځکه چې په موافقه کې ویل شوي چې په دوو کلونو کې به هحه وشي چې لویه جرګه جوړه شي.
ده دا هم وویل چې د لویې جرګې دایرېدا د ملي یووالي د حکومت د پای ته رسېدا معنا نه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په طالبانو هم ږغ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
ده وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر په اړه د ولسمشر بارک اوباما په پلان کې لا کوم بدلون نه دی راغلی. اوس په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي، او ټاکل شوې ده چې د کال تر پایه ۵۵۰۰ ته لږ شي.
ده له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د خبر له لارې جګړه پای ته ورسوي.
په هرصورت چه وي دآمريکاه ومداخلې ته په آفغانستان کي خاتمه ورکړل سي دجنګ آصلي عوامل هم دوئ دي ډير دي امکان ولري چه په آئنده کي تر دې نور لوئ مشکلات راوزيږوي او هيوادنور هم ديوه لوئ بحران وخواته بوزي