په پکتيکا ولايت کې يو سراچه ډوله موټر چې د تیرې چهار شنبې په ورځ غلاشوی وو د څلور ويشتو ساعتونو په موده کې ددغه ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د ملي اردو د ساحوي کشف منسوبينو په واسطه ونيول شول.
موندل شوی موټر پداسې حال کې خپل مالک ته وسپارل شو چې د پکتيکا والي امين الله شارق، مرستيال والي عطاالله فضلي،د استناف څارنوالۍ رییس د ولايتي شورا غړو او نورو کسانو هم شتون درلود .
د پکتيکا والي امين الله شارق د دغه ولايت امنيتي ځواکونه وستايل او مننه يې ترې وکړه چې په لنډ وخت کې يې غلاشوی موټر له درېيو کسانو سره ونيوه.
د غه راز د پکتيکا والي په امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې خپلو دندو او مسئوليتونو ته خپله توجه لا زياته کړي او د خپلې خاورې او خلکو دفاع په ښه شان وکړي.
د موټر مالک هم د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او د موټر په پیدا کیدو یې خوښي وښوده.
د ياد موټر د غلا په تور درې کسانو چې سيد کمال، سرور جان او عبدالجليل نوميږي چې دوه یې د ارګون ولسوالۍ د پیرکوتي او بل یو یې د مرکز ښرني اوسیدونکي دي نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
په درنښت
نبي الله پیرخېل
د پکتیکا ولایت ویاند