تاند- د ستوکهلم د سولې د نړیوال څېړنیز انستیتیوت د یوې تازه احصاییې له مخې، چې روانه اوونۍ یې خپره کړه، تېر کال په نړۍ کې نژدې یو اعشاریه ۹ تریلیون (۱۶۷۶ ملیارد) ډالره په وسلو لګول شوي دي.

د ستوکهلم نړیوال څېړنیز انستیتیوت، چې د وسلو پر سوداګرۍ څارنه کوي، وايي چې تېر (۲۰۱۵ ) کال له ۲۰۱۱ را په دې خوا په نړۍ کې پر وسلو زیاتې پیسې لګول شوي دي.

د دې انستیتیوت د راپور پر اساس، تر ورتېر (۲۰۱۴) کال په ۲۰۱۵ کې نژدې یو فیصد زیاتې پیسې وسلو ته ځانګړي شوي دي.

دا اداره د دې علت تر ډېره په اسیا، اوقیانوسیې، اروپا او منځني ختیځ کې وده بولي.

لکه څرنګه چې په لاندې لیست کې وینئ، په ۲۰۱۵ کې د امریکا متحدو ایالتونو تر ټولو زیاتې پیسې په وسلو لګولي دي. ورپسې چین دی. دریم ځای د سعودي عربستان دی. دغه هیواد په ۲۰۱۵ م کال کې د څه باندې ۸۷ ملیارد ډالرو وسلې پېرودلي دي.

2

One thought on “تېر کال ۱۶۷۶ ملیارد ډالره په وسلو لګول شوي”
  1. امریکا لوړ مالیات له خپلوملکی خلکو ټولوی او له دولت سره پیسی له دی کبله ډیریږی او څنګه وکولی شی دا روپی میلیاردرانو ته انتقال کړی، نو غټ جنګونه ته لمن وهی او له میلیاردرو سلاح اخلی او د امریکا د ملکی خلکو روپی په دی توګه د ملیاردرو خیټو ته توییږی او یا خطرناکی سلاوی چه په لوړه کچه عام وژنه کوی تری جوړیږی (اتومی سلاح، پیشرفته د عام وژنی الوتکی، راکټونه) او په د برخه کی روس ،چین امریکا مخ کښه دی او عربستان یو خریدار دی او ګټه کوونکی نه دی لکه دا نور،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *