په یو مجلس کې چې ډېر مطرح سیاسي ځوانان ناست وو، لکه زموږ د هر سیاسي بانډار په څیر خبره په دې راغله چې افغانان ښه رهبر او مشر نه لري، د یو رهبر په ضرورت یې ټینګار وکړ او ددې تشې ملامتي یې هم په خلکو ور واچوله، چې په خپلو سیاسي رهبرانو او مشرانو د خلکو باور او اعتماد نشته، نو چې کله خلک باور او اعتماد ونه کړي رهبر به له کومه را پیدا شي؟

 زموږ یو ملګري سعید زابلي عجیبه ځواب ورکړ، ویل یې زه دا خبره نه منم چې خلک باور نه کوي یا هم خلک رهبرانو پسې نه ځي، هغه استدلال وکړ ویل تیرو ټاکنو کې خلک ټول راووتل او د سیاسي رهبرانو لپاره یې د سر خطر ومانه چې کورسۍ ته یې ورسوي، دغسې هغه د کوچیانو د یو استازي چې پېښور کې پر یوې رقاصې باندې په جنسي تیري تورن شوی و مثال راوړ، ویل خلکو چې دا خبر واوریده سم له لاسه یې باور او اعتماد وکړ چې دغه کس رښتیا هم د افغانانو حیثیت او عزت پایمال کړی دی او په خواله رسنیو کې يې ښه سم سپک کړ، خو چې په سبا په جنسي تیري متهم وکیل خبري کنفرانس ورکړ او په ځان لګیدلی تورونه یې رد کړل، سم له لاسه خلکو بیا اعتماد او باور وکړ ویل یې زموږ وکیل پاک سپیڅلی سړی دی او دا هسې د پردیو دسیسې او خبرې دي چې غواړي زموږ مشران بدنام کړي، د زابلي په خبره دلته خلکو کې همیشه باور او اعتماد کوي، خلکو ته چې څه ووايي مني یې ستونزه زموږ په رهبرانو او مشرانو کې ده چې د ویلو او کولو څه نه لري.

له دې خبرې سره زما ذهن او فکر په سیاسي علومو کې د نخبه ګرايي یا (Elitism) اصطلاح خواته لاړ، نخبه ګرایان یا مخورپالان په اصل کې د مارکیسزم مخالف دي، دوی د مارکس د اقتصادي جبر او طبقاتي مبارزې نظریه ردوي، همدارنګه تر ډېره ډیموکراسي هم نه مني وايي چې ډیموکراټیکه نظریه د واقعیتونو خلاف ده او د حکومت یوه کمزورې بڼه ده.

دوی وايي په هره ټولنه کې، که هغه په شرق کې وي که په غرب کې، که هغوی هر رنګ سیاسي نظام ولري، بیا هم په کې  دوه طبقې خلک ژوند کوي، یو هغه چې حکومت کوي او بله هغه طبقه چې ددوی تر تسلط لاندې ده. لومړۍ طبقه چې همیشه یې شمېر کم دی خو سیاسي دندې او چارې همدوی ترسره کوي، ټول واک ددوی په انحصار کې دی، دوی له قدرته خوند اخلي او مزې چړچې کوي، د همدغو لږو کسانو له خوا همیشه دویمه طبقه (عوام) کله د قانون له لارې، کله په ظلم او زور اداره کېږي، دوی کله ناکله یوازې دومره اسانتیاوې دویمې طبقې ته برابروي چې مازې ژوند یې پرې روان وي. حتا که چېرته دا دویمه طبقه چې هدف یې ولس دی د لومړۍ طبقې په ضد راپورته شي او د هغوی حکومت ړنګ کړي بیا به هم دوی واک یوې بلې نخبه طبقې ته پریږدي او هغوی به بیا ورباندې عین حکمونه چلوي او دوی به بیا هم دویمه طبقه وي.

دغې حاکمې طبقې ته ځیني هېوادونو لکه پاکستان کې په منفي معنا د ( The establishment) یا سیاسي دستګاه اصطلاح هم کارول کېږي.

د دغې نظریې په اساسپه لنډ ډول ویلی شو چې خلک لکه رڼې او شفافې اوبه داسې دي، چې کوم رنګ دې زړه غواړي په هغه یې اړولی او بدلولی شي، خلک خپله حرکت نه کوي بلکې حرکت ورکول کېږي، خلک لکه اوبه داسې دي، که څوک وغواړي مهار یې کړي مهارولی یې شي، خلک لکه اوبه داسې دي که په کرونده یې ور سیخي کړي، وطن سمسورولی شي او خلک لکه اوبه داسې دي که ډپ یې کړي او یو ناڅاپه یې خوشې کړي سیلاب ورنه جوړیږي وطنونه لاندې کوي، خلک لکه اوبه داسې دي چې کوم رنګ يې وغواړي په هغه یې بدلولی شي.

اوس که موږ د سعید زابلي مثال او د نخبه ګرایانو استدلال او د اوبو مثال ته تم شو، دې نتیجې ته رسیږو چې زموږ په ټولنه کې خلک هیڅکله فعال نه و، همیشه منفعل حالت کې پاتې شوي دي، دا سیاسي نخبه ګان دي چې دوی په حرکت راولي او د خپلو موخو لپاره یې تنظیموي بیا پرې ځانونه د قدرت لوړو پوړیو ته رسوي. اوس که چېرته زموږ سیاسي قشر یا حاکمه طبقه ملي منافعو ته ژمنه وي، خلک د ملي منافعو ساتنې خواته رهبري کولای شي، که دوی چېرته په فساد او چور اخته وي ولس کې هم د فساد او معافیت فرهنګ ته وده ورکوي، که زموږ سیاسي قشر خپلو کې سره اړم وي د دوی جنجالونه د ولس منځ ته راننوځي او ولس هم په یو بل بې اعتباره کېږي. زموږ اکثره روشنفکران ملګري نیوکه کوي چې خلک ځکه ملامت دي چې له ټوپکیانو او غلو پسې روان دي، د پردیو اجنټانو پسې روان دي اوس موږ ولس په دې نشو ملامتولی چې ولي له دې خلکو پسې روان دي، ځکه ولس سره څه نشته، امکانات او سیاسي قوت زموږ له نخبه ګانو سره دی دا زموږ سیاسي نخبه ګان دي چې زموږ خلک د دوی ترمنځ د ګټو په سر د جنجال او د قدرت د تندې بیه پرې کوي.که دلته د ولس له منځه یو کس د رهبر په توګه پارلمان یا حکومتي دستګاه ته لیږل کېږي، هلته د لږ ځنډ وروسته د نورو اکثریتو نخبه ګانو سره ناسته پاسته کوي د هغوی رنګ او خوی اخلي او په حاکمې طبقې بدلیږي، هغه ته بیا د خلکو له ګټو د خپل کلاس ګټې مهمې دي. لنډه دا چې تر هغو زموږ د سیاسي قشر یا نخبه ګانو په دماغو او مغزو کې د هېواد د بهبود لپاره بدلون رانشي،  د دوی له منځه زړه سوانده مشر را وړاندې نشي، چې خلکو ته د منفي په ځای مثبت جهت ورکړي، خلک هیڅ نشي کولای، بلکې خلک به بیا بیا تیرویستل کېږي او همدغه ناکاره اوبیکاره نخبه ګان به پر موږ حاکم وي او موږ به د دوی د حماقت او سیاسي لیونتوبونو بیه پرې کوو.

One thought on “خوشال خلیل /خلک لکه اوبه داسې دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *